د اختری «قربانۍ» تاریخ او د هغه حقیقت (څلورمه برخه)
د. د قربانۍ پریښودلو غندنه:
رسول الله صلى الله عليه وسلم د هغه چا په اړه چې قرباني پرې واجب وي او قرباني نه کوي، فرمايلي دي: « څوک چې د قربانۍ توان ولري، او قرباني ونه کړي، زموږ عيدګاه ته دې نه نږدې کېږي».
حافظ زکی الدین په ترغیب او ترهیب کې لیکي: که څوک توان ولري او له دې سره سره د اسلامي شریعت دا مهم شعار او د ابوالانبیاء ابراهیم خلیل الرحمن یادګار پر ځای نه کړي او په وړاندې یې خپله بې غوري وښيي، نو څنګه دا ومنو چې دی د هغه کسانو سره یو شان و ګڼل شي کوم چې دا وجیبه ترسره کوي.
مولانا اشرف علي تهانوي رحمه الله د هغه چا په اړه چې د قربانۍ توان لري خو بیا هم له دې ستر عبادت څخه ډډه کوي، وایي: ډېر خلک د قربانۍ کولو توان لري خو له بده مرغه قرباني نه کوي په ځانګړي توګه په کلیو کې ډیری خلک یې له پامه غورځوي؛ په داسې حال کې چې په حدیث کې راغلي دي: «که شتمن کس قرباني ونه کړي، زموږ عیدګاه ته دې نه نږدې کېږي»؛ او ښکاره خبره ده چې هغه څوک چې مسلمان وي په عيدګاه کې حاضريږي او هغه څوک چې مسلمان نه وي عيدګاه ته نه ورځي؛ اوس تاسو خپله فکر وکړئ چې په حدیث کې د هغه چا لپاره څومره سخت وعید راغلی چې د قربانۍ توان ولري او قرباني نه کوي.
امام علي قاري هروي رحمه الله فرمايي: د قربانۍ شرعي حکم په ټولو مستندو سپېڅلو دلائلو سره ثابت دی او د علماوو اجماع په دې اړه ترسره شوې، له همدې امله فقهاوو د قربانۍ له شرعي حکم څخه انکار کفر بللی دې.
او همدارنګه په رد المحتار کې راغلي دي: “د وتر او قربانۍ د اصل په انکار کولو سره مسلمان کافر کېږي”.
سخته ازموینه
حضرت اسماعیل علیه السلام چې د حضرت ابراهیم علیه السلام یوازینی زوی و او د دعا او هیلو څخه وروسته الله تعالی ورته ډالۍ کړ، بالاخره د حضرت ابراهیم علیه السلام لپاره د سترې ازموینې وسیله شو.
لکه څنګه چې د حضرت اسماعیل علیه السلام له پیدایښت وروسته حضرت ابراهیم علیه السلام ته امر شوی و چې خپل زوی له خپلې مو (هاجرې) سره د شام له خاورې څخه د حجاز تودو او ګرمو دښتو ته بوځي چې هلته نه د انسانانو نومونه او نښان شته، نه ونې او نه څاروي؛ لکه څنګه چې حضرت ابراهیم علیه السلام د خدای تعالی په حکم له خپلې میرمنې هاجرې علیها السلام او ماشوم زوی اسماعیل علیه السلام سره هغه میدان ته ولاړ. له دې حکم څخه د خدای تعالی موخه دا وه چې هغه ځمکه چې له اوبو او نباتاتو څخه پاکه وه، د هغه په وسیله په مکه معظمه او ام القری باندې بدله کړي.
کله چې دوی هلته ورسیدل نو حضرت ابراهیم علیه السلام ته بیا امر وشو چې خپله میرمن او ماشوم هلته پریږدي او پخپله بېرته شام ته ولاړ شي. لکه څنګه چې حضرت ابراهیم علیه السلام بې له فکر کولو او ځنډ څخه شام ته ولاړ، حتی پرته له دې چې خپلې مېرمنې او اولادونو ته تسلیت ورکړي او له هغوی سره مخه ښه وکړي؛ کله چې هاجرې وليدل چې ابراهيم علیه السلام بې له څه ويلو بیرته راستون شو، نو ورته يې وويل: موږ په دې بې اوبو او بې ونو ځمکه کې پریږدې، ته چېرته ځې؟ حضرت خلیل الله علیه السلام د هغه خبرو ته پام ونه کړ او روان شو. بیا هاجرې له ځانه سره وویل: هغه د خدای تعالی غوره بنده ده او د خدای له حکم پرته هیڅ کار نه کوي. په حقیقت کې، خدای تعالی ورته حکم کړی دی؛ لکه څنګه چې هغه ترې وپوښتل، ایا خدای تاسو ته د بیرته راستنیدو امر کړی دی؟ هغه ځواب ورکړ: هو. د دې خبرې په اورېدو سره حضرت هاجرې رضی الله عنها وفرمایل: که تاسو ته د خدای لخوا د بیرته راستنیدو ماموریت درکړل شوی وي ، نو هغه به موږ له مینځه نه وړي. په هغه وحشتناکه ځمکه کې د دوی د ژوند کیسه اوږده ده، په حقیقت کې په هغه ځمکه کې د دوی ژوند له اوبو او بوټو پرته د خدای د قدرت یوه عجیبه څرګندونه او د نړۍ لپاره عبرت دی؛ ځکه چې د دې پیښې جزئیات د قربانیو سره هیڅ تړاو نلري، موږ به یوازې د قربانیو په اړه خبرې وکړو.
خدای تعالی فرمايي: «فَلَمَّا بَلَغَ مَعَهُ السَّعْيَ قَالُ يَا بُنَيَّ إِنِّى أَرى فِى المَنَامِ أَنِّي أَذْبَحُكَ فَانْظُرْ مَاذَاتری»؛( کله چې حضرت اسمعیل دې عمر ته ورسید چې له خپل پلار سره ولاړ شي او په کار کې د هغه مرستندوی شي. حضرت ابراهیم علیه السلام وفرمایل: ای زما ګرانه بچیه، زه په خوب کې وینم چې تا قرباني کوم، په دې اړه ستا څه نظر دی؟)
آیا د خدای امر ته تیار یاست او که نه؟ ځکه چې د پیغمبرانو خوب د وحی په څیر دی، په خوب کې ذبح کول د ذبح کولو د حکم مرادف دی. وروسته له دې چې ابراهیم علیه السلام څخه د الله تعالی له لوري د دې کار د ترسره کولو مأمور شو هغه ته د مشورې اړتیا نه وه او نه یې په زړه کې داسې فکر و؛ بلکه د هغه مشوره یوازې د لاندې مسلو له امله وه:
-
دا چې هغه باید پوه شي چې زوی یې د خدای اطاعت ته څومره هوډمن او هڅونکی دی.