په دې لیکنې کې موږ له مختلفو مأخذونو څخه په استفادې د سعید بن جبیر او حجاج بن یوسف ترمنځ مناظره را ټوله کړې ده، چې تاریخونه یې د حق او باطل ترمنځ قوي مناظره په نوم ثبتوي او ډیر څه په کې دي.
حجاج بن یوسف اراده وکړه، چې سعید ابن جبیر په دار کړي، هغه مبارك د ده مخ ته کیناستلو او د دوی ترمنځ مناظره په لاندې توګه پیل شوه:
حجاج: نوم د څه دی؟
سعید: سعید بن جبیر.
حجاج: بلکې ته شقي بن کسیر (بدبخته) يې.
سعید: بلکي زه سعید بن جبیر یم.
حجاج: بلکي ته شقي بن کسیر يې
سعید: مور مې په دې نوم تر تا ښه پوهیدله.
حجاج: په خدای قسم! زه به تا وژنم.
سعید: بیا خو زه سعید (نیکبخت) یم، لکه څنګه چې زما مور ماته ویلي.
حجاج: ته بدبخته یې او ستا مور بدبخته ده.
سعید: غیب نورو ته معلومیږي (ته په غیب باندې نه پوهیږي).
حجاج: اور ته به دې واچوم.
سعید: که دا کارونه ستا په لاس کې وی، نو ما به ته په خدایی نیولی وی.
حجاج: د محمد په اړه څه وایي؟
سعید: د رحمت پیغمبر، د هدایت امام، له پاتې او تېر شوو ټولو څخه غوره پیغمبر.
حجاج: د علي ابن ابي طالب په اړه څه وايې؟ آیا هغه جنتي دی او که دوزخي؟
سعید: که زه ور داخل شوم؛ نو هغه به ووینم او وبه یې پیژنم چې څنګه دی.
حجاج: د خليفه ګانو په اړه څه وايي؟
سعید: څه په هغوی خو وکیل نه یم مقرر شوی.
حجاج: په دوی کې کوم یو ستا ډیر خوښیږي؟
سعید: زما خالق ته، چې خوښ وي.
حجاج: کوم یو یې د خالق خوښ دی؟
سعید: دا زما هغه رب ته معلومیږي، چې د دوی په پټو او ښکاره ټولو رازونو باندې خبر دی.
حجاج: ته په ما باور نه کوي، ولي؟
سعيد: نه مې خوښېده، چې تاته دروغ ووايم.
حجاج: ته د معاویه په اړه څه وایې؟
سعید: د دې ملت له اداره کولو او د دوی د اعمالو له تمیز څخه مې ځان ساتلی دی.
حجاج: زما په اړه څه وایې؟
سعيد: ته په خپله، پخپل ځان ښه پوهيږې.
حجاج: ستا په علم زه څنګه یم؟
سعید: خفه به د کړي، خوشال به نشي.
حجاج: ستا په علم زه څنګه یم؟
سعید: بښنه غواړم!
حجاج: خدای د ما ونه بښي، که زه تاته بښنه وکړم.
سعید: زه پوهیږم، چې ته د الله تعالی له کتاب نه سرغړاوی کوي، په کوم څه چې غواړې، چې عزت ترلاسه کړې، نو هغه تا له منځه وړي او سبا به یې ځواب ووایې.
حجاج: زه له تا څخه خدای ته ډیر محبوب یم.
سعید: هیڅوک دې په خپل رب باندې دومره تیز نه ورځي، ترڅو چې د هغه په نزد یې خپل مقام او حیثیت نه وي ورته معلوم شوی، او یوازې الله په غیبو پوهیږي.
حجاج: زه څنګه خپل رب ته نږدې نه یم، حال دا چې زه د جماعت له امام سره یم او ته د تفرقې او فتنې له امام سره یې!؟
سعید: نه زه له جماعت نه بهر یم او نه هم په جګړو راضي یم.
