Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»امر بالمعروف او نهی عن المنکر (دریمه برخه)
اسلام پنجشنبه _27 _جون _2024AH 27-6-2024AD

امر بالمعروف او نهی عن المنکر (دریمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp

لیکوال: ابوعرفان


امر بالمعروف او نهی عن المنکر (دریمه برخه)

معروف په اصطلاح کې
«معروف» یو جامع کلمه ده چې هر هغه شی چې د الله طاعت او خلکو ته نیکي وي په هغه کې حسابیږي، او د هغه ضد کلمه «منکر» ده.
ابن مفلح د «معروف» په تعریف کې وایي: «امر بالمعروف عبارت دی له هر هغه شی چې شریعت هغه ته امر کړی وي.»
ابن جریر رحمه الله د هغه په تعریف کې وایي: « په اصل کې معروف هغه دی چې د هغه کول نېک او ښه وي، او اهل ایمان ته قبیح او بد نه ګڼل کیږي، او د الله اطاعت ته «معروف» ویل کیږي. ځکه دا هغه اعمال دي چې اهل ایمان یې نېک بولي.»
د «معروف» په تعریف کې، شیخ خالد بن عثمان وایي: «معروف هغه جامع کلمه ده  چې هغه امور او اعمالو ته ویل کیږي چې په هغه کې د الله طاعت، د الله تقرب او بندګانو د نیکۍ لاملونه شامل وي او د اغلبیت په صفاتو کې حساب شي، یعني خلکو ته هغه عمل بد نه وي.»
ځیني اسلامي علما وایي هر هغه عمل چې د هغه ښه والی او نیکي شرعا او عقلا ثابت وي.
ب. منکر: «منکر» هغه عمل ته ویل کیږي چې شرعا او  عقلا ناروا او بد وي، او د معروف سره متضاد دی. که څه  د معروف تعریف بسنه کوي، او د منکر جلا تعریف ته اړتیا نشته، خو د احتیاط لپاره علمای کرامو د «منکر» لپاره جلا تعریفونه کړي دي، چې لاندي څو تعریفونو ته یو کتنه کوو:
منکر په لغت کي: د «نُکر» څخه اخیستل شوی دی او د « قبیح، بد، ناروا او د عرف او معروف ضد دی،» او د حضرت موسی او خضر علیهما السلام په کیسه کې دې مفهوم ته اشاره شوې ده، «فانطلقا حتی اذا لقیا غلاما فقتله قال أ قتلت نفسا زکیة بغیر نفس لقد جئت شیئا نُکر.» ژباړه: «نو خپل لاره ته یې ادامه ورکړ تر څو چې یو تنکي ځوان ته ورسېدل، نو (خضر) هغه مړ کړ، (موسی) وویل: ایا هغه پاک انسان مړ کوې چې هیڅ ګناه یې نه ده کړې؟ رښتیا هم چې تا ډېر بد کار وکړ.»
په اصل کې منکر هغه عمل دی چې د انسان زړه یې د کولو تصور نه کوي، او یو غوندي جهل دی. څرنګه چې الله تعالی فرمايي: « و جاء اخوة یوسف فدخلوا علیه فعرفهم و هم له منکرون.» ژباړه: «او (کله چې کنعان کې وچکلي راغله) د یوسف علیه السلام وروڼه( د غنمو د موندلو لپاره مصر ته) راغلل، نو هغه باندي داخل شول، او هغه دوی وپېژندل، په داسي حال کې چې دوی هغه ونه پېژاند.»
منکر په اصطلاح کې
ابن جریر رحمه  الله په دې باور دی چې منکر عبارت دی له هر هغه شی چې الله هغه منکر  او بد بللی دی.
ابن منظور د منکر په اصطلاحي تعریف کې لیکلي دي: « کل ما قبحه الشرع و حرمه و کرهه.» یعني «هر هغه شی چې شریعت حرام، قبیح او ناروا بللی دی.»
شیخ جرجاني د «منکر» په تعریف کې وایي: «ما لیس فیه رضاء الله من قول أو فعل و المعروف ضده.» هر هغه قول او عمل چې د الله رضایت پکې وي، او د هغه ضد معروف دی.
همدارنګه یې ویلي دي: «عبارت له هر هغه قول، عمل او قصد دی چې شریعت هغه بد ګڼلی وي، او له هغه څخه یې نهی کړی وي.»
د جاهلیت په اشعارو کې هم د معروف او منکر الفاظ کارول شوي دي، او همدغه معنا افاده کوي، لکه په دې شعر کې:
ألا لا فتی بعد ابن ناشرة الفتی                     و لا عُرف الا قد تولی فأدبرا
فتی حنظلي ما تزال رکابه                           تجود بمعروف و تنکر منکرا
ادامه لري…
Previous Articleد الله توره «خالد بن ولید رض» ژوند ته لنډه کتنه (اووه څلوېښتمه برخه)
Next Article د الله توره «خالد بن ولید رض» ژوند ته لنډه کتنه (اته څلوېښتمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته کتنه (نهه‌ويشتمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD
نور یی ولوله
اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته يوه کتنه (اته ویشمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD
نور یی ولوله
اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه (اووه وېشتمه برخه)

دوشنبه _23 _جون _2025AH 23-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (یو دیرشمه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD0 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله یو دیرشمه برخه …

نور یی ولوله
کمونیزم

د کمونېزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (اوومه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD2 Views

لیکوال: م. فراهي توجګي د کمونېزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه اوومه برخه د…

نور یی ولوله
اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (دېرشمه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD5 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله دېرشمه برخه پایله نولسمه…

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (دري ویشتمه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD11 Views

لیکوال: ابورائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول دري ویشتمه برخه…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (یو دیرشمه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD

د کمونېزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (اوومه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.