Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»په معاصره نړۍ کې د دعوت اړتیا او طریقه (اوومه برخه)
اسلام یکشنبه _11 _اگست _2024AH 11-8-2024AD

په معاصره نړۍ کې د دعوت اړتیا او طریقه (اوومه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp

لیکوال: شکران احمدي


په معاصره نړۍ کې د دعوت اړتیا او طریقه (اوومه برخه)

تساهل یا عملي حکمت د دعوت اساس
له خلکو سره په خبرو اترو کې باید له عملي حکمت څخه کار واخیستل شي. او د هغو د پوهې او درک په کچه خبرې وسي. دعوت کوونکی (داعي) باید خلک وپېژني او د هغو له فکري او کاري شرایطو سره آشنا وي. همدارنګه، هغه باید د وخت پابند او ارواپوه وي او د بلنې ځای په ښه توګه په پام کې ونیسي. که داعي بېځایه حرکت وکړي،  او وخت او د خلکو مقام ته پوره پام ونه کړي او د خلکو په ژبه له هغوی سره خبرې ونه کړي، منفي اغیزې لري. قرآن عظیم الشان فرمايي: «وَمَا أَرْسَلْنَا مِنْ رَسُولٍ إِلَّا بِلِسَانِ قَوْمِهِ لِيُبَيِّنَ لَهُمْ.»
پیغمبرانو د خلکو په ژبه خبرې کولې، د ژبې معنی یوازې کلمې، الفاظ او عبارات نه دي؛ بلکي مطلب د بيان طریقه، د خبرو کولو اسلوب او د پوهولو او لارښونې هغه طريقه ده چې د تبليغ په وخت کې يې هغه ته پام کوله کیږي. کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم معاذ بن جبل او ابو موسی اشعري رضي الله عنهما یمن ته ولېږل، نو امر یې وکړ چې «یسرا و لا تعسّراً و بشرا و لا تنفِّرا»؛ ترجمه: « آسانۍ کوئ، سختي مه کوئ، زېری ورکوئ او خلکو ته نفرت مه ورکوئ (مه شړئ).
نو ځکه بايد په دعوت کې فضيلتونه زيات ذکر شي او ترغيب او تشويق څخه کار واخیستل شي چې په عمومي ډول د انسان مزاج او طبيعت ورسره آشنا دی او ډېر ژر ورته متوجه کیږي او د وعید او اخطار بیانول په دويم پړاو کې دی.
یو کوچی سړی مسجد النبی ته ننوت او د مسجد په یوه کونج کې یې بولي وکړې. د رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه کرامو د هغه د مخنیوي هڅه وکړه، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: « دعوه و أریقوا على بوله سجلاً من ماء أو ذنوباً من ماء فانما بعثتم میسرین و لم تبعثوا معسرین»؛ ژباړه: «پریږدئ چې خپل بولي وکړي، بیا یو سطل اوبه پر واچوئ او پاک یې کړئ، یقینا الله جل جلاله تاسو رالیږلي یاست چې اساني وکړئ، نه سختۍ.»
د رسول الله صلی الله علیه وسلم جومات په شګو او ریگونو پوښ شوی و او دا سړی هم حتمي نوی مسلمان و او له اسلامي اخلاقو سره سم بلد نه و. که څه هم هغه د ادب سره مخالف کار وکړ، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل ملګرو ته ښوونه وکړه چې دغه غوندې خلکو سره څنګه چلند وکړي، بیا یې هغه کوچي ته په نرمۍ سره وفرمایل: «ای وروره! جوماتونه د دې مقصد لپاره نه دي جوړ شوي، د جوماتونو د جوړولو هدف د رب العالمین عبادت دی.»
نو دواړو (امت او کوچې) ته يې ور زده کړل چې له يو بل سره څه ډول چلند وکړي، خپل امت ته يې ور زده کړل چې په راتلونکي کې له ورته ستونزو سره څنګه مخامخ شي.
یو ځوان پیغمبر ته راغی او ویې ویل: زه غواړم مسلمان شم. مګر نشم کولی د زنا څخه لاس واخلم! زما اسلام قبول دی که نه؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ایا ته مور لرې؟ هغه وویل: هو. ویې فرمایل: ایا ته غواړې چې ستا له مور سره زنا وشي؟ ويې ويل: نه! بيا يې وپوښتل: ته خور لرې؟ هغه وویل: هو. هغه وفرمایل: ایا ته غواړې چې ستا له خور سره زنا وشي؟ ويې ويل: نه! بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: نور خلک هم له خپلې مور، خور او ناموس سره زنا نه خوښوي. بیا یې خپل مبارک لاس د هغه په ​​سینه کښېښود. هغه ځوان وايي چې له هغه وروسته د زنا فکر او مینه د تل لپاره زما له ذهن څخه لاړ.
