د حضرتعبداللهبنزبیررضياللهعنه ژوندلیک او کارنامې (درېمه برخه)
دعبداللهنوماولقب
نوم يې عبدالله او لقب یې ابوبکر ورکړ او خپل نيکه حضرت ابوبکر صدیق رضي الله عنه یې په غوږ کې اذان ووېل.
دماشومتوبد دورې حالات
له ماشومتوب څخه د عبدالله بن زبیر رضی الله عنه په شخصیت کې د هوښيارۍ او غوره والي نښې نښانې او ځانګړتیاوې څرګندې وې. لومړۍ کلمه او خبره چې هغه په ماشومتوب کې په ژبه واخیسته “السیف، السیف “؛ (توره، توره) وه ؛ پلار یې وویل:« په خدای قسم چې یوه ورځ به تا په توره ووژني.»
امام ذهبي رحمه الله لیکي چې عبدالله په ماشومتوب کې له خپلو ملګرو سره لوبې کولې چې یو څوک راغی او چیغې یې پرې ووهلې؛ له عبدالله پرته ټول له وېرې وتښتېدل؛ هغه سمدستي ماشومان راوغوښتل او ويې ويل: «راشئ راټول شئ، زه به ستاسو مشر شم او موږ به ورسره وجنګيږو.»
دعبداللهابنزبیررضی الله د صحابي توب ثبوت
عبدالله د اسلام د پېغمبر صلی الله علیه وسلم د مبارک ژوند ۸ کاله او ۴ میاشتې درک کړې. هغه به تل له خپلې ترور عایشې صدیقې رضی الله عنها سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم کورته تګ او راتګ کاوه او په دې توګه د نبوت او صدیق اکبر رضی الله عنه په کور کې لوی او وروزل شو. په اووه یا اته کلنۍ کې یې پلار هغه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د بیعت لپاره راوست؛ کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه ولید، نو مسکی شو او له هغه څخه یې بیعت واخیست.
عبداللهبنزبیردصالحوخلفاووپهدورهکې
د نبوت پر مهال عبدالله له خپل پلار زبیر سره د احزاب د غزوې او د مکې د فتحې شاهد و. د ابوبکر صدیق او عمر فاروق رضی الله عنهما په زمانه کې په لس کلنۍ کې له خپل پلار سره د یرموک جګړې ته ولاړ او د ټپیانو په درملنه کې یې مرسته وکړه.
که څه هم هغه په مستقیم ډول په جګړه کې برخه نه درلوده، خو هغه د جګړې له سختیو، د تورو له اورونو او د خدای لپاره د ژوند له قربانۍ سره آشنا شو؛ دې تجربې د هغه په زړورتیا او جګړه ییزو مهارتونو کې د پام وړ اغیزه درلوده.
د عبدالله بن زبیر د ځوانۍ او ځواک لوړوالی د عثمان رضی الله عنه د خلافت پر مهال و. په دې موده کې هغه يو پياوړی، تکړه او زړور ځوان و او په ډېرو چارو کې يې فعاله او اغېزمنه ونډه درلوده. هغه یو له هغو کسانو څخه وو چې د درېم خلیفه حضرت عثمان بن عفان رضی الله عنه لخوا د زید بن ثابت رضی الله عنه سره د مصحف د راټولولو دنده ورسپارل شوې وه.
په ۲۷ هجري قمري کال کي عبدالله بن زبير د عبدالله بن سعد بن ابي السرح سره د افريقا په جهاد کي ګډون وکړ. د افریقا پادشاه جرجیر رومي له دوه سوه زره نارینه وو سره میدان ته راغلی و، او په مقابل کې یې مسلمانان شل زره نارینه وو. په دې جګړه کې عبدالله له یوې ډلې سره د دښمن د لښکر پر زړه حمله وکړه او په جرجیر یې مستقیم برید وکړ، سر یې ترې پرې کړ او په سینه یې کېښود او تکبیر یې ووېل؛ په دې توګه د هغه په ځيرکتیا او مناسبو تکتیکونو سره د روم لښکر مات شو او د افریقا د فتحې له ښه خبر سره مدینې ته راستانه شول.
دا د جګړې لومړی ډګر و چې عبدالله بن زبیر رضی الله عنه یې مشهور کړ. په ۳۰ هجري قمري کال کې یې د طبرستان په جګړه کې یې هم برخه واخیسته او په زړورتیا یې خپله توره د الله تعالی د کلمې د لوړولو لپاره وکاروله.