لیکوال: م. فراهي توجګي
د رسنیو رول او د مسلمانانو په هویت د هغې اغېزې (پنځه دیرشمه برخه)
اسلامي نړۍ او رسنۍ
کوم بحث چې په دقت سره په تېره لیکنه کې وشو، په چاپي بڼه کې د رسنیو د راڅرګندېدو او رامنځته کېدو پړاوونه او داسې نور د لوېدیځو رسنیو د مقابلې او غبرګون په اړه و. په دې لیکنه کې به موږ د هغه د تصاعدي پرمختګ او د ودي څرنګوالي سپړنه وکړو.
په اسلامي نړۍ کې د عصري ډله ييزو رسنيو چټکه وده په لومړي سر کې د مطبوعاتو په توليد او وېش کې د دولت له مداخلې سره او په دويمه درجه کې د ديني او سيکولر مشرانو د نفوذ سره ترسره شو، او هغه کسانو چې مطبوعات یې د سیاسي او اجتماعي اصلاحاتو لپاره کارول، په رسنیو کې یې نوي بدلونونه رامنځته کړل؛ ځکه د نولسمې پېړۍ په وروستیو دوو لسیزو کې په اسلامي نړۍ کې د مطبوعاتو دوه ډولونه او بڼې راڅرګندې شوې او فعالې وې:
-
مطبوعات چې مشري یې د لویدیځ د تعلیم یافته ممتازو کسانو په لاس کې و، او د نوې اروپا د سیکولاریزم، لیبرالیزم او ملتپالني افکارو تبلیغ یې کاوه؛
-
داسې مطبوعات چې مخکښان یې مذهبي مشران او اسلامي اصلاح غوښتونکي لکه رشیدرضا او سید جمال الدین افغاني وو چې په ټول منځني ختیځ، اسیا او شمالي افریقا کې یې د یوې متحدې اسلامي ټولنې لپاره تبلیغات کول. د سيد جمال الدين نفوذ په ډېرو اسلامي هېوادونو په تېره بيا مصر کې ډېر و. هغه او پلويانو يې د مشهورې “العروة الوثقي” مجلې په ګډون ګڼې ورځپاڼې خپرې کړې، چې په ډېرو اسلامي هېوادونو کې وېشل کېدې. د شلمې پیړۍ له پیل سره په سوریه، عراق، فلسطین، منځنۍ اسیا او هند کې د ژورنالیزم او عصري ارتباطي رسنیو نوې وسیلې پیل شوې.