د الله توره «خالد بن ولید رض» ژوند ته لنډه کتنه (دوه پنځوسمه برخه)
حضرت خالد رضي الله عنه د شام په لاره کې
لکه څنګه چې په تیرو برخو کې هم ویل شوي وو، د راشده خلیفه حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه د الله تعالی تورې حضرت خالد بن ولید رضی الله عنه ته یو لیک ولیکه او له عراق څخه یې شام ته راوغوښت ترڅو د شام له مجاهدینو سره مرسته وکړي او هغوی د رومیانو او مستکبرانو له منګولو وژغوري او هلته د فتحې او بریا بيرغونه پورته کړي؛ حضرت خالد بن ولید رضي الله عنه هم د مسلمانانو د خلیفه غوښتنه ومنله او خپل لښکر یې راغونډ کړ او تر ټولو ښه وړ کسان یې له ځانه سره یووړل او شام ته روان شو.
علامه ابو زید رحمه الله لیکي: هغه د محرم په میاشت کې د حره ښار او له هغه ځایه د دومة الجندل ښار ته ولاړ؛ هغه دومة الجندل هم د “قراقر” په نوم چینې په قصد پریښود.
قراقر او تسوي د دوو چينو نومونه وو، چې لومړۍ يې د مسلمانانو تر واک لاندې وه او بله يې تقريباً د روميانو تر واک لاندې او په شام کې د مسلمانانو تر څارنې لاندې وه؛ د دغو دوو چينو تر منځ يوه ډېره لويه دښته وه چې ډېره ګرمه، بې اوبو، ستړي کوونکې او سخته وه. له یوه چینې څخه بلې چینې ته د سفر موده پنځه ورځې او شپې وې، او که څوک له دې دښتې څخه تېرېدل، نو بې اوبه به پاتې کېده او د لارې په اوږدو کې به د مرګ سره مخ کېده .
كه حضرت خالد بن وليد رضي الله عنه د صحرايي لاري سفر كړى واى نو د سختو لارو او فاصلو په تېرېدو به د شام مجاهدينو ته رسېدلى واى؛ او که هغه په عادي لاره حرکت کړی وای چې ټولو خلکو پرې تګ راتګ کاوه او نږدې هم وه، نو مستقیم به د رومي لښکر سره مخامخ شوی و او د شام د مجاهدینو مرستې ته به نه و رسیدلی او د لارې په اوږدو کې يې له روميانو سره جګړه کوله، نو له خپلو ملګرو او یارانو سره يې مشوره وکړه او هغوى يې قانع کړل چې له دې دښتې تېر شي.
له مشورې وروسته دوی په دې دښته کې د رافع په نوم یو لارښود وموند؛ هغه هم له صحابه کرامو سره لاسونه یو کړل او امر یې وکړ چې شل لوی اوښان دې ورته راوړل شي؛ اوښان تيار شول او ټول اوښان يې تږي وساتل او څه موده وروسته يې د قراقر چينې ته بوتلل چې اوبه وڅښي، ګېډې یې ډکې شي او لږې اوبه هم ذخیره کړي .
له هغې وروسته دوی حرکت وکړ؛ په لاره کې چې کله اسونه تږی شول، رافع یو اوښ ولوشه، بیا یې حلال کړ او هغه اوبه چې اوښ په خپل معدې کې ساتلې وې، له شیدو سره ګډې کړې او آسونو ته یې د څښلو لپاره ورکړې. مجاهدينو هم له ځانه سره یې چې کومې اوبه درلودې وڅښلې او د اوښانو غوښه يې پخوله او خوړله؛ دا بهیر تر هغه وخته پورې دوام وکړ چې دوی د شام خاورې او تسوې ته ورسېدل.
شاعر د دې سفر د سختیو په او داچې رافع ابن عمیر څنګه وتوانید چې حضرت خالد بن ولید رضي الله عنه او د هغه ملګري له هغه ځایه په بریالیتوب سره تېر کړي داسې ویلي: