لیکوال: شکران احمدي

قرباني حقیقت، اهمیت او د هغه مسایل (دویمه برخه)

قرباني د حاجیانو لپاره نه بلکه د ټولو لپاره ده

د حضرت ابراهیم خلیل الله له کارنامو څخه چې د یو ځانګړي موقف سره تړاو لري، لکه په منی کې د رمی جمرات، د صفا او مروه تر منځ سعی او اوه ځله طواف، دا ټول شیان حاجیانو ته اختصاص لري، او یوازې د هغوی لپاره اړین دي. مګر هغه شیان چې په کوم ځانګړي ځای پورې اړه نلري او هر ځای کې کیدی شي، لکه قرباني، هغه پر ټولو مسلمانانو فرض دي. لکه څنګه چې خپله رسول الله صلی الله علیه و سلم، ټولو صحابه کرامو، تابعینو او په هره سیمه کې ټول اسلامي امت دا فریضه ادا کړې ده، او دا کار نه یوازې یو اسلامي فریضه ګڼل کیږي، بلکې د اسلام له شعائرو څخه هم دی. الله جل جلاله فرمايي: «والبُدْنَ جَعَلْنَاهَا لَكُمْ مِنْ شَعَائِرِ الله لَكُمْ فِيهَا خَير»؛ ژباړه: ” او موږ ستاسو لپاره د الهي شعائرو څخه د چاغو اوښانو (قرباني) ګرځولې ده، په هغو کې ستاسو لپاره خیر او برکت دی.”
د قربانۍ له الهي شعائرو څخه دا مراد دی، چې هغه د خدای د دین یادګارونه او شعائر دي. هو، ښکاره خبره ده چې د «منی» په مقام کې قرباني کول، زیات اجر او برکت لري، ځکه قرباني له هغه ځایه پیل شوې ده. له همدې امله د خدای رسول صلی الله علیه وسلم په خپل وروستي حج کې ۱۰۰ اوښان قربان کړل چې ۶۳ یې په خپلو مبارکو لاسونو حلال کړل او پاتې یې حضرت علي رضي الله عنه ته وروسپارل. د دې ډېرو اوښانو قرباني کول د همدې فضيلت له امله وو، که نه نو د رسول الله صلی الله علیه و سلم په مدینه منوره کې عادت و، چې دوه پسونه حلال کړي. حضرت عبدالله بن عمر رضي الله عنهما وايي: «د خدای رسول صلی الله علیه وسلم په ​​مدینه منوره کې د لس کلنې استوګنې په ترڅ کې هر کال قرباني کوله.»
او په ډېر ځله، که په سفر کې د قربانۍ ورځې راغلي وای، نو نه به يې پرېښودې. حضرت عبدالله بن عباس رضي الله عنهما وایي: «كنا مع النبي صلى‌الله‌عليه‌و‌سلم في سفر فحضر الأضحى فاشتركنا في البقرة سبعة…» «یو ځل موږ په سفر کې له رسول الله صلی الله علیه و سلم سره ورسره وو او یوه غوا مو د اوو کسانو په استازیتوب قرباني کړه.»
په یوه روایت کی د رسول الله صلی الله علیه و سلم راغلي: «ما عمل آدمي من عمل يوم النحر أحب إلى الله من إهراق الدم » ژباړه: «د قربانۍ په ورځو کې د الله تعالی په نزد هيڅ عمل د وينې له تويولو څخه زيات محبوب نه دی.»
صحابۀ کرام رضي الله عنهم به ویل: «كُنَّا نُسَمِّنُ الْأُضْحِيَّةَ بِالْمَدِينَةِ وَكَانَ الْمُسْلِمُونَ يُسَمِّنُونَ» ژباړه: « موږ په مدينه کې د خپلو قربانيو چاغولو ته پاملرنه کوله او دا د ټولو مسلمانانو عادت و.»
د رسول الله صلی الله علیه وسلم معمول په مدینه منوره کې دا و، چې خپل قرباني به یې د اختر لمانځه وروسته او په عیدګاه کې به یې حلالوی، تر څو ټول خلک په دې حکم پوه شي او د قربانۍ آداب زده کړي، او په دې هم پوه شي چې د اختر له لمانځه مخکې د قربانۍ ذبح کول روا نه دي. ابن عمر رضي الله عنهما وایي: «كَانَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى‌اللهُ‌عليهِ‌وسلَّم يَذْبَحُ وَ يَنْحَرُ بِالمُصَلَّى» ژباړه: «د خدای رسول صلی الله علیه وسلم په عیدګاه کې یې خپله قرباني ذبحه کوله.» غالبا د دې لامل دا و چې په قرآن کریم کې په همدې ډول راغلې ده: «فصل لربک وانحر»؛ ژباړه: «د خپل رب لپاره لمونځ وکړه او بیا قرباني وکړه.»
حافظ ابن کثیر رحمه الله د اصحابو او تابعينو د مفسرينو په وينا (لکه: حضرت عبدالله بن عباس رضي الله عنهما، عطا، مجاهد، عکرمه او حسن رحمهم الله) د “وانحر” لفظ د قربانۍ په معنا بولي. او حضرت عکرمه، عطاء او قتاده رحمهم الله وایي: «مراد د «فصل لربک» د اختر لمونځ او د «وانحر» څخه قرباني دی.»
لنډه دا چې پیغمبر صلی الله علیه و سلم د دې قرآني آیت پر بنسټ د اختر لمونځ او قرباني يې پر امت واجب او ضروري وګرځاوه. او فرق نه کوي چې په مکه کې وي که په مدینه، یا د دنیا په بله برخه کې؛ او د قرآن کریم په اشاره سره یې د اختر لمونځ پر قرباني مخته کړ.
حضرت براء بن عازب رضي الله عنه وايي: یو وخت رسول الله صلی الله علیه وسلم د لوی اختر په ورځ صحابه کرام رضي الله عنهم یې له ځانه سره بقيع هديرې ته يووړل او هلته يې لومړی د اختر لمونځ په يوه میدان کې ادا کړ او بيا يې خلکو ته په خطاب کې وويل: «نن زموږ لومړی کار د اختر لمونځ او بيا د قربانۍ ذبح کول دي، څوک چې په دې عمل وکړي، زموږ په سنت یې عمل کړی او څوک چې د اختر له لمانځه مخکې قرباني وکړي، قرباني يې نه ده ادا شوې، بلکې يوازې د خوړلو لپاره غوښه دي او د قربانۍ او ثواب سره يې هيڅ تعلق نلري.»
د قرآن کریم له ذکر شویو آیتونو، احادیثو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اصحابو رضي الله عنهم تعامل دا په ښکاره توګه ثابتوي چې د قربانۍ عبادتوالی د آدم علیه السلام له عهد څخه ثابت دی، خو د لوى اختر په ورځ د ابراهيم عليه السلام د سنت او يادګار په توګه ادا کېږي. او د کتاب او سنتو په نصوص کې یو له مهمو اسلامي فرضونو څخه دی چې په هره سیمه، هر هیواد او هر وخت کې اړین دی. د خدای رسول صلی الله علیه وسلم او صحابه کرامو رضی الله عنهم تل په مدینه طیبه کې قرباني ترسره کړې ده.
نن ورځ هغه کسان چې قرباني د مکې مکرمې لپاره ځانګړې کوي، هغه هم نه د عبادت په بڼه، بلکې د حاجيانو د مېلمستیا په توګه، د هغوی خبرې د قرآن، احاديثو او د ټولو انبياوو د احکامو په ناپوهۍ ولاړې دي. دوی باید پوه شي که د قربانۍ هدف یوازې مکې ته د حاجیانو د مېلمستیا لپاره وی، نو د اختر له لمانځه مخکې او وروسته د دې کار په کولو کې څه فرق وو؟!
او د ذو الحجې د دولسمې له ماښامه وروسته د قربانۍ د ممنوع کولو معنی څه ده؟ ایا حاجیان د ذوالحجې په دیارلسمه په مکه مکرمه کې نه پاتې کیږي؟ که مقصد حاجيانو ته ښه راغلاست وای، نو د دې شرطونو ته اړتیا نشته چې رسول الله صلی الله علیه وسلم هغوی ته د قربانۍ لپاره وویل لکه: عمر او داسې نور؟ همدارنګه ايا مېلمه يوازې غوښې ته اړتيا لري؟ كه د شريعت مقصود مېلمستیا وی، نو له دې نه زيات د ډوډۍ برابرول پر مسلمانانو لازم کېدل.
په ځانګړې توګه کله چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم او صحابه کرامو رضی الله عنهم قرباني په مدينه منوره کې هم هر کال دوام درلود، د نظريه و وړاندې کول او بيا هغه پر اسلام تحمیل کول ډېر غټ جسارت دی.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version