لیکوال: ابو عرفان
امر بالمعروف او نهی عن المنکر (څلورمه برخه)
د امر بالمعروف او نهی عن المنکر تعریف
که په عموم کې وغواړو چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر لپاره جامع او بشپړ تعریف وړاندې کړو، نو باید ځینې مختلف اندونه ذکر کړو؛ د مثال په توګه:
ځينې خلک په دې اند دي چې عقل د حُسن (ښه والي) او قُبح (بدوالي) فرق دی، په داسې حال کې چې اهل سنت او جماعت په دې اند دي چې شريعت د حُسن او قُبح حد ټاکي، البته په هغه صفاتو کې چې په کمال او نيمګړتيا پورې اړه لري.
قاضي عبدالجبار چې د معتزله و له مشرانو څخه دی د امر بالمعروف په تعريف کې وايي: “هر هغه عمل ته ويل کېږي چې عمل کوونکي يې ښه والی بیان کړي، یا پرې پوه شي او يا ورته لارښوونه کوي.” او د نهی عن المنکر په تعريف کې وایي: “هر هغه عمل ته ويل کېږي چې عمل کوونکي يې بدوالی بیان کړي، یا پرې پوه شي او يا ورته لارښوونه کوي.”
شیخ جرجاني رحمه الله چې د اشعريانو له متاخرو عالمانو څخه دی، په یوه مشهور تعریف کې وايي: «هو کل ما یحسن في الشرع»؛ يعنې «هر هغه څه چې شريعت یې خوښوي.»
په مفرداتو کې د معتزله او اشاعره و تعریفونه په دې ډول راټول او یو ځای شوي دي: «المعروف اسم لکل فعل یعرف بالعقل أو الشرع حسنه، والمنکر ما ینکر بهما.»؛ ژباړه: «معروف هغه دی چې ښه والی یې په عقل او شریعت سره پېژندل شوی وي او منکر هغه دی چې بدي یې په عقل او شریعت پېژندل شوی وي.»
شیخ الاسلام ابن تیمیه رحمه الله هم د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په تعریف کې لیکي: «الأمر بالمعروف والنهي عن المنکر هو الذي أنزل الله به کتبه وأرسل به رسله وهو من الدین.»؛ « امر بالمعروف او نهی عن المنکر هغه څه دي چې الله جل جلاله د هغه لپاره خپل کتابونه نازل کړي دي، پیغمبران یې رالیږلي دي او د دین یوه برخه ده.»
له پورتنیو ټولو تعریفونو څخه تر ټولو جامع تعریف چې د اهل سنت او جماعت له فکري مذهب سره مطابقت لري او د اکثرو دیني علماوو له افکارو سره سمون خوري په لاندې ډول دی:
«المعروف في الشرع: كل ما يعرفه الشرع ويأمر به ويمدحه ويثني على أهله، ويدخل في ذلك جميع الطاعات، وفي مقدمتها توحيد الله تعالی والإيمان به. والمنكر في الشرع هو كل ما ينكره الشرع وينهى عنه ويذمه ويذم أهله، ويدخل في ذلك جميع المعاصي والبدع، وفي مقدمتها الشرك بالله تعالی وإنكار وحدانيته أو ربوبيته أو أسمائه أو صفاته.»
ترجمه: « معروف په شريعت کې هر هغه څه ته وايي چې شريعت يې ښه ګڼي، هغه ته امر کوي او عمل کوونکی يې ستایي، په دې تعريف کې ټول اطاعات شامل دي، چې په سر کې یې د الله جل جلاله د توحيد او د هغه په ذات باندې ايمان دی. او منکر په شريعت کې هغه څه دي چې شريعت يې بد ګڼي او د هغه څخه نهی کوي، او هغه څوک چې کوي يې هغه غندي. په دې کې هر ډول ګناهونه او بدعتونه شامل دي، چې په سر کې یې شرک او د توحید انکار دی.»
نو له مخکنیو تعریفونو سره موږ دې نتیجې ته رسیږو چې امر بالمعروف او نهی عن المنکر دوه متضاد شیان دي، خو دوو جلا اشخاصو ته اړتیا نه لري چې یو د امر او بل نهی په غاړه واخلي، مګر په ورته وخت کې، یو سړی کولی شي دواړه کارونه وکړي؛ خو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په ساده ډول تعريف کې ويلای شو چې هر هغه قول، عمل او فکر چې شريعت يې مشروع ګڼي او عمل کوونکی يې د ثواب خاوند بولي او په اسلامي ټولنه کې د کرکې سبب نه ګرځي. او هغه څوک چې دې چارو ته امر وکړي، هغه ته آمر بالمعروف او عمل ته یې امر بالمعروف وايي.
خو برعكس هر هغه قول، عمل او فكر چې شريعت يې ناروا وګڼي او د هغه کوونکی وغندي او په اسلامي ټولنه كې د نفرت سبب وګرځي، منکر دی او څوك چې له دغو شيانو څخه منع كوي، هغه ته ناهي عن المنکر او عمل ته یې نهی عن المنکر وايي.
البته دا ټکی باید له یاده ونه باسو چې منکر د معصیت په پرتله عام دی، او د مفهوم ساحه یې پراخه ده. ځکه معصیت هغه ګناه ده چې انسان يې په خپله خوښه کوي، خو منکر هغه عمل دى چې د عقل او شريعت له مخې حرام دى، که اختياري وي او که اجباري، په هر حالت کې منکر دى. له همدې امله د ماشومانو او لېونيانو د شرابو له څښلو څخه منع کول واجب دي، په داسې حال کې چې دوی مکلف نه دي، او همدارنګه حيوانات د نورو خلکو د حاصلاتو له خوړلو او د نورو د مالونو له ضايع کېدو څخه منع کول هم واجب دي.