حجاج: قسم په خدای! چې زه به تا داسې ووژنم، چې نه مې له تا نه مخکې څوک داسې وژلی وي او نه به له تا وروسته بل څوک داسې ووژنم.
سعید: ته به زما دنیا را خرابه کړي او زه به ستا اخرت در خراب کړم.
حجاج: ولې نه خاندې؟
سعید: له خټو څخه پیدا شوی مخلوق به څنګه وخاندي او کله چې بیا خټه په اور سوځي هم؟!
حجاج: ولې باید وخاندو؟
سعید: زړونه برابر نه دي.
حجاج: دا څه چې موږ د امیر المؤمنین لپاره را ټولوو؛ تاسو یې څنګه ګڼئ؟
سعید: ما نه دي لیدلي.
بیا حجاج د سعید بن جبیر ته د یاقوت، زبرجد او ملغلرو ورکولو امر وکړ.
سعید: که دا شیان د قیامت د ورځې له وحشت څخه د ځان خلاصونې لپاره راټول کړي وي، نو دا ښه خبره ده، که نه نو داسې یوه وحشتناکه ورځ ده، چې شیدې ورکوونکې مور به خپل تی رودونکی ماشوم له غږې وغورځوي، د دنیا لپاره چې چیشی هم را ټول شي، خیر نلري، مګر هغه څه چې ښه او پاک وي (قیامت ګټه په کې وي).
حجاج: افسوس ستا په حال سعیده!؟
سعید: هلاکت د هغه کسانو لپاره دی، چې جنت څخه تیریږي او دوزخ ته ننوځي.
حجاج: یو ځان ته وټاکه، چې زه د په هماغه رقم ووژنم.
سعید: ای حجاجه! ځان لپاره یې انتخاب کړه، په خدای قسم! ما چې په کوم ډول ووژنې، نو خدای به تا په اخرت کې په هماغه ډول وژني.
حجاج: ایا ته غواړې چې زه تاته بښنه وکړم؟
سعید: که بښنه وي، نو د خدای ـ جل جلاله ـ له لوري ده او ته چې یې هیڅ ګناه یا عذر نلري.
حجاج: دا بوځئ او هلته یې ووژنئ!
کله چې هغه له دروازې بهر شو، نو ویې وخندل، په دې خبره حجاج خبر شو، نو د بیرته را وستلو امر یې وکړ، راوستل شو، حجاج ورته وویل: څه شي ته د وخندل؟!
سعید: زه د خدای ـ جل جلاله ـ په وړاندې ستاسو زړورتیا او بیا ستاسو په اړه د خدای ـ جل جلاله ـ صبر ته حیران شوم، دې ته مې وخندل.
حجاج: په چاړه یې د وژنې امر ورکړ.
سعید: ما خپل مخ هغه ذات ته وګرځاوه، چا چې دا اسمانونه او ځمکې پیدا کړي دي، سم او مطیع او زه له مشرکانو څخه نه یم.
حجاج: د هغه مخ له قبلې بل لوري ته واړوئ!
سعید: فاینما تولو فثم وجه الله.
حجاج: پړ مخ يې څملوئ.
سعید: له همدې څخه مو پیدا کړي یاست، هماغه ته مو بیرته راګرځوو او یوځل بیا به مو له هغه څخه را وباسوو.
حجاج: حلال یې کړئ.
سعيد: زه شاهدي ورکوم او دا استدلال کوم چې له الله پرته بل معبود نشته، له هغه سره په هيڅ څه کې هیڅ شريک نشته او محمد د هغه بنده او رسول دى. واخله ترڅو چې د قيامت په ورځ له ما سره مخامخ شې. بیا یې دعا وکړه: ای خدایه! دا توان مه ورکوه، چې له ما وروسته د نور څوک ووژني.
حجاج له دې نه وروسته ډېر ژوندی پاتې نشو او دا به یې په چیغو ویل: ما د سعید ابن جبیر سره څه و، کله چې زه ویده کیږم، نو هغه ما تر پښو نیسي/ چې مړ شم؛ نو ما به ونیسي.