لیکوال: عبدالحمید "ګرګیج"
د درود ویلو فضایل او برکات (لومړۍ برخه)
لنډیز
د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر سپېڅلي روح درود شریف ویل زموږ مسلمانانو لپاره ځانګړی اهمیت لري. د خیر، برکت او ښېګڼې څخه ډک ذکر چې په مختلفو وختونو کې یې د ویلو سپارښتنه شوې ده. درود ویل د انسان لپاره په دنیا او آخرت کې ډیرې ګټې او ښې پایلې لري او د ډیرو دیني مشرانو او پوهانو لخوا پرې د مداومت سپارښتنه شوې ځکه چې په قرآن کریم کې د خدای تعالی له څرګندو حکمونو څخه یو هم پر محمد صلی الله علیه وسلم درود ویل دي؛ الله سبحانه وتعالی فرمایي: «ان الله و ملائکته یصلون علی النبی؛ یا ایهاالذین آمنوا صلوا علیه و سلموا تسلیما»؛ ژباړه:(خدای او د هغه پرښتې پر دغه پېغمبر درود وايي؛ اې د ايمان خاوندانو پر هغه درود ووايئ او په تعظیم او درناوي سره پرې سلام ووايئ او د هغه امر ته غاړه کيږدئ.) یوه لنډه او ګټوره دعا او ذکر چې ویل کیږي د دنیا او آخرت د چارو په خلاصولو او ستونزو په حل کولو کې ډېره اغېزه لري.
مقدمه
پر سید البشر صلی الله علیه وسلم باندې د درود ویلو فضائل او برکات دومره نه ختمیدونکي دي چې هر څه ووایو بیا هم د لارې په پیل کې یو. نو د هغه خداى شکر او ستاينه کوو چې په خپل فضل او کرم سره يې د کفر، شرک او جهالت له تيارو د بشري ټولنې د ژغورنې لپاره يو پېغمبر رالېږلى دې. دغه ستر پیغمبر د توحید او هدایت په رڼا کې خلک خپل اصلي موخې او منزل رسول. د هغه مقام دومره لوړ دی چې خدای تعالی او د هغه پرښتې د هغه ستاینه کوي او مومنانو ته امر کوي چې پر هغه درود او سلام ووایئ. همدارنګه د هغه چا لپاره چې پر دغه پېغمبر صلی الله علیه وسلم درود وايي، خداى تعالی ځانګړى مقام ټاکلی.
د انسان فطرت دا تقاضا کوي چې کله له چا سره مینه ولرو، د هغه ښه صفتونه یاد کړو او هغه ډېر یاد کړو. نو کله چې موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مینې دعوه کوو، نو لازمه ده چې هر ځای او هر وخت د هغه په یاد سره خپلې غونډې ښکلې او خوندورې کړو او د هغه د سیرت، احوالو او اخلاقو په اړه خبرې وکړو. یقینا د هغه یادونه په زړونو کې مینه راپاروي. پر هغه پېغمبر ډېر درود ويل انسان مینې ته ور نږدې کوي او دا د خداى د حکم پلې کول هم دي.
د صلوات (درود ویلو) معنی او مفهوم
معنی:
د “صلوات” کلمه د دعا، لمونځ، درود او سلام په معنا ده. « صلی الله علیه وسلم» په دې معنی ده چې خدای دې پر هغه درود ولېږي. په “المعجم الوسیط” کې د “صلا” کلمه هم د لمانځه په معنی راغلې ده. په ځينو تفسیرونو کې راغلي چې که صلوات، الله ته منسوب شي نو د رحمت د لېږلو په معنا ده او که ملائکو او مؤمنانو ته منسوب شي نو د رحمت غوښتلو په معنا ده.
مفهوم:
پر رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې د الله تعالی د صلوات لېږلو مفهوم او دلیل چې تر ټولو کامل انسان او خاتم النبیین دې، څه دې؟ د خداى تعالی جل جلا له په نزد د رسول الله صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم مقام دومره لوړ دې چې د سورة الاحزاب د ٥٦ آيت له مخې خداى تعالی عز و جل او د هغه ټولې پرښتې د اسلام پر ګران پيغمبر باندې درود او سلام وايي. همدغه راز څښتن تعالی له مومنانو څخه هم غوښتنه کړې چې په دې سپیڅلي مراسمو کې له هغه او ملائکو سره یوځای او همغږي شي.
