په دې څېړنې کې، د اموي دور جاهلانه انحرافات او ګمراهۍ په دويمه برخه کې ذکر شوې وې؛ خو په دې برخه کې به د عمر بن عبدالعزیز رحمه الله د خلافت ځانګړتیاوې، د هغه شخصي، ټولنیزو او سیاسي ځانګړنو په اړه لنډ معلومات وړاندې کړو، ان شاء الله العزیز.
د عمر بن عبدالعزیز رحمه الله خلافت
حضرت عمر بن عبدالعزیز رحمه الله د اسلام په تاریخ کې له عادلانو، زاهدانو او پرهیزګارو خلفاو څخه وو. هغه د دې طایفې د بنسټاېښودونکي “مروان” لمسی و، او مور یې “ام عاصم” د دویم خلیفه فاروق اعظم رضي الله عنه لمسۍ وه. عمر بن عبدالعزیز رحمه الله په ۶۱ هجري قمري کال کې زیږېدلی و. هغه د خلیفه “سلیمان بن عبدالملک” د تره زوی و او د “ولید بن عبدالملک” او “سلیمان” د واکمنۍ پر مهال د مدینې والي و.
د هغه د ځوانۍ ژوند او د واکمنۍ دوران تر منځ هېڅ ورتهوالی نه درلود. له خلافت څخه مخکې يې د پاچاهۍ ذوق درلود او د ځوانۍ شوقي طبیعت یې مشهور و. له کوم ځایه چې به تېرېده، د څه وخت لپاره به یې خوشبویه عطر په کوڅه کې پاتې کېدل، او خلکو به ویل چې عمر له دې ځایه تېر شوی دی. هغه شوقي او د ښه سلیقې خاوند و.
په هغه کې پرته له ښه طبیعت، حقخوښونې او فطري ښه اخلاقو څخه نورې داسې نښې نه وې چې څوک دا فکر وکړي چې په راتلونکي کې به عمر بن عبدالعزیز رحمه الله مهمې دندې سرته ورسوي. په حقیقت کې، د هغه وجود یوه ټوله معجزه وه، لکه څنګه چې د خلافت مقام ته د هغه رسېدل هم یوه معجزه وه؛ ځکه چې په هغه موروثي حکومت کې د هغه خلافت د هېچا په ذهن کې نه راتله.
که د ټولنې طبیعي حالت د پخوا په څېر دوام درلودای، نو د عمر بن عبدالعزیز رحمه الله ونډه به د یوه ولایت له واليتوب پرته بل څه نه وه. خو د خدای تقدیر بل څه ټاکلي و. کله چې سلیمان بن عبدالملک ناروغ شو، زامن یې واړه وو. هغه هغوی ته اوږدې چپنې واغوستلې او په وسلو یې سمبال کړل، څو لویان ښکاره شي، خو دا هڅه یې بېګټې شوه. سلیمان خپلو ماشومانو ته په حیرانۍ وکتل او ویې ویل: «بختور هغه دی چې زامن یې لویان او ځوانان وي.»
“رجاء بن حیات” چې همدې شېبې ته په تمه و، عمر بن عبدالعزیز رحمه الله یې د سلیمان د ځایناستي لپاره وړاندیز کړ، او دا وړاندیز ومنل شو.