لیکوال: محمد افغاني


اسلام په موناکو کې

د موناکو سلطنت د ۱۹۰۰ مربع کیلومتره مساحت سره د اروپا لویې وچې په سویل، د مدیترانې بحر په څنګ، د فرانسې او ایټالیا په سویل ختیځ کې موقعیت لري. دا هیواد د قمارخانو په هیواد مشهوره او پیژندل کیږي او نفوس یې په ۲۰۱۲ کال کې ۳۶۶۰۰ نفر وه.
په دغه کوچني هیواد کې شاوخوا سل مسلمانان ژوند کوي.
د دې کوچني هیواد مسلمانان یا کارګر دي چې هلته د مزدورۍ لپاره ځي یا سوداګر دي.
دا هیواد د فرانسې لخوا اداره کیږي.
موناکو له واتیکان وروسته د نړۍ تر ټولو کوچنی هیواد دی.
دا هیواد یو له هغو څو هیوادونو څخه دی چې له خپلو خلکو مالیه نه اخلي.
د موناکو هیواد د ۱۲۹۷ کال د جنوري په ۸ نیټه تاسیس شو. که څه هم موناکو د فرانسې سره (چې د اروپایي اتحادیې غړی دی) ګډه پوله لري، خو دغه هیواد د اروپایي اتحادیې غړی نه دی.
په دغه هیواد کې د موناکو اتباعو په پرتله ډېر بهرنيان ژوند کوي.
په حقیقت کې په نړۍ کې شاوخوا ۵۶۸ میلیونه وګړي او په ۳۹ هېوادونو کې په فرانسوي ژبه خبرې کوي، چې له دې جملې څخه ۱۹۰ میلیونه یې دغه ژبه د خپل دویمې ژبې په توګه غوره کړې او د دغو فرانسویانو له جملې څخه ۲۲۶ میلیونه مسلمانان دي.
لوګزامبورګ، موناکو، رئنیون، کاناډا، هایټي په اروپا او امریکا کې او الجزایر، مرکزي افریقا، برونډي، بورکینافاسو، بنین، توګو، تونس، جیبوتي، چاد، روانډا، ساحل عاج او نور په افریقا او آسیا کې هغه هیوادونه دي چې باید د مسلمانانو د شتون په اړه هلته ډېره پاملرنه وشي، چې په دې ټولګه کې موناکو هم شته.
په حقیقت کې مسلمانان په دې کوچني او لږ نفوسه هیواد کې ډېر محدود او په شمېر لږ دي. په هرصورت، دوی په ډېری قضیو کې رول لوبولی او په ځینو مسلو کې یې رول ډېر لوړ دی.
د مسلمانانو لویه برخه په سوداګرۍ او اقتصادي چارو بوخته ده، ځینې مسلمانان په دې خاوره کې د سوداګر په توګه فعالیت کوي او ځینې یې په مزدورۍ بوخت دي.
Leave A Reply

Exit mobile version