پر رسول الله صلى الله عليه وسلم د خداى تعالی رحمت لېږل د هغه د لوړ مقام او سترې مرتبې نښه ده. همدارنګه، د پرښتو او مومنانو لخوا د صلوات لیږلو معنی د خدای څخه د رحمت او بخښنې غوښتنه ده.
په حقيقت کې د مؤمنانو له لوري پر رسول الله صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم باندې درود ويل د ځان لپاره هم د خداى د رحمت او بښنې غوښتنه ده؛ ځکه چې د اسلام ګران پیغمبر صلی الله علیه وسلم د خدای د فضل او کرم واسطه دې. نو که موږ هغوی ته درود او سلام ونه وایو نو د خدای له رحمت او مغفرت څخه مو ځانونه بې برخې کړي یو.
له بلې خوا د دیني ارشاداتو او لارښوونو له مخې پر رسول الله صلی الله علیه وسلم درود ویل د اعمالو د قبلېدو او د هغه د برکت او پاکوالي لامل کېږي. دا هم ویل کیږي چې صلوات د دعاګانو د قبلېدو، د ګناهانو د کفارې، د قیامت د ورځې د سرلوړي او جنت ته د تللو لامل کیږي.
په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې د درود ویلو اهمیت
پر رسول الله صلى الله عليه وسلم درود ويل، د قیامت په ورځ هغه ته د تقرب او نږدېوالي سبب کیږي. له حضرت عبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:«یقیناً د قیامت په ورځ به ماته تر ټولو نږدې خلک هغه څوک وي چې پر ما یې ډېر درود ویلی وي. »
امام ابن حبان رحمه الله د دې حدیث له ذکر کولو وروسته وايي:«دا حدیث د دې ثبوت دی چې د قیامت په ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم ته تر ټولو نږدې کسان د حدیثو اصحابان دي؛ ځکه چې په دې امت کې هیڅ ډله له دوی څخه زیات رسول الله صلی الله علیه وسلم ته درود نه وایي.» خطیب البغدادي رحمه الله هم په «شرف ا صحاب الحدیث» کتاب کې له ابو نعیم څخه همدا خبره نقل کړې ده.
امام سفیان الثوري رحمه الله فرمایي:«که د حدیث لیکونکي ته له درود ویلو پرته بله ګټه ونه رسیږي، همدا د ده لپاره کافي ده؛ ځکه چې د حدیث لیکوال تر هغه وخته درود وایي چې د حدیث په کتاب بوخت وي.»
شیخ ابو طالب مکي رحمه الله فرمایي:«د درود ویلو د کثرت حد لږ تر لږه ۳۰۰ ځله دې.» شیخ ابن حجر هیتمي رحمه الله فرمایي:«کله چې انسان خپل زیات وخت په درود ویلو تېر کړي، د درود ویلو کثرت یا ډېروالی حاصلیږي»؛ لکه څنګه چې الله تعالی فرمایي:«والذاکرین الله کثیرا والذاکرات»؛ (او هغه نارینه او ښځې چې الله تعالی عز و جل ډېر یادوي.) ښایي د درود ویلو زیاته کچه دا وي چې یو سړی په خلکو کې د درود ویلو لپاره مشهور وي.
درود ویل د رسول الله صلی الله علیه وسلم د خاص شفاعت سبب ګرځي.
له رویفع بن ثابت انصاري رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:«څوک چې دا درود «اللهم صل علی محمد، و انزله المقعد المقرب عندک یوم القیامة» و وایي، زما شفاعت هغه ته ثابتیږي.
طبراني له ابو درداء رضي الله عنه څخه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:«څوک چې سهار پر ما لس دروده او د شپې لس دروده ووایي، د قیامت په ورځ به زما شفاعت د هغه لپاره ثابت شي.»