لیکوال: ابو عائشه


معتزله (څلور ویشتمه برخه)

د معتزله وو له د امر باالمعروف او نهی عن المنکر ( په نېکۍ امر کول او له بدیو منع کول) حکم
 د معتزله وو له نظره امر باالمعروف او نهی عن المنکر کفائي واجب دې، د معتزلې ویاند او ژبور شخصیت قاضي عبدالجبار لیکي: « په دې کې هېڅ اختلاف نشته چې امر باالمعروف او نهی عن المنکر واجب دې.» په بل ځای کې لیکي: «پوه شه چې د امر باالمعروف او نهی عن المنکر موخه داده چې نېک عملونه ضایع نشي او یا ناوړه عملونه ترسره نشي، کله چې دا موخه د ځینو خلکو په قیام سره تر لاسه شي، د نورو غاړې خلاصېږي، نو ځکه مو ووېل چې امر باالمعروف او نهی عن المنکر کفایي واجب دې.»
 زمخشري چې یو له پیاوړو مفسرینو او له مشهورو معتزله علماوو څخه دې، لیکي: «امر باالمعروف او نهی عن المنکر کفایي فرض دې.»
د معتزله وو دلایل
 قاضي عبدالجبار وايي: «کتاب، سنت او اجماع د امر باالمعروف او نهی عن المنکر پر وجوب باندې دلالت لري.»
 موږ دا هر یو دلیل په لاندې عباراتو کې بیانوو:
د معتزله وو دلیل له قرآن کریم څخه
 په قرانکریم کې الله جل جلاله د امر باالمعروف او نهی عن المنکر په اړه داسې فرمایي: «کنتم خیر امة اخرجت للناس تامرون بالمعروف و تنهون عن المنکر»؛ “تاسو ترټولو غوره امت یاست چې د خلکو لپاره راڅرګند شوی یاست، تاسو په نېکو کارونو امر کوئ او له ناوړه کړنو څخه منع  کوئ.”
 قاضي عبدالجبار له دې آيت وروسته ليکي: «خداى پاک موږ په امر باالمعروف او نهی عن المنکر ستایلي یو؛ نو که په نېکۍ امر کول او له بدیو منع کول له واجبو حسناتو څخه نه وای، نو خدای تعالی به مو د دې کار ستاینه نه وای کړې.»
 د دوی دلیل له سنتو څخه: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «لیس لِعَین تری الله تعصی فتطرف حتی تغیر او تنتقل»؛ “د هغو سترګو لپاره مناسبه نه ده چې ورپېږي، په داسې حال کې چې د الله تعالی نافرماني کیږي، پرته له دې چې دا ګناه بدله کړي [د ګناه مخه ونیسي او له پېښېدو څخه یې مخنیوی وکړي] یا له هغه ځای څخه ولاړ شي او هغه پریږدي”.
د دوی دلیل له اجماع څخه: قاضي عبدالجبار لیکي: «مګر په اجماع کې په دې تړاو هېڅ ستونزه نشته؛ ځکه چې دوی په دې مسله کې متفق دي.»
 د معتزله وو دلیل پر دې چې امر باالمعروف او نهی عن المنکر (په نیکۍ امر کول او له بدیو منع کول) کفائي فرض دي:
 لوى څښتن تعالی فرمايي: «ولتکن منکم امة یدعون الی الخیر و یامرون بالمعروف و ینهون عن المنکر و اولئک هم المفلحون»؛ “او په تاسو کې باید یوه ډله وي چې نېکو کارونو ته بلنه وکړي او په نېکیو امر وکړي او له بدو کارونو منع وکړي او دوی پخپله مفلحین دي.”
 علامه زمخشري په دې اړه وايي: «(مِن) چې په آیت شریف کې ذکر شوی دې «ولتکن منکم امة» د تمیز لپاره دې؛ ځکه په نېکۍ امر کول او له بدو منع کول کفایي فرض دی.
 د دوی دلیل له سنتو څخه: رسول الله صلی الله علیه وسلم په منبر و، پوښتنه وشوه چې په خلکو کې غوره څوک دې؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «هغه څوک چې تر نورو ډېر، خلک نېکیو ته راوبلي او له بدو کارونو منع کوي او پرهیزګاره او صله رحمي کوي.» له دې روايت څخه څرګندېږي چې امر باالمعروف او نهی عن المنکر يو عیني فرض نه دې؛ ځکه دلته خبره د تشویق او هڅونې ده او که فرض عین وای نو هېڅکله به په دې ډول نه وای ذکر شوی.
Leave A Reply

Exit mobile version