لیکوال: زید
د الله توره «خالد بن ولید رض» ژوند ته لنډه کتنه (اته څلوېښتمه برخه)
حضرت خالد رضي الله عنه په شام کې
حضرت سيدنا خالد رضي الله عنه په عراق کې د دولسم هجري قمري کال د محرم له مياشتې څخه تر ديارلسم هجري قمري کال د صفر تر مياشتې پورې يو کال او دوه مياشتې پاتې شو. په دې موده کې يې پنځلس ځلې جګړې وکړې چې په هره جګړه کې يې دښمن ته ماتې ورکړه او د هغوى لښکرونه يې له منځه يووړل او په زړونو کې يې ډار او وېره اچوله.
کله چې د هغه تېره توره له پوښ څخه وایستل شوه، نو بیا به له فتحې او بریا پرته خپل غلاف یا پوښ نه ننوته؛ څرنګه چې هيڅ کافر او منافق ترې خوندي نه و.
غوښتل یې چې همداسې پرمخ ولاړ شي او د ایران او پارس د پولو بلې غاړې ته ورسېږي او د هندوکش او پامیر په غرونو کې د ګران اسلام بیرغ پورته کړي. سیدنا خالد بن ولید رضی الله عنه دې ته متوجه وو؛ خو ايرانيانو د فتحې او بري دغه ستر سپېڅلى سړي ته ډېر پام ونه کړ؛ لکه څنګه چې شیخ ابو زید الشلبي لیکي: په پخوا زمانو کې د عراق عربانو پارسانو ته په ډیر عزت، غرور او عزت سره کتل، او د یوه عرب اخري عزت او هیله دا وه چې د کسرا ماڼۍ په دروازه کې ودریږي او پاچا ته د سجدې اجازه ترلاسه کړي. له بلې خوا ايرانيانو عربو ته هيڅ ارزښت نه ورکاوه، سره له دې چې له سيدنا خالد رضي الله عنه څخه يې پرله پسې ماتې وخوړلې، خو هغوى ته يې پام نه کاوه .
لکه څنګه چې موږ په تیرو مقالو کې یادونه وکړه، د “الیس” په جګړه کې، که څه هم مسلمانان د ایرانیانو خوا ته نږدې شوي وو، خو دوی مسلمانانو ته د پاملرنې پرته یو لوی دسترخوان خپور کړ او په ډوډۍ بوخت شول.
کله چې سیدنا خالد رضي الله عنه له فارسیانو سره مخامخ شو، هغوی ته یې وښودله چې د عربو ملت وروسته له دې چې الله تعالی د خپل ګران پیغمبر صلی الله علیه وسلم په استولو سره پر هغوی یې لطف او پیرزوینه وکړه، په بشپړه توګه بدل شوی دی او دوی د دې وړتیا او استعداد لري چې د د بشري ټولنې د رهبرۍ دنده په غاړه واخلي. په دې صورت کې که فارس وغواړي او که نه، باید د دې ملت د قوماندې او ادارې تابع وي.
حضرت سیدنا خالد رضي الله عنه ایرانیانو ته څرګنده کړه چې بزګران، مسکینان او مظلومان هم انسانان دي او باید خپل حقونه تر لاسه کړي او له خپلو امیرانو او شتمنو سره هیڅ توپیر نه لري. هغه همدارنګه څرګنده کړه چې انسانان ټول د آدم علیه السلام اولاد دي او په یو بل باندې هیڅ فضیلت او لوړوالی نلري.