لیکوال: ابوریان عزیزي
فمینیزم (شلمه برخه)
ښځه د انسانیت روزونکې
دا د لوی خدای اراده وه چې ښځې دې د خلکو د روزنې او پالنې په برخه کې کار وکړي.
شیخ محمد متولي شعراوي د سړيو د پالنې په برخه کې د ښځې د فعالیت او د نارینه وو په څېر له کوره بهر د هغې د کار تر منځ پرتله کړې او په دې باور دی چې د ښځې دنده تر نارینه وو ډېره حساسه او حیاتي ده؛ ځکه چې کله انسان له کوره بهر کار کوي، د شیانو او توکو معامله کوي، په داسې حال کې چې دا شیان د انسان د خدمت لپاره چمتو شوي، چې د ځمکې ترټولو غوره مخلوق دی.
خو د ښځې وظيفه دا ده چې له دې پرمختللي مخلوق سره تعامل وکړي کوم چې د الله تعالی په نزد عزت او کرامت لري او دا مخلوق له انسان پرته، بل څوک نه دې؛ دا ښځه يو ځل د مېرمنې په توګه له يو سړي سره اړيکې نيسي او د هغه د آرامۍ او سکون سبب ګرځي او سړی د هغې په غیږ کې پناه اخلي او آرام کوي، او په بل پړاو کې، همدغه انسان د جنین په توګه په خپلې خیټې کې ساتي، او کله چې زیږیدنه کوي، هغه په غیږ کې نیسي او هغه ته شیدې ورکوي او هغه ته د خپل ټول وجود روزي ورکوي او تر هغه وخته پورې چې ماشومتوب او ځواني یې تیره کړه، هغه د مور په توګه د هغې سره شفقت کوي او د هغې د پالنې دروند بار په غاړه اخلي؛ دا د ښځې اصلي وظيفه ده او كه ښځه له دې ډګر څخه ووځي، په داسې حال كې چې الله تعالى ښځه د همدې فطرت پر بنسټ پيدا كړې او بل ډګر ته قدم کیږدي، په هر لحاظ به بدبختي وي او پايله به يې په بشپړه توګه مخالفه وي.
له کوره بهر د مسلمانو ښځو د کار شرایط
اسلام ښځې ته په غوره توګه عزت ورکړی او اجازه یې ورکړې چې د مسلمانې کورنۍ، ټولنې او اسلامي حکومت په جوړولو کې د مطلوب او اساسي عنصر په توګه کار وکړي.
د اسلام سپېڅلي دين په قطعي ډول د ښځو کار نه دی منع کړی؛ بلکې اسلام د ښځې د کار طريقه او ډول په داسې ډول ټاکلي دي چې د ښځې له فطرت او طبیعت سره مناسب وي.
اسلام د ښځو لپاره د کار کولو شرایط په پام کې نیولي چې د ښځو د عزت او وقار ساتنه کوي، او دا شرایط په لاندې ډول دي:
نارینه او ښځینه باید د کار په ځای کې سره ګډ نه شي؛ ځکه د نر او ښځې اختلاط اخلاق او دین ته زیان رسوي.
د کور څخه بهر د ښځې کار باید د هغې د میړه یا پلار یا ورور یا د هغه چا په اجازې او رضایت سره وي چې د دې میرمنې مسؤلیت پر غاړه ولري.
د ښځې کار باید د ښځې د طبیعت او د هغې د توان او وړتیا سره سم وي او هغه ستړي، ستونزمن او درانه کارونه نشي ترسره کولی .
ښځه باید په هغو برخو کې کار وکړي چې ټولنه د هغې له کار څخه ګټه واخلي؛ د مثال په ډول:
الف . د نجونو د ښوونې او روزنې په برخه کې باید د نارینه وو پر ځای ښځې دغه دنده پر غاړه واخلي؛
ب. د طب او د ښځو د نرسنګ په برخه کې، د دې لپاره چې د ښځو درملنه د ښځینه ډاکټرانو لخوا وشي، نه د نارینه ډاکټرانو لخوا.
ج. د ښځو خیاطي، د دې لپاره چې ښځې د جامو ګنډلو لپاره نارینه خیاطۍ ته لاړې نشي؛
د. کار باید د هغه ډیری وخت ونه نیسي؛ بلکه، هغه باید خپل ډیر وخت د کور په ساتنه، د خپل میړه ته په رسېدنه او د خپلو ماشومانو په پالنه کې تیر کړي.
ه. کله چې کار ته ځي، سینګار دې نه کوي او عطر دې نه کاروي؛ بلکي هغه باید اوږده او لویې تورې جامې واغوندي او خپل مخ پټ کړي.