اسلام همدا راز له مسلمانانو غوښتي چې هر کال د لوی اختر لمانځنه وکړي، څو تل دغه الهي اصول او ارزښتونه په پام کې ولري او تل، د خدای د حکمونو د اطاعت او د خدای د رضا د ترلاسه کولو لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو وي.
لوى اختر د مينې او تسليمۍ د ثبوت ورځ ده. دا هغه ورځ ده چې انسان د خپل محبوب په وړاندې د هر شي هیڅ والی مني، خپل ځان او هرڅه د هغه په وړاندې قربانوي، او «تعبد» چې د عرفان، شهود او د محبوب د لیدلو پایله ده، نندارې ته وړاندې کوي. نن موږ باید په داسې توګه عمل وکړو او په داسې ډول له آزموینې او امتحان څخه راووځو چې د حضرت ابراهیم او حضرت اسماعیل علیهما السلام په څیر مینه او اطاعت وښیو. نن باید د حضرت ابراهیم، حضرت اسماعیل او حضرت هاجره علیهم السلام د مینې او قربانۍ یادونه تازه کړو. نن باید معلومه شي چې زموږ مینه او ایمان تر کومې مرتبې دې او تر کومه حده تعبد او اطاعت ته رسیدلي یو.
موږ د یوې سترې ورځې هرکلی کوو، په دې ستره ورځ کې چې مسلمانان د عادته له وجې قرباني کوي، نو مناسبه ده چې د ابراهیم علیه السلام او د هغه ستر ملت یاد کړو چې خدای تعالی موږ ته د پیروي کولو امر کړی، او د دې یادونه وکړو چې څنګه حضرت ابراهیم دا رفیع مقام او لوړه درجه ترلاسه کړه او په ریښتیا چې خلیل الرحمن شو. هغه تر هغه وخته پورې دې مقام ته نه و رسېدلى چې د« الله اکبر» په مانا پوه شو او عملي یې کړ. کله چې موږ ټول د اختر په ورځ په ګډه تکبیر وایو… (الله أكبر الله أكبر لا إله إلا الله، الله أكبر الله أكبر ولله الحمد)؛ که دا تکبیرونه او تکرار یې عملا زموږ په ژوند کې محقق نشي، د درویشانو د ذکرونو او اورادو څخه به زیات ارزښت ونلري او زموږ د حقیقي روزنې سبب به نشي او دا به موږ څرنګه چې خدای تعالی خوښوي، د ابراهیم علیه السلام ریښتیني ملتیان او پیروان نکړي .
خو کله چې موږ د هغې مانا ته عینیت ورکړو او د هغې سره ژوند وکړو او هره شیبه هغه حاضر وګڼو، دا هغه مهال دی چې خدای سبحانه وتعالی په ریښتیا او عمل کې زموږ په نزد تر بل هر څه او هر شي ستر او محبوب ګرځي، له مور او پلار، اولاد، مېرمن، کورنۍ، مال او منال څخه… دا د حضرت ابراهیم علیه السلام ملت دی چې د ټولو خلکو امام دې؛ ځکه چې خدای تعالی هغه ته له پلار او قبیلې څخه لوی و او کله چې هغوی د ده له ملت او دین څخه انکار وکړ نو ورته ویې وویل: [وَأَعْتَزِلُكُمْ وَما تَدْعُونَ مِنْ دُونِ الله]؛
( او له تا څخه، پلاره! او زه به د هغه څه څخه لیرې شم چې تاسو له خدای پرته عبادت کوئ).
او الله د هغه او هغه مومنانو په نزد چې له هغه سره وو، ډېر لوى و، كله چې یې خپل قوم ته وويل: [إِنَّا بُرَآؤُا مِنْكُمْ وَمِمَّا تَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ الله كَفَرْنا بِكُمْ وَبَدا بَيْنَنا وَبَيْنَكُمُ الْعَداوَةُ وَالْبَغْضاءُ أَبَداً حَتَّى تُؤْمِنُوا بِالله وَحْدَهُ] “مونږ له تاسو څخه او د هغه شيانو څخه چې تاسو د الله پرته د هغو عبادت کوئ، بېزاره یو او له تاسو څخه کرکه کوو، او تاسو نه منو او ستاسو پروا نه لرو، او زموږ او ستاسو تر منځ ابدي دښمني او کرکه راپيدا شوې ده، تر هغه وخته پورې چې تاسو په یو خدای ایمان راوړئ او په توحید سره د هغه عبادت وکړئ.”
