لیکوال: محمد عاصم اسماعیلزهي
تصوف او عرفان (لسمه برخه)
د تصوف او عرفان طبقات له دوهمې پېړۍ څخه تر لسمې هجري پېړۍ پورې
اتمه پیړۍ
علاء الدوله سمناني: په لومړي سر کې یې په دیوانخانه کې کار کاوه، خو وروسته یې دا دنده پرېښوده او د تصوف او دیني افکارو ته یې مخه کړه. خپله ټوله شتمني يې د خداى په لار کې مصرف کړه او په بېلابېلو برخو کې يې ډېر کتابونه وليکل. هغه د تصوف په برخه کې ځینې نظرونه درلودل، چې د هغه په مهمو آثارو کې څرګند شوي دي. په (۷۳۶ هجري) کې وفات شو. مشهور شاعر خواجوي کرماني د ده له شاګردانو څخه و چې په توصیف کې یې وایي:
هر کو به ره علــی عمرانی شـــد چون خضر به سرچشمۀ حیوانی شد
از وسوسۀ عادت شیطان وارست مـــانند عــــلاءالدوله سمــنانی شد
عبدالرزاق کاشاني: هغه د دې پېړۍ له مشهورو عارفانو څخه دی. هغه د محی الدین «فصوص» او د خواجه عبدالله انصاري «منازل السائرین» مشهور کتابونه شرح کړي دي. د عبد الرزاق کاشاني او علاء الدوله سمناني تر منځ د تصوف د نظریاتي مسلو په اړه چې محی الدین بیان کړي دي، بحثونه او اختلافونه شتون لري. دی په ۷۳۵ هجري کې وفات شو.
خواجه حافظ شيرازي: حافظ سره له دې چې نړیوال شهرت لري، خو تاریخ یې روښانه نه دی، خو دا یقیني ده چې هغه یو عالم، عارف، حافظ او د قرآن کریم مفسر و. چې په وار وار دغه مطلب ته اشاره کوي:
ندیدم خوشتر از شـــــعر تو حــــــــافظ به قرآنی که اندر سینه داری
عشقت رِسَد به فریاد ار خود به سانِ حافظ قرآن ز بَر بخوانی در چاردَه روای
که څه هم هغه په خپلو شعرونو کې د پیر طریقت او مرشد خبره کړې ده، خو معلومه نه ده چې د هغه مرشد څوک وو. د حافظ شعرونه د تصوف په اوج کې دي او ډېر لږ خلک د ده تصوف درک کولای شي. له حافظ وروسته ټول عارفان اعتراف کوي چې هغه د عرفان مقامونو تېر کړي دي. ځینو مشرانو د حافظ په ځینو بیتونو باندي شرحي لیکلي دي؛ د بېلګې په توګه جلال الدین دواني چې د نهمې پېړۍ مشهور فیلسوف دی، د لاندې بیت په شرحه کې یوه رساله لیکلې ده:
پیر ما گفت خطا بر قلم صنع نرفت آفرین بر نظر پاک خطا پوشش باد
حافظ په ۷۹۱ هجري کې وفات شوی دی.
شیخ محمود شبستري: هغه د «ګلشن راز» مشهور عرفاني کتاب لیکوال دی، چې خپل نوم یې د هغه په وسیله ژوندی ساتلی دی. پر هغه باندي ډیري شرحي ليکل شوې دي او ښايي تر ټولو غوره شرحه د شيخ محمد لاهيجي شرحه وي چې موجود ده.
شبستري په ۷۲۰ هجري کال وفات شو.