لیکوال: زید
د الله توره «خالد بن ولید رض» ژوند ته لنډه کتنه (دوه څلویښتمه برخه)
حضرت خالد د انبار او عین التمر پر ښارګوټو برید وکړ
حضرت سیدنا ابوبکر صدیق رضی الله عنه حضرت عیاض بن غنم رضی الله عنه ته امر وکړ چې د عراق پر خاوره له شمال څخه برید وکړي او فتحه یې کړي.
کله چې سیدنا خالد بن ولید رضي الله عنه ډاډه شو چې د حیرې، دجلې او نورې سیمې چې د اسلام تر واکمنۍ لاندې وې، له هر ډول خطره په امن کې دي، نو د قعقاع بن عمرو په نوم یو کس یې د یادو سیمو د سرپرست په توګه وټاکه.
هغه پخپله له زړور او سرښندونکي لښکر سره د عراق شمال ته ولاړ تر څو له حضرت عیاض بن غنم سره یو ځای شي او فتح او نصرت خپل کړي.
علامه شلبي رحمه الله ليکي: حضرت سيدنا خالد بن وليد رضي الله عنه چې اقرع بن حابس او عاصم بن عمرو يې د لښکر په اول او زړه کې ګمارلي وو، د کربلا خاورې ته ورسېدل او څو ورځې هلته پاتې شول. له څو ورځو استراحت وروسته د انبار سيمې ته ورسېدل، د انبار خلکو کله چې د خالد رض له لښکر څخه خبر شول نو د ښار شاوخوا يې خندقونه وکېندل او له هغه سره يې له روغې جوړې ډډه وکړه. هغوی په خپلو پټنځایونو او د کلا په بامونو کې راڅرګند شول.
په دې وخت کې شېرزاد چې د لوړ عقل او هوښيارۍ خاوند و، پر دې ښار واکمن و؛ هغه د ایران د خلکو په منځ کې ډیر د درناوي وړ و او ځانګړی مقام یې درلود.
کله چې سیدنا خالد بن ولید رضي الله عنه هغه ښار ته ورسید نو د خندق په پام کې نیولو پرته یې جګړه پیل کړه. هغه غشو ویشتونکو ته امر وکړ چې ډزې پیل کړي او د دښمن سترګې په نښه کړي. غشو ویشتونکو دغه امر ترسره کړ چې په پایله کې یې یو زیات شمیر ایراني پوځیان ړانده او ژور ټپونه یې ترلاسه کړل. دوی شیرزاد ته ورغلل او چیغې یې کړې چې ټول خلک ړانده شوي دي او مقاومت نشي کولی.