په حقیقت کې الله د هغه په نزد له میرمنې او اولادونو څخه ورته ډیر لوی و کله چې هغه خپله میرمن او کوچنی ماشوم په وچه بېدیا کې پرته له اوبو او نباتاتو پریښودل او د دوی په لور یې شا واړوله او لاړ او کله چې یې میرمن ورته وویل: ای ابراهیم! .. هغه بیرته راستون نه شو، ځکه چې دا یو ښه کار و او د خدای امر د هغه له احساساتو څخه لوی او تر بل هر څه لوی و. کله چې د هغه ښځه د هغه له راستنیدو څخه ناهیلې شوه، هغې وویل: چا تا ته امر وکړ چې موږ په صحرا کې له اوبو او نباتاتو پرته پریږدې، هغه وویل: زما رب؟ میرمن یې وویل: نو هغه به موږ ضایع نکړي.
وګوره چې ښځې یې څنګه د الله اکبر حقیقت پلی کړ او کله چې پوهه شوه چې دا خدای امر دی، نو د هغه کوچني ماشوم په ژړا کې د پاتې کیدو پروا یې ونه کړه، ځکه هغه ډاډه وه چې خدای تعالی تر هرڅه او هرشي لوی دی، او تر هغه چې هغه د خدای امر پوره کړي، خدای به هغه او د هغه ماشوم له منځه یونسي.
او په رښتیا هم خدای د حضرت ابراهیم (ع) او د هغه د زوی اسماعیل (ع) سره تر هر څه لوی وو، کله چې هغه ورته وویل:[قَالَ يَا بُنَيَّ إِنِّي أَرَى فِي الْمَنَامِ أَنِّي أَذْبَحُكَ فَانْظُرْ مَاذَا تَرَى قَالَ يَا أَبَتِ افْعَلْ مَا تُؤْمَرُ سَتَجِدُنِي إِنْ شَاءَ الله مِنَ الصَّابِرِينَ]؛ [ای زویه، زه په خوب کې ګورم چې زه باید تا قرباني کړم؛ وګوره څه فکر کوې؟ ويې ويل: پلاره! هغه څه وکړه چې تاسو ته امر شوی، انشاالله ما به د صبر کوونکو په ډله کې ومومئ].
نه پوهیږم له کوم یو تعجب وکړم!! د حضرت ابراهيم (ع) له صبر څخه د خپل زوى په ذبحه كې د خپل رب په اطاعت كې او يا د حضرت اسماعيل (ع) له صبر څخه او د خداى په حكم كې د هغه له تسليمۍ او اطاعت څخه تر هغه ځايه چې پلار يې غوښتل هغه ذبح کړي، هغه ورته وویل: کله چې زه دې پر ځمکه څملولم نو ما پړمخې څملوه تر څو زما د مخ په لیدلو سره ته راباندې رحم او شفقت ونکړې او دا رحمت او شفقت د څښتن تعالی د حکم په وړاندې خنډ نه شي. سبحان الله.
او د هاجرې ايمان ته وګوره او د الله اکبر د معنا په پلې کولو، کله چې شيطان ورته راغی او ورته يې وويل چې ابراهيم عليه السلام غواړي ستا زوی ذبح کړي او فکر کوي چې خدای ورته امر کړی دی، هاجرې ځواب ورکړ: څښتن ورته امر وکړ چې دا کار وکړي، بیا موږ د خدای امر ته غاړه کیږدو … خدای دې دې مبارکې کورنۍ ته اجر ورکړي … پلار ، میرمن او اولادونه … په حقیقت کې ، خدای دوی ته تر هرڅه لوی و. همدا لامل و چې خدای پاک د دوی مبارک یاد تل پاتې کړ او مسلمانان هر کال په حج کې دوی یادوي او د لوی اختر په ورځ د دوی د امام ابراهیم علیه السلام په څیر چې خدای د ده د زوی لپاره یو لوی پسه د قرباني په توګه ولیږه، قرباني کوي. د دې لویې ورځې معناوې او مفهومونه لوی او ستر دي او په دې کرښو کې د هغوی ټولو لیکل زموږ تر وسې لوړه ده.
نو دا په موږ پورې اړه لري چې خپل زړونه په دې مفاهیمو کې وروزو ترڅو په ټول ژوند کې د تکبیر معنی درک او پلی کړو.