که موږ فرانسې ته وګورو، پوه به شو چې عادي خلک په خپل ځای، بلکه د دوی مشران او سیاستوال ډیرې معشوقې او پټې ملګرې لرې او په داسې حالت کې، لاهم د کلیسا لخوا د دوی درناوی او ستاینه کیږي.
د څو مېرمنو د ودولو قانون د انسانانو طبیعي قانون دی او دا قانون به تر هغه وخته پورې موجود وي چې انسانان موجود وي او هغه موخه چې کلیسا یې د تعدد د منع کولو له لارې تعقیب کوله، نه ده ترلاسه شوې بلکې دا مسله بیا تکرار شوه او د ښځو بې عزتي وشوه.
د مونوګامي یا یوې مېرمنې د لرلو نظریه او د څو مېرمنو منع کول، چې عیسویت او لویدیځ یې په ښکاره توګه تعقیبوي، په دریو ځایونو کې خپلې ویجاړوونکي پایلې څرګندوي: