لیکوال: ابورائف


سیکولریزم «د انسان په حیوانیت او مادیت باور لرل» (اووه ویشتمه برخه)

 ۳-  د انسان په حیوانیت او مادیت باور لرل
 د ډاروین نظریه بشریت ته تر ټولو لوی سپکاوی دې؛ ځکه چې هغه په ​​دې باور دې چې انسان د نورو حیواناتو په څېر یو حیوان دې او د هغه او نورو حیواناتو ترمنځ هېڅ توپیر نشته؛ هغه په دې نظريې سره د بشر په تاريخ کې انساني کرامت ته تر ټولو ستر زيان رسولی دې او د انسان شعور يې له منځه وړی او ټول احساسات، عقيدې او ارزښتونه يې تر پښو لاندې کړي دي.” جولیان هکسلي” لیکي:«د ډاروین له تیورۍ وروسته، انسان نور نشي کولی د حیوان کېدو څخه ډډه وکړي.»
 ډاروین یوازې دا نه وېل چې د انسانانو او بیزوګانو ترمنځ نسبي اړیکه شتون لري، بلکې د هغه فکر دا و چې د انسانانو ریښتینی نیکه یو  “کوچنی جراثیم”  و چې کلونه وړاندې یې په یوه ناپاکه ځای کې ژوند کاوه. د دې تر څنګ چې ډاروین انسان له حیوان نه بل څه نه ګڼي، یوه بله مفکوره یې هم وړاندې او ځای پر ځای کړه او هغه د انسان  “مادیت” و؛ ډاروين انسان د مادي قوانينو تابعدار او مطیع ګڼي او هغه له يوه بې ځانه څيز څخه بل څه نه ګڼي.
 د ډاروین په اند، د انسان پرمختګ او تکامل د هغه په ​​خپله خوښه نه دې شوی، بلکې دا پېښه د ځینو بهرنیو او طبیعي عواملو او وسایلو په وړاندې د هغه د تسلیمیدو او تابعدارۍ پایله وه. د مادي اصولو او قوانينو او طبیعت په وړاندې د انسان د تسليمېدو اغېز  د “کمونيزم”  او  “ټولیز عقل” په نوم د دوه مهمو نظریو رامنځته کېدل و.  په دې ډول چې یهودي«کارل مارکس» چې د کمونیستي تیوري بنسټ ایښودونکی و، د انسان د حیواني طبیعت پر بنسټ درې اساسي شیان د هغه لپاره لازمي ګڼلي وو، چې «خوراک»، «کور» او «همجنس» وو. همدارنګه د انسان  “مادي”  ځواک ته په اشارې سره، هغه باور درلود چې په دې نړۍ کې هرڅه مادي او شتمنۍ دي او اقتصادي ځواک دې چې د انسان ژوند تنظیم او ترتیب کوي.
یو بل یهودي “ډیویډ امیل دورکیم” د انسان حیوانیت او د هغه مادیت یې سره یوځای کړي او د ټولیز عقل تیوري یې ډیزاین کړې چې انسان ته اجازه ورکوي ټولنیز جبر ته غاړه کیږدي. دا ټول نظرونه او قضیې د ډاروین د نظریې په استناد او باور سره رامنځته شوي.
 ۴-  د مطلق تکامل د نظریې تسلط
 بل اثر او اغېزه چې د ډاروین نظریې په لوېدیځ او اروپایي ټولنه کې درلوده، د ژوند په ټولو اړخونو او ډګرونو کې د مطلق تکامل نظریې تثبیت او ځای په ځای کول وو.  له دې تیورۍ وروسته، اروپا له «مطلق ثبات» څخه د «مطلق تکامل» په لوري یون پېل کړ .
 د ډاروین له تیورۍ مخکې د فرانسې د انقلاب له امله د اروپایانو په ژوند کې یو عمومي بدلون راغلی و او دوی له کرنیز ژوند څخه صنعتي ژوند ته لیږدول شوي وو، چې دې کار د دوی په ژوند، اخلاقو او دیني کړنو د پام وړ اغېز کړی و او په یو ډول، ټولنیز او اقتصادي پرمختګ او تکامل د علمي او کلتوري تکامل سره موازي رامنځته شوی و.
 په داسې شرایطو کې، د تکامل نظریه د ډاروین  “د ډولونو اصل”  په نوم کتاب کې وزېږېده او مطلق تکامل د اروپایي ټولنې په ټولو اړخونو کې  واکمن شو او مطلق او لامحدود تکامل یې ثابت کړ. د ډاروین له نظریې وروسته اروپایي ټولنې «وخت» د خدای او اله په توګه وټاکه او ټولې چارې او شیان یې ورته منسوب کړل.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version