امام سيد ابوالحسن ندوي رحمه الله وایي: دا بايد هېر نه کړو چې د تساهل، حکمت، مصلحت او د استعدادونو او صلاحیتونو په پام کې نيول په تعليم او تربیه او جزیي مسایلو کې دي. او انبياء عليهم السلام په هر وخت کې د ديني مسايلو او عقیدتې اصولو  په هکله له غرونو او فولاد څخه هم سخت وو او په هيڅ صورت کې يې ځان ته د نرمښت اجازه نه ورکوله.
د آخرت ژوند ته بلنه
د دعوت تر ټولو مهم اصل دا دی چې آخرت ته خلک پام وکړي او د هغه دنیا د خوشالۍ په لټه کې اوسي او کله کله د دعوت اصلي محور د آخرت د فکر جوړول دي. آخرت باید د بلونکو هدف وي. البته انبیاء علیهم السلام د آخرت فکر د اخلاق او اصلاح اړتیا او عامل نه ګڼي، بلکې په آخرت باندې ایمان درلودل یقین پخوي او بیا داخلي افکار او احساسات اغېزمن کوي.
د آخرت په اړه باید په ځانګړې لیوالتیا او شوق سره خبرې وکړو او په حماسې سره خلک هغه ته راوبولو. یو له هغه عواملو څخه چې د مخلوق او خالق تر منځ اړیکه ښه کوي همدغه انګیزه ده. بې له شکه د قرآن کریم او د رسول الله صلی الله علیه وسلم احادیثو ته اشاره کول او د قرآن کریم له کیسو او له احادیثو څخه په استفادې سره د دعوت په رسولو کې مخاطبینو ته مهم رول لوبولی شي. او دغه کار په بشپړه توګه ټول شکونه لرې کوي، مقابل لوری قانع کوي، او هغه ته هیله وربخښي.
ادامه لري…
Previous Articleد مؤمنانو د سیالۍ او رقابت ډګر کوم دی (لومړۍ برخه)
Next Article د حضرت عبدالله بن زبیر رضي‌الله‌عنه ژوندلیک او کارنامې (درېمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه (دېرشمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD
نور یی ولوله
اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته کتنه (نهه‌ويشتمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD
نور یی ولوله
اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته يوه کتنه (اته ویشمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (پنځه ویشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD0 Views

لیکوال: ابو رائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول پنځه ویشتمه…

نور یی ولوله
فتنې

کرامیه ډله «فرقه» (درېیمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD0 Views

لیکوال: ابوعائشه کرامیه ډله «فرقه» درېیمه برخه مقدمه: مخکې تر دې چې د کرامیه فرقې…

نور یی ولوله
کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (اتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD3 Views

لیکوال: م. فراهي توجگي د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه اتمه برخه  …

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (څلوروېشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD4 Views

لیکوال: ابورائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول څلوروېشتمه برخه په…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (پنځه ویشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD

کرامیه ډله «فرقه» (درېیمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.