د اسلامي نړۍ د نامتو سیرت لیکونکي، مخکښ لیکوال، لوی عالم او دانشور، علامه حضرت شبلي نعماني ـ رحمه الله ـ د کتاب “مقالات شبلي” څخه چې د هغه د علمي مقالو ټولګه ده، په دې لیکنه کې د موضوع اړوند اقتباسات را اخلم.
مسلمانان دا مهال د ژوند له ضروریاتو او اولیه اړتیاوو د ترلاسه کولو او برابرولو سره په جګړه کې دي او خوا وشا ګاونډیان قومونه د تعلیم او ټیکنالوژۍ له امله په دې ډګر کې تر دوی یو څه وړاندې دي.
بناء که مسلمان قومونه نور هم له نړیوالو څخه د ټیکنالوژۍ په ډګر کې نور هم وروسته پاتې شي، نو دفعتا به د مسلمانانو هر ډول کورنی او ملي ژوند په ډیرو برخو کې د تباهۍ تر کچې ورسیږي.
که څه هم دا یو څرګند حقیقت دی، چې د ننۍ ټیکنالوژۍ د زده کړې لپاره په جوړ شوي عصري تعلیمي نظام کې زموږ دیني او ملي ځانګېړنو ته هیڅ ځای ندی ورکړل شوی او همدا لامل هم دی، چې زموږ هغه شاګرد، چې د دغه تعلیمي سېسټم څخه فارغ شوی وي؛ نو نه دیني زده کړې لري، نه له ملي تاریخ سره بلدتیا لري، نه د اسلامي اصولو او اخلاقي مسائلو په اړه کومه پوهه لري.
خو مګر! له دې ټولو حقیقتونو سره ـ سره دا هم واضح حقیقت دی، چې موږ د دغه تعلیمي نظام څخه د فارغ شویو خلکو څخه دیني خدمتونه نه اخلو، یعنې امامات، خطبات، افتاء .. بلکې د دوی نه موخه دا ده، چې د ټیکنالوژۍ په برخه کې د مسلمه امت کمښتونه پوره کړي، داسې څه جوړ او را منځته کړي، چې مسلمان قومونه د ژوند د اسانتیاوو او اړتیاوو پوره کولو لپاره د خپل ژوند سره په اخته جنګ نه خلاص کړي. البته د عصري زده کړو د دغه شاګردانو د دیني کمښتونو د پوره کولو لپاره بایده دي، چې هغوی خپله هڅه وکړي او د اسلامي مسائلو او اسلامي تاریخ سره چې څومره لازمه ده اشنایي پیدا کړي.
بناء د دې اشنایۍ لپاره ترټولو زیات هغه څه چې اړین دي، هغه د دیني کتابونو لنډه؛ خو جامعه او مانعه لړۍ ده، چې د ابتدائیه، متوسطه ښوونځي څخه تر لیسې دورې پورې مناسب کتابونه په کې ځای په ځای شي. په دې برخه کې باید درې ډوله کتابونه وي: فقه، عقاید، د اسلام تاریخ، نو په دې توګه به شاګردان داسې جوړ او اصلاح شي، چې دیني برخه کې به یې دیني ضروريات زده وي او کوم د اندیښنې وړ کمښت به نلري، په عصري برخه به یې د مسلمانانو د هوساینې او پرمختګ لپاره د وخت اړتیاووې او سرچینې پیدا کړې وي او مسلمانان به یې د ژوند له جنګ نه خلاص وي.
دا خبره ما څو ځله مخکې هم کړې ده، اوس یې بیا وایم، زموږ لپاره نه یوازې د انګلیسي اداراتو زده کړه کفايت کوي او نه یوازې د پخوانیو عربي مدرسو زده کړه؛ بلکې زموږ د درد درملنه داسې “معجون مرکب” کې نغښتې ده، چې یوه برخه یې شرقي علوم او بله برخه یې غربي علوم وي.
دیني علومو کې د عالم او فاضل تر کچې رسیدو وروسته اړینه ده، چې د دوو کلونو لپاره یوازې انګلیسي ژبه زده کړي او داسې یې زده کړي، چې په انګلیسي ژبه د لیکلو او ویلو ملکه په کې پیدا شي او داسې علماء موږ ولرو، چې په لودیځه کې شوي ساینسي تحقیقات د دیني علومو چوکاټ کې داخل کړي او په انګلیسي ژبه لودیځوالو ته اسلامي عقاید او مسایل ور ورسوي او د هغوی په مجالسو کې د هغوی په ژبه ور وغګیږي.