لیکوال: محمد عاصم اسماعیل‌زهي


د اختری «قربانۍ» تاریخ او د هغه حقیقت (دریمه برخه)

 ب.  په احادیثو کې د قربانۍ فضایل:
 ام المؤمنین عایشه صدیقه رضی الله عنها له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي، چې هغه مبارک وفرمایل: د لوی اختر په ورځ د انسان هیڅ عمل د الله تعالی په وړاندې تر قربانۍ غوره نه دې او قرباني شوی څاروی به د قیامت په ورځ د خپلو ښکرونو، ویښتانو او سمونو سره ژوندی کیږي او راځي؛ بې له شکه، مخکې له دې چې د قرباني وينه ځمکې ته ورسېږي، د الله تعالی په دربار کې قبولېږي؛ نو په خوشالۍ  او پراخ زړه سره قرباني وکړئ.
 حضرت زید بن ارقم رضي الله عنه وایي: د رسول الله صلی الله علیه وسلم یو صحابي پوښتنه وکړه: ای د خدای رسوله موږ ولې قرباني کوو؟  هغه ځواب ورکړ:  قربانۍ ستاسو د پلار ابراهیم علیه السلام سنت دی. بیا یې وپوښتل؛  نو زموږ لپاره په قرباني کې څه دي؟  هغه صلی الله علیه وسلم وویل:  د قربانۍ د څاروي د هر ویښتانو په بدل کې به الله تعالی تاسو یوه نیکي درکړي. هغوی وپوښتل: یا رسول الله صلی الله علیه وسلم  په وړیو کې څنګه؟  هغه ځواب ورکړ: د قربانۍ د حیوان د هرې وړۍ په بدل کې به یوه نیکي درکول کېږي.
 علي مرتضی رضی الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ای خلکو قرباني وکړئ او په ذبح کولو یې ثواب ترلاسه کړئ؛  د وينې په لومړي څاڅکي سره چې له قرباني څخه ځمکې ته تويږي، د الله جل جلاله په نزد د هغه د قبلېدو سبب ګرځي.
 په بل حدیث کې له عبدالله بن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د اختر په ورځ د شتمنۍ لګول د قربانۍ په شان فضیلت نلري.
 حضرت عبدالله بن عمر رضي الله عنهما وايي:  رسول الله صلی الله علیه وسلم لس کاله په مدینه منوره کې ژوند وکړ او په دې لسو کلونو کې یې له قربانۍ څخه ډډه ونکړه.
د قربانۍ د فضيلت په اړه ډېر احاديث شته چې دلته يې د ټولو ذکر کول ناشوني دي. د قربانۍ په فضيلت کې دومره بس ده چې رسول الله صلی الله عليه وسلم به هر کال دوه څاروي قرباني کول چې يو يې د ځان لپاره او بل يې د خپلو محتاجو امتیانو لپاره. حتی یو وار یې یوه وزه قرباني کړه، او ذبحې په وخت کې یې وویل: «اللَّهُمَّ إِنَّ هَذَا عَنِّى وَعَمَّن لَم يُضَحٌ مِن أُمَّتِي»؛ اې خدایه دا ( قرباني) زما او زما له امت لخوا ده چې قرباني یې نه ده کړې.
 حضرت علي رضي الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  له وفات وروسته د اختر په ورځ دوه څاروي حلالول.  یوه ورځ حنش بن عبدالله صنعاني له هغه څخه په دې اړه پوښتنه وکړه، علي مرتضی ورته وویل: رسول الله صلی الله علیه وسلم ماته وصیت وکړ چې زما له مرګ وروسته به کله چې ته د ځان لپاره یو څاروی قرباني کوې، نو زما لپاره هم یو حیوان قرباني کړه .
 د پورتنيو آيتونو او رواياتو په نظر كې نيولو سره لاندې ښوونه تر لاسه كېداى شي:
 ۱-  رسول الله صلى الله عليه وسلم هيڅکله له قربانۍ څخه ډډه نه ده کړې.
 2- د قربانۍ  د ابراهيم خليل الرحمن یاد ګار او سنت دې.
 3- قرباني د اسلام له شعائرو څخه ده او د دغو عباداتو ژوندي ساتل د مسلمان د زړه د ژونديتوب څرګندونه کوي.
 ٤- قرباني يو صورت او یو حقيقت لري؛ د قربانۍ صورت د څاروي ذبحه ده او د هغه حقیقت، د تقوا او اخلاقو حاصلول دي.
 ۵-  تر ټولو غوره کار چې د اختر په ورځ ترسره شي قرباني کول دي.
 ۶-  قرباني په دنيا کې د ګناهونو د بښلو او د محتاجانو د لاس نيولو سبب ګرځي او په آخرت کې د الله تعالی د رضايت او جنت ته د تللو سبب ګرځي.
 ۷-  د قربانۍ د وينې د لومړي څاڅکي په تويولو سره د قرباني کوونکي صغیره یا واړه ګناهونه بخښل کيږي.
 ۸- قرباني عیني واجب ده نه کفایي.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version