لیکوال: ابوریان عزیزي


فمینیزم (څلور ویشتمه برخه)

 د څو واده کولو دلائل او حکمتونه
 لومړی دلیل: د رسول الله صلی الله علیه وسلم تقلید او پیروي کول، هغه څوک چې په داسې حال کې له دې نړۍ څخه رحلت وکړ چې نهه میرمنې یې درلودې ، او موږ پوهیږو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم بې له شکه د هر مسلمان لپاره غوره نمونه او مقتدا دې؛ پرته له هغه شیانو څخه چې د هغه لپاره ځانګړي شوي او د امت او پیروانو لپاره جائز نه دي؛ نو په هر مسلمان نر او ښځه لازمه ده چې د الله سبحانه وتعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم د اطاعت او پیروۍ په خاطر په تعدد زوجات باندې ایمان ولري، ځکه د دې څخه انکار – العیاذ بالله – د کفر سبب ګرځي.
 دوهم دليل: دا معلومه او څرګنده ده چې يو نارینه د بلوغ له عمر څخه تر 80 کلنۍ پورې د نسل تکثير کولای شي؛ مګر ښځه د 40 یا 45 کلنۍ څخه وروسته ماشوم نشي زېږولی؛ نو  کله چې یو سړی د مثل تولید ته دوام ورکړي؛  هغه به د بستر نوي کولو ته اړتیا ولري او زړه یې غواړي یو ماشوم ولري، چې یوازې د «تعدد زوجات» سره ممکن دی؛  ځکه چې هغه ښځه نه شي طلاق کولی چې نیم ژوند یې ورسره تیر کړی وي او څو ماشومان ورڅخه ولري.
 دريم دليل: الله جل جلاله يو شمېر نارينه وو ته ډېر جنسي قوت ورکړی دی او د جماع لپاره سخته لېوالتيا لري او له بلې خوا هم دا احساس کوي چې  یوه ښځه نه شي کولای په بشپړه توګه د ده جنسي اړتياوې پوره کړي، په تېره بيا کله چې د دې ښځې مياشتنی عادت ډیر وخت دوام وکړي؛ په داسې حالت کې دا سړی په ناخوښۍ سره دوه شیانو ته متوجه کیږي، یا د خپل شهوت د پوره کولو لپاره د حلال ځای پیدا کول چې همغه د دویمې میرمنې غوره کول دي او یا د زنا ناوړه عمل ترسره کول دي چې پدې حالت کې د هغه دین، شتمنۍ او روغتیا ته زیان رسوي.
 څلورم دلیل: کله کله داسې هم کېږي چې یو سړی څو کاله دې چې واده یې کړی وي؛ خو ځکه چې د هغه ښځه شنډه ده، دوی هیڅ اولاد نلري؛ په داسې حال کې چې میړه د ماشوم لپاره سخته هیله لري، نو هغه نشي کولی په دې ډول لاس تر زنې کښېني، مګر هغه به خامخا د حل لاره لټوي؛  نو دا سړی له دوو لارو سره مخ دی او یوازې دوه انتخابونه لري، یا دې دغې شنډې ښځې ته طلاق ورکړي او د ماشوم زېږولو لپاره دې له بلې ښځې سره  واده وکړي، یا دې لومړۍ ښځې ته طلاق نه ورکوي او له بلې ښځې سره واده کوي او لومړۍ ښځه دې هم په خپل نکاح کې ولري او که دې ښځې ته طلاق ورکړي نو دا ښځه به ماته شي او په کورنۍ کې به طلاقه شوې ښځه وګڼل شي او ښايي هيڅوک به له هغې سره بيا واده ونه کړي، ځکه چې هغه طلاقه شوې او هم شنډه ده، په دې توګه د داسې یوې ښځې لپاره ژوند پای ته رسول شوی ګڼل کیږي.
په دې کې شک نشته چې په سلو کې ۹۹ ښځې چې دا ډول ستونزه لري په خپله خوښه راضي دي چې میړه یې دوهم ځل واده وکړي؛ خو هغوی ته دې طلاق ورنکړل شي.
 پنځم دلیل: کله کله ښځه اوږدمهاله ناروغه شي او نشي کولی خپل میړه ته رسېدنه وکړي او د خپل میړه ټولې غوښتنې پوره کړي، تر هغه چې میړه د ځان لپاره بله ښځه غوره کولو ته مجبور کړي او که د څو ودونو اجازه نه وي، میړه باید خپلې ناروغې میرمنې ته طلاق ورکړي او دا ښځه چې لاعلاجه او اوږدمهاله ناروغي لري، یوازې پاتې کیږي، مګر د څو ودونو له امله، ښځه د میړه په پناه کې پاتې کیږي او میړه د هغې اړتیاوې پوره کوي.
 شپږم دليل: کله کله داسې کېږي چې خاوند غواړي زيات اولادونه ولري، په داسې حال کې چې يوه ښځه لري او له دې مېرمنې لږ اولادونه لري؛ نو د دې لوړ هدف د لاسته راوړلو لپاره دا سړی د تعدد د قانون څخه کار ګټه اخلي او له بلې ښځې سره واده کوي تر څو زيات اولادونه ولري او دا کار په شريعت کې جواز لري؛ لکه څنګه چې د اسلام ګران پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «تزوجوا الودود الولود، فاني مکاثر بکم الانبیاء»؛  (د هغو ښځو سره واده وکړئ چې پر تاسو ګرانې او اولادونه زېږوي، ځکه چې زه به ستاسو په وسيله په شمېر کې له نورو پيغمبرانو څخه زيات شم.)
 او په بل حدیث کې راغلي دي: «تناکحوا تکاثروا، فانی اباهی بکم الامم یوم القیامة»؛ (واده وکړئ او خپل نفوس زیات کړئ، نو زه به د قیامت په ورځ په نورو امتونو باندې ستاسو په وجه فخر وکړم).
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version