لیکوال: زید
د الله توره «خالد بن ولید رض» ژوند ته لنډه کتنه (یو څلویښتمه برخه)
د فارس او ایران ټولو واکمنانو ته د خالد لیکونه
علامه ابو زید شلبي رحمه الله لیکي: کله چې حضرت سیدنا خالد رضي الله عنه د پرله پسې فتوحاتو څخه فارغ شو، نو غوښتل یې چې ایرانیان او فارسیان هوښیار کړي او هغوی و پوهوي چې د اسلام د ځواکمن لښکر پر وړاندې مقاومت، درېدل او جګړه بس دې؛ بل څوک د دې لښکر د فتحو او د خدای تعالی د مرستې مخه نشي نیولای؛ نو غوره ده چې وسله پر ځمکه کېږدي، ایمان راوړي او د اسلام له ګټو او برابرۍ برخمن شي. که دوی ایمان نه راوړي، لږ تر لږه د جزیې ورکول باید ومني؛ که نه نو د اسلام هوښیار او ښه وسله وال پوځ به ټول له منځه یوسي. په دې اړه حضرت سیدنا خالد رضي الله عنه دوه خطونه لیکلي چې متن یې په لاندې ډول دی:
لومړی لیک د حیره قوم د یوه کس په لاس د ایران واکمنانو ته ورسید
بسم الله الرحمن الرحیم
دا د فارس حاکمانو ته د خالد بن ولید یو لیک دی.
اما بعد. د خدای شکر دی چې ستاسو نظام یې ګډوډ کړ او ستاسو پلانونه او دسیسې یې باطلې او شنډې کړې او پر تاسې یې نفاق او تفرقه غالبه کړه.
که هغه تاسو ته دا ډول آفتونه نه وای راوړي، تاسو به ډیر بدبخته کیدلې. ایمان راوړه ! موږ ستا او ستا له ځمکې سره هیڅ کار نه لرو، موږ به له تا تېر شو او بل ځای ته به ولاړ شو.
که تاسو دا بلنه ونه منئ، نو تاسو به حتماً د هغو کسانو له خوا ماتې وخوري، چې له مرګ سره دومره مینه لري، چې تاسو یې د ژوند سره لرئ.
دوهم لیک د هرقل لخوا د ایران سرحدي ساتونکو ته ورسید
بسم الله الرحمن الرحیم
دا لیک د خالد بن ولید له خوا د ایران د پولو ساتونکو ته دی. اما بعد، مسلمان شئ تر څو خوندي او سلامت پاتې شئ ! که نه نو جزیه ورکړئ! زه به تاسو سره د اسلامي حاکمیت لاندې د یو شخص په توګه چلند وکړم. که نه نو زه به په تاسو باندې د داسې لښکر سره برید وکړم چې مرګ سره دومره مینه لري لکه څنګه چې تاسو شراب خوښوي.
کله چې انسان د صحابه کرامو رضي الله عنهم توکل ته وګوري او د هغوی پر نفس اعتماد وګوري، نو پوهېږي چې په دوی کې څومره زغم، غیرت او همت و چې کله به يې زړورتیا د دوی په غیرت غالبه وه او کله به د دوی غیرت د دوی په زړورتیا غالب و؛ دوی له هیڅ ملامتوونکي څخه نه وېرېدل او د قرآن کریم د دې آیت « وَلاَ یَخاَفُونَ لَومَة لَائم» مصداق ګرځیدلي و. دوی له هیڅ حکومت او زبر ځواک څخه نه ډاریدل او د هغه وخت د عصري وسلو څخه نه ویریدل؛ بلکې د نړۍ زبرځواکونه یې ننګولي و او په خلاصه سینه او بشپړ آرامۍ یې ګواښلي وو.
بله ګټه چې له دغو دوو خطونو څخه تر لاسه کېدای شي دا ده چې حضرت سيدنا خالد رضي الله عنه لومړی ليک د ايران واکمنانو ته واستاوه او د کار د نرمښت په اړه يې لږ څه خبرې وکړې. خو دویم لیک یې د ایران پوله ساتو ځواکونو ته واستاوه او پرته له کوم تمثیل څخه یې د موضوع اصل ته وکتل او خبرداری یې ورکړ.
دا هم د حضرت سیدنا خالد رضي الله عنه هوښیارتیا او ځيرکتیا په ګوته کوي.
دغو لیکونو ته د فارس د واکمنانو ځواب څه وو؟
په (خالد سیف الله) کتاب کې راغلي دي چې ایرانیانو سیدنا خالد رضی الله عنه ته داسې مثبت ځواب ور نکړ؛ بلکي داسي ښودنه یې کوله چي لا هم د اسلام د زمريانو په وړاندي د مبارزې توان لري.
یو کال تېر شو، د حیره سیمه او فتحه شوې ځمکې لا هم د اسلام په واک کې وې او هلته الهي احکام نافذ وو، پاتې سیمې چې سوله یې کړې وه، جزیه یې ورکوله .
په همدې وخت کې د ایران پاچا اردشیر مړ شو او له دې امله چې د لوی کسریې له کورنۍ څخه کوم مناسب کس ونه موندل شو چې چارې یې پرغاړه واخلي، د پارس او عجمیانو تر منځ اختلافات لاپسې زیات شول.
خو کله چې دوی پوه شول چې لوی خطر (اسلامي پوځ) دوی ګواښي ، نو ټولو ومنله او د خالد لیکونو ته چې له خیر غوښتنې، نصیحت او عدالت څخه تش نه و، منفي ځواب ورکړ .
په هغه وخت کې د حره له سیمې څخه نیولې تر دجلې پورې هر څه د مسلمانانو په واک کې وو. د دجلې بله خوا لا نه وه فتحه شوې او ایرانیانو د دجلې او مدین له خاورې څخه د دفاع پرته بله چاره نه درلوده. دوی مسلمانانو ته اجازه نه ورکوله چې دې خاورې ته ننوځي.
د ایران لپاره د موقتي سرپرست ټاکل
د حضرت سيدنا خالد رضي الله عنه د ليکونو له لوستلو وروسته ايرانيانو غوره وګڼله چې خپلمنځي اختلافات يوې خواته کړي او په اتفاق سره يو کس د هېواد د ادارې سرپرست او موقت مشر وټاکي؛ له همدې امله يې د مشورې او رايو له تبادلې وروسته د بندوان زوی فرخزاد د ايران د مشر په توګه وټاکل شو او ټولو يې اطاعت وکړ.