هرکله چې په اسلام کې د چغلي يادونه کیږي، هغه ته نږدې یو خصلت هم د هغه تر څنګ ذکر کيږي، چې اسلام يې په کلکه منع کړي ده، او هغه «غيبت» دی.
چغلي، د یو کس خبري بل ته په داسې ډول انتقالول دي چې د دوی تر منځ دښمني پیدا کړي او د یو بل سره یې اړیکې سختې کړي او یا یې تربګنې زیاته شي. له همدې امله، د ژبې یو له افتونو څخه چې په اسلامي اخلاقو کې اخلاقي بد ګڼل کیږي چغلي یا نمّامی دی. دا صفت د انساني فطرت تر ټولو بد او ناوړه صفت دی، چې په آيتونو او احاديثو کې یې غندنه ډیره شوې ده.
چغلي کول غالبا هغه څه تکرار ته ویل کیږي چې یو څوک د بل چا شاته ویلي وي؛ د بېلګې په توګه: هغه ستا په باره کې داسې او داسې وويل او يا هغه ستا سره داسې او داسې وکړل، چغلي کول او د خلکو مسایل نورو ته بیانول او لیږدول او د شخصيت ځپلو او عزت له وړلو په موخه، دا یو ناوړه او ډیر ناخوښ خصلت دی.
نو په هر مسلمان باندې لازمه ده چې د هغه څه په اړه چې د نورو د حال په اړه پوهېږي، چوپه خوله پاتې شي، مګر د هغه څه بيانول چې مسلمان لپاره ګټه وي او يا د ګناه د مخنيوي لپاره. د بېلګې په توګه، که څوک وويني چې یو کس د بل چا مال وړي، بايد د مال د خاوند د حق د ساتنې لپاره ګواهي ورکړي، خو که وويني چې يو څوک د ځان لپاره پيسې پټوي، بيانول يې چغلي او د راز ښکاره کول دي.
د چغلي لامل اکثراً د هغه چا سره کینه وي چې د چا چغلي کیږي، او کله کله د مقابل لوري ته مینې ښکاره کول وي، یا د تفریح او سرګرمي او د وخت تیرولو لپاره وي. او په هرصورت، پدې کې شک نشته چې چغلي یو له ټیټو او خورا بدو کارونو څخه دی.
نو چغلي یو ډول د رسوايی او د راز ښکاره کول دي او یو له بدو او خورا ټیټو خصلتونو څخه دی چې د دوه کورنيو یا دوه ملګرو یا د خاوند او میرمنې تر مینځ د نفرت او دښمنۍ لامل کیږي.
چغلي کوونکی په خپل ځان کې د سپکاوی او ذلت احساس کوي او د خپلو داخلي ناکامیو د جبرانولو او خپلو شومو اهدافو ته د رسیدو لپاره د چغلي تاکتیک څخه کار اخلي. د دې خبرې ښکاره بېلګه د اسلام په لومړیو کې کله چې منافقینو د اسلام او پیغمبر صلی الله علیه وسلم په مخامخ مقابله کې کومه پایله ته نه رسېدل، نو هڅه یې کوله چې د چاپلوسی او نفاق له لارې خپلو شومو اهدافو ته ځان ورسوي، چې خدای تعالی تل د دوی منافقت په ډاګه کړي.
قرآن د مکې لومړۍ دورې له پیله دغه بد خصلت غندلی او فرمايلي دي: «وَلا تُطِعْ كُلَّ حَلاَّفٍ مَهِينٍ * هَمَّازٍ مَشَّاءٍ بِنَمِيمٍ»؛ ژباړه: “او ته د هر سوګند خوړونکي، سپک خبره مه منه، چې عیبونه لټوي او د چغلي لپاره ګام پورته کوي”.
رسول الله صلی الله علیه وسلم هم فرمایلي دي: «لا يدخل الجنة قتات»؛ ژباړه: هیڅ چغلي کوونکی به جنت ته داخل نشي.
ویلي دي: «نمّام» هغه څوک دی چې په ټولۍ (جمع)کې حاضر وي او دهغوې خبرې په بد نیت سره نورو ته رسوي، خو «قتات» هغه څوک دی چې د یوې ټولۍ کې غوږ نیسي او د هغوی له خبرتیا پرته د دوی په اړه چغلي کوي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایلي: «شرار عبادالله المشاؤون بالنميمة المفرقون بين الأحبة الباغون للبراء العنت»؛ ژباړه: “د الله تر ټولو بد بنده ګان هغه دي، چې د چغلي په موخه راځي او ځي، دوستي خرابوي او بې ګناه خلک فساد ته منسوبوي”
د دښمنۍ له منځه وړلو او د خلکو ترمنځ د اړیکو د ښه کولو لپاره، اسلام اصلاح کوونکي ته اجازه ورکوي چې هغه نامناسبي خبري پټې وساتي چې د دواړو خواوو څخه یو د بل په وړاندې ویلي دي، او حتی هغه ښه خبري اضافه کړي چې دوی د یو بل په اړه ندي ویلي او په حدیث کې راغلي دي: «ليس الكذاب الذى يصلح بين الناس فينمي خيراً أو يقول خيراً»؛ ژباړه: “هغه څوک چې د نیکۍ په ویلو یا د ښو خبرو په ویلو سره خلک پخلا کوي درواغجن نه دی.
اسلام له هغو کسانو څخه سخته کرکه لري چې کله د نامناسبي خبرې واوري نو سمدستي او د خپل ځان د خوښۍ او چالاکۍ او یا د ورانولو او جنایت په نیت تر نورو رسوی. البته دا ډول خلک په هغه څه بسنه نه کوي چې اوریدلي دي، او د ویجاړولو هیله دوی مجبوروي چې هغه څه چې دوی نه دي اوریدلي اضافه کړي.
یو سړی حضرت عمر بن عبدالعزیز رحمه الله ته راغی او هغه ته یې د بل چا په اړه داسې څه وویل چې یقینا د ده لپاره د خوښۍ وړ نه وه. حضرت عمر بن عبدالعزیز وفرمایل: که ستا خوښه وي ستا د خبرو په اړه څېړنه وکړم. که تاسي درواغ ويلي وي، نو د آيت د حکم تابع دی«يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن جَاءَكُمْ فَاسِقٌ بِنَبَإٍ فَتَبَيَّنُوا» چي «اې مؤمنانو! که تاسي ته کوم ګمراه کس خبر راوړي، نو پلټنه وکړئ» او که دي رښتیا وویلي وی، نو د «هَمَّازٍ مَّشَاءٍ بِنَمِيمٍ» (هغه کس چې ډېر عیب ویونکی وي او ډېر چغلي کوي) په ټولګه کې راځې، که وغواړې، ستا تېروتنه بخښم. هغه سړي وویل: ای امیرالمومنینه! ما عفو کړئ، بیا دغه خطا نه کوم.