شریکول Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp لیکوال: محمد افغاني اسلام په اوکراین کې اسلام د اوکراین په ځینو سیمو، په ځانګړې توګه د «کریمې» په جزیره کې ځانګړی ځای لري. د دغه هیواد د کریمې په جزیره کې اکثریت مسلمانان ژوند کوي. په اوکراین کې د مسلمانانو نفوس ۳۹۳ زره اعلان شوی دی، خو د اوکراین د مسلمانانو د چارو د ادارې مرکز د مسلمانانو نفوس یې شاوخوا دوه میلیونه اټکل کړی. اوکراین بېلابېل دینونه لري، چې غالب دین یې عیسویت دي. د رازومکوف مرکز لخوا د ۲۰۱۸ نظرپوښتنه ښیې چې۷۱.۷ ٪ خلک ځانونه په الله باندي معتقد اعلان کړل. شاوخوا 67.3٪ خلک د عیسویت په یوې ډلي باور لري. ۵.۲٪ په اسلام، ۰.۴٪ په یهودیت او ۱۱٪ ځانونه بی دینان بولي. په داسې حال کې چې لږ برخه هندوان، بودایان او بت پرستان هم په کې شتون لري. د ۲۰۰۰ او د ۲۰۱۰ په لومړیو کې د رازومکوف لخوا د ترسره شویو نظرپوښتنې له مخې، دا تناسب په تېرو لسیزو کې نسبتا باثباته پاته شوی دی. په داسې حال کې چې په ټولیزه توګه د معتقدینو تناسب په ۲۰۱۴ کال کې له ۷۶٪ څخه په ۲۰۱۶ کال کې ۷۰٪ او په ۲۰۱۸ کال کې ۷۲٪ ته راټیټ شوی دی. په اوکراین کې شاوخوا ۴۴۵ مسلمانې ټولنې او ۱۶۰ جوماتونه شته. د کریمې په سیمه کې د تاتارانو نفوس شاوخوا 12٪ دی، چې د مسلمانانو ۳۰ ټولنې په دغه سیمه کې دي. نورې توکمیزې ډلي: چیچنیان، د قفقاز مهاجرین، او د افغانانو لږه برخه دي، چې اصلي ژبې یې تاتاري، ترکي او قفقازي (لکه چیچني یا اوایي) دي. خو ټولې مسلمانې ټولنې په اوکرایني او روسي ژبو مسلط دي. عیسویت په لومړي ځل د لومړۍ زریزې په لومړیو کې مشهور شو. د روایتونو او افسانو له مخې چې دوی یې بیانوي، په لومړۍ پیړۍ کې، اندرو رسول د یوه ځای څخه لیدنه وکړه، چې نن یې «کیف» نومیږي. د ۲۰۱۸ څخه د اوکراین ۸۷.۴٪ نفوس، د یوې سروې په ترڅ کې اعلان وکړ چې دوی په مسیحیت باور لري. که څه هم د دې خاورې اکثریت خلک په عیسویت باور لري، خو هغه مسلمانان چې په دې خاوره کې ژوند کوي، په یووالي او د خپلو مذهبي حدودو په ساتلو سره د اوکراین په ټولنه کې یې رنګین رول لوبوی او لوبوي یي. په دې خاوره کې د مسلمانانو مناسب تعامل د دې لامل شوی چې اسلامي مرکزونه او د مسلمانانو جوماتونه په منظم او سم ډول خپلې دندې ترسره کړي او پرته له کوم محدودیت څخه د خپلو اهدافو او موخو په لور حرکت وکړي. اوکراين يو له هغو هېوادونو څخه دی، چې زيات شمېر کډوال لري او له نورو هېوادونو سره يې پولې د خلکو د تګ راتګ لامل شوی دی. اوکراین هغه هیواد دی چې مسلمانان پکې د خپل دین د حرمت په ساتلو سره د ځان لپاره ځانګړی مقام او رول لري. په اوکراین کې د حجاب نړیواله ورځ د اوکراین په پلازمینه کییف کې یو شمېر مسلمانو ښځو د حجاب د نړیوالې ورځې په مناسبت د دغه فریضې د معرفی کولو کمپاین ترسره کړ او د دغه هیواد یو شمېر ښځو په خپله خوښه د حجاب اغوستل پیل کړل. د اوکراین د مسلمانو ښځو د روښان انده اقداماتو په لړ کې چې د حجاب د نړیوالې ورځې په مناسبت ترسره شول، د دغه هیواد ښځو ته د حجاب په هکله معلومات وړاندې شول او ځینو یې په خپله خوښه د حجاب د اغوستو هڅه وکړه او دغه اسلامي پوښښ یې تجربه کړ. دا فعالیتونه په کییف او یو شمېر نورو اوکرایني ښارونو کې ترسره شوي دي. د اوکراین د مسلمانانو د اتحادیې ویاندې تنزیله عیسی وویل: « اتحادیه له څو کلونو راهیسې د حجاب د معرفي کولو لپاره کار کوي.» د دې فعالیتونو موخه د مسلمانو ښځو په اړه د پخوانیو تعصبونو ماتول دي. هر کال د فبروري لومړۍ نېټه د حجاب د نړیوالې ورځه ده، او د نړۍ د بېلابېلو دینونو ښځې هڅه کوي له هغو مسلمانو مېرمنو سره خپل پیوستون وښيي چې د حجاب اغوستلو له امله له تبعیض سره مخ کېږي. دا ورځ د سپټمبر د یوولسمې له پېښو وروسته د اسلام ډارونې عکس العملونو وروسته د یوې امریکایی مسلمانې مېرمنې (نظمه خان) لخوا وړاندیز شوې وه. د حجاب په نړیواله ورځ، د مختلفو مذهبونو غیر مسلمانې میرمنې یوه ورځ حجاب اغوستل تیروي او د حجاب په اړه خپله تجربه څرګندوي.
د ورځنې تحلیل اسلام په فرانسه کې (دوهمه او وروستۍبرخه)سه شنبه _29 _اکتوبر _2024AH 29-10-2024AD نور یی ولوله
د ورځنې تحلیل د رسنیو رول او د مسلمانانو په هویت د هغوی اغېزې (شپږ پنځوسمه برخه)شنبه _19 _اکتوبر _2024AH 19-10-2024AD نور یی ولوله