د رسول الله صلی الله علیه وسلم احادیث په دې برخه کې د تواترحد ته رسیدلي دي. دا حدیثونه په دې دلالت کوي چې الله تعالی به یوه ډله له جهنم څخه راوباسي وروسته له دې چې په انګارو بدله شوي او همدا حدیث په دې تاکید کوي چې ګناهګار مؤمن به د تل لپاره په دوزخ کې پاتې نشي. له دې روايتونو څخه څرګندېږي چې د مؤمنانو په عذاب کې به وقفه وي او دايمي نه وي. له دې حدیثونو څخه یو هم د ابوذر رضي الله عنه روایت دی، چې فرمايې: زه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغلم، سپین کالي یې اغوستي وو او ویده وو، بیا چې زه هغه ته راغلم نو ویښ شوی وو او ویې فرمايل: هيڅ بنده نشته چې لا اله الا الله ووايي وروسته له دې چې په همدې حالت کې مړ شي، مګر دا چې جنت ته ننوځي. ما وویل: که څه هم زنا او غلا وکړي؟ ويې فرمايل: که څه هم زنا او غلا وکړي. ما بیا وویل: که څه هم زنا وکړي او د غلا مرتکب شي ؟ ويې فرمايل: که څه هم زنا وکړي او دغلا مرتکب شي. ما بیا وپوښتل: که څه هم زنا او غلا کړي وي، هغه وویل: که څه هم زنا وکړي او او غلا وکړي د ابوذر د ارادې خلاف وي»، په همدې خاطر کله چې حضرت ابوذر رضي الله عنه دا حدیث بياناوه، هغه به ويل: د ابوذر د غوښتنې او ارادې خلاف.
په یوه حدیث کې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «د چا په زړه کې د ذرې ذره ایمان وي هغه به له دوزخ څخه ووځي.»
د رسول الله صلی الله علیه وسلم د شفاعت د ثبوت په هکله اجماع: د رسول الله صلی الله علیه وسلم د شفاعت د ثبوت په هکله روايات د تواتر حد ته رسیدلي دي. شفاعت له قرآن، سنت او اجماع څخه ثابت دی.
علامه تفتازاني رحمه الله فرمايي: «د (قرآن او سنتو) نص او د امت اجماع د شفاعت په ثبوت دلالت کوي.»
عقلي دلایل
د فقهي دلايلو پر استدلال سربېره، اهل سنتو څو عقلي دلايل لري، چې د کبيره ګناه مرتکب د بښنې او په اور کې د هغه د نه همشيه والې د جواز په اړه د هغوى نظر تاييدوي:
مجازات د الله تعالی حق دی، هغه کولای شي چې په بشپړه توګه یې پلي کړي او یا یې معاف کړي، په دې کې هیڅ ستونزه نشته، په ځانګړې توګه دا چې، معتزله وايي هغه څوک چې وړه ګناه یې کړې وي، د سزا وړ نه دی. له توبې وروسته د لویې ګناه مرتکب، نو په یو حالت پاتې شو، هغه له توبې مخکې لوی ګناهونه او لکه چې مخکې مو وویل، سزا د الله سبحانه وتعالی حق دی، هغه کولی شي هغه پلی کړي یا یې معاف کړي.
که فرض کړو چې حسن او قبح عقلي دي، نو بیا د همدې قاعدې له مخې، – نو د هیڅ عاقل انسان عقل دا بد نه ګڼي چې خدای پاک ګناهګار ته اجر ورکړي؛ بلکي د هغه عقل ښه او غوره ګڼي، نو که څوک سل کاله په ايمان او صالحو عملونو پايبند وي او په هماغه موده يا وروسته کې د شرابو د غړپ څښلو په اندازه کوچني جرم وکړي، دا د حکيم لپاره مناسب نه ده چې هغه ته د ابد لپاره عذاب ور کړي، که دا ظلم نه وي نو دا ظلم نه دی او که یو عمل د غندنې وړ نه وي نو بیا غندنه نه ده.