لیکوال: اسماعیل ساراني
علماء او واکمنان (دریمه برخه)
سپېڅلي شريعت ته د حاکم د تسلميدو یوه بېلګه
د موصل خلکو د ابوجعفر منصور پر ضد بغاوت وکړ، منصور لا دمخه له دوی سره شرط ايښی وو، که دوی داسې وکړي، د دوی وینه به د هغه لپاره حلال وي. له بغاوت وروسته، منصور فقهاء راغونډ کړل چې په هغو کې امام ابو حنیفه رحمه الله هم شامل وو. منصور خبرې پیل کړې او ویې ویل: ایا دا سمه نه ده چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «مؤمنان خپلې ژمنې او شرطونه پوره کوي.» د موصل خلکو له ما سره دا شرط کړی چې بغاوت نه کوي، نو د دوی وینه زما لپاره حلال شوه. له حاضرو کسانو څخه یوه سړي وویل: ستا حکم د منلو وړ دی. که تاسو بخښنه کوئ، تاسو یې اختيارلرئ، او که تاسو دوی ته سزا ورکوئ، دوی د دې مستحق دي. منصور امام ابو حنیفه رحمه الله ته وویل: اې شيخه په دې اړه څه وايې؟ ایا زه د خلافت وړ نه یم او زموږ خلافت د امن کور نه دی؟ امام ابو حنیفه رحمه الله ځواب ورکړ: دوی یو شرط یاد کړ چې دوی یې مالکيت نه لري، او هغه هم “د دوی د وینې حلال لول.” او تا په هغوی باندې دا شرط تحميل کړی دی چې ته دا حق نه لري، ځکه د مسلمان وینه له دریو شیانو پرته نه حلالیږي “د رسول الله صلی الله علیه وسلم حدیث ته اشاره وکړه، چې فرمایي: د مسلمان وينه له دريو دلايلو پرته نه حلاليږي: ۱- زناکار چې واده کړی وي. 2قتل د قتل په مقابل کې ؛ 3. ګمراه او د مسلمانانو له جماعت څخه جلا کېدل.
او که تاسي هغوی مواخذه کوئ، دا روا نه ده. بیا منصور امر وکړ چې له هغوی څخه پورته شي، کله چې ټول خواره شول، امام ابوحنیفه رحمه الله راوغوښتل شو او په خلوت کې يې وويل: اې شيخه، صحيح قول هغه وو،چې تا وويل، اوس بېرته هغه ښار ته لاړ شه چې ته اوسېږې. منصور ځکه د سپېڅلي شريعت حکم چې امام ابوحنيفه رح هغه ته وویلي وو، د ناحقه وینو تویولو مخه یې ونیوله.[1]
له حاکمانو سره د مخامخ کېدل او د هغوی په مجلسونو کې د ګډون په اړه د سلف صالح د علماوو نظرونه او رایه د حاکمانو د حالاتو په نظر کې نيول دې. كه حاکم عادل او په اسلامي شريعت ولاړ وي؛ نو هغه به يې هڅوی او که به یې ظلم کاوه، د هغه مخه به یې نيول.
اوس پوښتنه دا راپیدا کیږي: چې حاکمانو ته د علماوو تګ او راتګ څنګه دی؟
که حاکم عادل او د اسلامي نظام د پلي کولو لپاره لیواله وي او د خدای د دین حدود او احکام پلي کړي، د علماوو ترمنځ د همکارۍ او غونډو په جواز کې اختلاف نشته. لکه څنګه چې الله جل جلاله هم د دې کار امر کړی دی: «وَ تَعاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَ التَّقْوى»؛ “د نیکۍ او تقوا په لاره کې یو له بل سره ملاتړ او مرسته وکړئ”.[2]
خو د هغو واکمنانو په اړه چې ظالمان دي او يا په ټوليز ډول د اسلامي احکامو مخالفت کوي، خو په عين حال کې ادعا کوي چې په اسلام ايمان لري او ډېر وختونه د مسلمانانو سره په عبادت کې برخه اخلي. دا ډله علامه غزالي رحمه الله په دریو کټګوریو ویشلي دي:
لومړی حالت: د سپېڅلي شريعت له مخې د علماوو لپاره داسې حاکمانو ته ورتلل منع دي او په احاديثو کې يې غندنه شوې ده. حضور صلی الله علیه وسلم فرمايي: څوک چې د ظالمو واکمنانو په وړاندې وجنګيږي هغه به نجات ومومي، څوک چې له دوی څخه ځان ګوښه کړي روغ شوي یا د رغیدو په حال کې دي او څوک چې له دوی سره ګډ ژوند او همکاري وکړي د دوی په دنیا کې شریک دي نو هغه هم له دوی څخه دی.”
دوهم حالت: که سلطان پخپله د عالم ملاقات ته لاړ شي نو په عالم باندې واجب ده چې هغه ته نصیحت وکړي او د اصلاح او مصلحت طریقه ورته بیان کړي.
دریم حالت: دا چې عالم له حاکم څخه ځان ليری کړي او هغه ونه ویني او حاکم هم د هغه د لیدو په لټه کې نه وي؛ بې له شکه چې د ظالم واکمن ژوندي پاتې کېدل نه خوښېږي او نه يې بايد ستاينه وکړي.
ادامه لري…
[1]. المناقب ابن جوزي، ۲ ټوک، ۱۷ مخ.
[2]. سوره مائده، آیت: ۲.