اووم دليل : ډیری وخت یو نارینه د روزي د ګټلو او کاروبار لپاره په سفر وي او د سوداګرۍ او کاروبار يوه برخه يې په بل ښار کې وي او دا سړی مجبور وي چې د خپل کاروبار لپاره ډير وخت په دغه ښار کې پاتې شي او له بلې خوا هم نشي کولی خپله ښځه له ځانه سره بوځي او دا طبیعي ده چې په دې موده کې هغه جنسي اړیکو ته اړتیا لري، او دا سړی بله چاره نه لري، یا هغه د یوې ښځې په لټه کې وي چې ورسره ناروا اړیکه ولري او یا د ځان لپاره بله ښځه غوره کړي، ځکه چې هغه هیڅ مالي ستونزه هم نلري او له فزیکي پلوه هم روغ دی او هر هوښیار سړی پوهیږي چې دوهمه ټاکنه سل په سلو کېغوره حل لاره ده.
اتم دليل: کله کله مېړه په لومړي انتخاب کې ناکام شي او داسې ښځه غوره کړي چې تل ورسره په جګړه کې وي او خاوند د خپلې مېرمنې د بدو اخلاقو له امله په کړاو کې وي او له هغې څخه یې زړه ماتېږي او هغې لپاره هیله او لیوالتیا نه پيدا کوي او ژوند یې تریخ کیږي او میړه به هرومرو د واده کولو پریکړه وکړي؛ کله چې ښځه دا حالت وویني، نو مطمئنه او راضي به شې چې میړه یې بله ښځه وکړي؛ مګر هغې ته طلاق ور نکړي او په خپل نکاح کې یې وساتي.
نهم دلیل: د څو ودونو نظام، کونډو او طلاقو شویو ښځو ته د بیا میشته کیدو فرصت ورکوي، او که د څو واده اجازه نه وای، شاید هیڅ سړی راضي نه وي چې طلاقه شوې ښځه د خپلې یوازینۍ میرمنې په توګه غوره کړي؛ بلکې د سړيو فطرت داسې دی چې لومړی له پېغلو سره واده کوي او بیا وروسته طلاقه شوې یا کونډې ښځې د دویمې مېرمنې په توګه غوره کوي.
لسم دلیل: کله کله داسې هم کېږي چې د دې سړي اوسنۍ مېرمن سړه سینه وي او د جنسي اړیکو لیوالتیا نه لري؛ نو د حل لاره څه ده؟ ایا دا سړی دې ښځې ته طلاق ورکړي او بله ښځه وکړي او یا دې دویمه ښځه وکړي او دا ښځه هم ولري؟
یوولسم دلیل: په هره انساني ټولنه کې د ښځو شمېر د نارینه وو په پرتله زیات دی؛ په زیږون کې، د نارینه وو په پرتله ډیرې نجونې زیږیدلي، او په کور کې د نارینه وو شمیر د ښځو په پرتله کم دی که سر شمېرنه ترسره شې په پایله کې دا به معلومه شي چې د ښځو شمیر د نارینه وو په پرتله ډیر دې.
دولسم دلیل: نارینه د ښځو په پرتله ډیر د مرګ سره مخ دي او د نارینه دندې ډیرې خطرناکې دي؛ که الوتکه ولویږي، په وژل شویو کې اکثریت نارینه وي، او همدا ډول که یو موټر یا ریل ګاډی له پټلۍ ووځي او سورلۍ یې مړه شي، د مړو شمیر د نارینه وو په شمیر کې لوړ وي او که کښتۍ ډوبه شي، بیا هم د نارینه وو شمیر ډیر وي؛ ځکه چې اکثره نارینه د ژوند کولو لپاره بهر ته ځي او ډیری ښځې د کور په کونج کې وي او په کور کې پاتې کیږي او له مرګ سره ډیر نه مخ کیږي او له هغه ځایونو څخه لرې وي چې د مرګ احتمال او ګواښ پکې ډیر وي.
که په یوه سیمه کې جګړه وي، ډېری نارینه وژل کېږي؛ ځکه چې په هغو هېوادونو کې چې د جګړې په اور کې سوځي، نارینه وژل کېږي او ډېرې ښځې بې سرپرسته پاتې کېږي؛ ځکه په دغو جګړو او وژنو کې يې خپل پلرونه، مېړونه او سرپرستان له لاسه ورکړي.
له دویمې نړیوالې جګړې وروسته سرشمیرنې ښيي چې په جګړه کې ښکیلو هیوادونو کې د نارینه وو په پرتله د ښځو شمیر د پام وړ زیات شوی و، تر دې چې د ښځو شمیر د نارینه وو په پرتله اووه چنده زیات شوی و؛ نو که هر سړی له یوې ښځې سره واده وکړي، د پاتې ښځو به څه حال وي؟ او برخلیک به یې څنګه شي؟