علماء او واکمنان (لومړۍ برخه)
سريزه
اسلامي دولت په خپل اوږد تاريخ کې يې، لويي اغيزي درلودلي چې په ټولو کې يې د علماو تلپاتي رول او د پاچاهانو سره يې کړنه، په ښکاره ډول ثبت ده. علما هغه ځلانده ستوري دي چې خلکو او حاکمانو په تيارو کې د هغو په رڼا کې هدايت شوي او لاره يې موندلې.
په دې دورو کې علماوو د اسلام عزت څرګند کړ او د پاک او خالص شريعت حقيقت يې روښانه کړ، هغه هم په داسې وخت کې چې له سپېڅلي شريعت څخه انحراف کوونکي واکمنانو په وړاندې په پوره استقامت سره ولاړ وو، حال دا چې دا انحراف د ګوتې د څوکې په انداره وو. عجیبه او د حیرانتیا خبره نه ده چې علماء د داسې موقفنو مستحق دي؛ ځکه چې دوی د اسلامي شریعت رښتیني معتقدين دي.
د اسلام تاریخ په اوږدو کې موږ داسې علماء موندلي، چې له واکمنانو سره حساب کوي او د هغوی ناوړه اعمال یې رد کړي دي. او د هغوی ناوړه تصرفات او فاسدې خبرې یې افشا کړي دي. موږ داسې علماء لرو چې حاکمانو ته نصیحت کوي او د هغوی له سوغاتونو څخه مخ اړوي او کله چې له واکمنانو سره مخامخ کېده، په پوره زړورتیا او له نرمې اوکنايې پرته ، د اسلام خبرې په څرګند ډول بیانولې او د ظلم په مقابل کې صبر کاوه.
موږ د ظالمو واکمنانو په زندانونو کې هماغه علماء وینو چې خپل رب ته رکوع او سجده کوي او په خپلو فصیح الفاظو د خلکو د لارښوونې لپاره کتابونه او مقالې په لیکلو بوخت دي او دا کار د اسلام د دین د خدمت او د مسلمانانو د حالت د څارولو لپاره کوي.
علماء هغه ډېوې دي چې رڼا ورکوي او داسې څراغونه دي چې هر ځای رڼا خپروي.
په تیرو او اوسنیو وختونو کې علماوو ثابته کړې ده، چې د دوی شتون یوازې د اسلام لپاره ارزښت لري او دا ځکه چې دوی په حقیقت کې د پیغمبرانو وارثان دي.
د واکمنانو ارزښت
تر ټولو نه مخکې، موږ د امت په منځ کې د واکمنانو د ارزښت اړتیا ته کتنه کوو. د حاکمانو شتون د خلکو لپاره اړین دي، لکه څنګه چې د ژوند لپاره اوبه اړینې دي. ځکه چې بشر له دوی پرته نېکمرغه نشي کېدای، د حاکمانو له واک پرته به هیڅ ډول عدالت پلي نشي او د دوی پرته به هیڅ حق څرګند نشي. د حاکم پرته خلک بې سرپرسته دي، او دا بې سرپرستي د دوی وړ نه ده. ځکه که دوی بې سرپرسته وي، پر دوی به شریعت قائم نشي، د اسلام حدود به پرې پلي نه شي، اسلامي نظام به نه پلی کېږي، د خلکو ژوند به خوندي نه وي، سوکالي، هوساینه او امن به نه وي. او د دښمن د برید په صورت کې، د حاکم پرته د برید مخنیوی نشې کېدای.
پیغمبر صلی الله علیه وسلم دا حقیقت په ډاګه کوي او فرمايي: دا بل څه نه دي امام (او سرپرست) یو ډال دی چې تر شا یې جګړه کیږي او د هغه په واسطه د خطر مخنیوی کیږي (د دښمن برید شنډه کیږي).[1]
په همدې لپاره الله جل جلاله واکمنانو ته لوړ مقام او عزت ورکړی دی.
که حاکم عادل وي او د قرآن او شریعت مطابق حکم کوي نو رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه ته د جنت او د الهي سیوري لاندې راتلو زیری ورکړ. حضور صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: په حقیقت کې د قیامت په ورځ خدای ته تر ټولو محبوب او د مجلس له لحاظه تر ټولو نږدې کسان عادل امام دی. او د قيامت په ورځ د خداى په نزد تر ټولو بد او غضبناک او له مجلس څخه تر ټولو ليرې كس ظالم امام دى.[2] او همدا رنګه فرمايي: “الله تعالی به د قيامت په ورځ اوه ډلې تر خپل سيوري لاندې راولي، په داسې حال کې چې د ده له سيوري پرته بل هيڅ سيوري نه وي، له هغو څخه يو عادل امام دى…”[3]
ادامه لري…
[1]. بخاري، كتاب الجهاد، 109; مسلم، ۳۴۲۸.
[2]. ترمذي، 1319، مسند امام احمد، 3-55 او 3-22.
[3]. امام احمد، ۳ ټوک، ۱۵۷ مخ.