تصوف او عرفان (دوهمه برخه)
د تصوف ضرورت:
قاضي ثناءالله پاني پتي رحمه الله په “تفسیر مظهري” کې د تصوف اړتیا څیړلې ده. د هغه د خبرو خلاصه دا ده چې لکه څنګه چې د خارجي ممنوعاتو څخه لیري کېدل فرض دي همداسې د باطني ممنوعاتو څخه ځان ساتل هم ضروري دي.
باطني ممانعتونه لکه غرور، تکبر، حرص، حسد او داسې نور دي، چې انسان بايد خپل زړه له دغو فسادونو پاک کړي او پر ځای يې عاجزي، قناعت، صبر، شکر، يقين، اخلاص او داسې نور ضروري صفتونه راولي. د تصوف د علم ميوه له دغو نېکو او ضروري صفتونو پرته بل څه نه دي او څوک چې په دې علم نه پوهيږي هغه ځان د باطني حرامو څخه نه شي ژغورلی.
تصوف د انسان د فکر له روښانه تجلیاتو څخه دی چې د ډیری فکري او هنري پیښو لامل دی او دا د هغو صاحب نظرانو په اند هغه معرفت دی چې پر ذوق او اشراق باندي تکیه کوي، خو اهل برهان پر عقل او استدلال باندي اعتماد کوي.
تصوف يا اسلامي عرفان د اسلامي ثقافت تر ټولو عالي او سپېڅلې جلوه ده، چې تل يې مسلمانان نیکیو ته هڅولي دي. د اسلامي تصوف حقیقت د انسان په وجود او الهی فطرت کې ریښې لري او څرګندونه یې په وینا او چلند کې ده.
له همدې امله، هیڅ دین د مذهبي کلتور سره نشي موندلی چې له عرفاني تمایلاتو څخه خالي وي. اسلامي تصوف چې د سپېڅلي کتاب او سنتو څخه اخیستل شوی، په اصل کې د اسلام د دین حقیقت او جوهر دی. د اسلامي تصوف تر ټولو اساسي بنسټونه پر الهي آیاتونو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم او تعلیماتو ولاړ دي. او د پیغمبر علیه الصلاة و السلام عملي چلند پر د دغه حقیقت ثبوت دی.
اصلي سرچینه
هر هغه آیت او حدیث چې د فقر او زهد د ارزښت او اهمیت څرګندونه کوي د تصوف ارزښت هم پکې شامل دی. لکه: «لِلْفُقَرَاءِ الَّذِيْنَ اُحْصِرُواْ فِي سَبِيْلِ اللهِ» او لکه د رسول الله صلی الله و علیه و سلم حدیث چې ابن عمر رضي الله عنهما روایت کړی دی: «هر څه یوه کلي لري، او د جنت کلي د صبرکوونکو فقراو سره مینه ده چې د قیامت په ورځ به خدای ته نږدې وي.» ډېر خلک په دې اند دي، چې تصوف له فقر څخه پراخه مانا لري، خو د شام خلک دا دواړه مترادف ګڼي او مانا يې يو شان بولي.
د تصوف تعریف
تصوف د زړه او نفس تزکیه او پاکوالی دی لکه څنګه چې الله تعالی فرمايي: «قَدْ أَفْلَحَ مَنْ زَكَّهَا وَقَدْ خَابَ مَنْ دَسَّهَا».
د «تصوف» ریښه
د حضرت انس رضي الله عنه په روایت کې راغلي چې د رسول الله صلی الله علیه و سلم به د غلام بلنه هم منله او په خره به سپور کېده او وړۍ(د صوف کالي) به یې اغوستلې، له همدې امله ویل شوي: “صوفي له صوف (وړۍ) څخه اخیستل شوی دی، په لومړیو وختونو کې دې ډلې اکثره پشمینه اغوستله او ښه به یې ګڼله.” دا د تصوف لومړنی دلیل دی.
د صوفیانو دوهم دلیل یو حدیث دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: اویا پیغمبران د روحاء په غونډۍ باندي په لوڅو پښو او کالیو باندې تېر شول او د وړیو چپني یې اغوستي وې.
د متصوفینو دریم دلیل د مسیح له حالت څخه اخیستل شوی چې ده هم پشمینه اغوستله.
د دوی څلورم دليل د حضرت حسن بصري رحمه الله قول دی چې وايي: ما د اهل بدر له اویاو کسو سره اوه ځله ليدلي دي، چې ټولو پشمينه(د وړیو چپني) اغوستې وه.
له حضرت ابوهریره او حضرت فضاله بن عبید رضي الله عنهما څخه همدا ډول د اهل بدر په اړه روایت شوی او د جمعې په حدیث کې هم د اصحابو کرامو د پشمینه اغوستلو کیسه روایت شوې ده.
دا نوم له حدیث څخه اخیستل شوی او ډیر مناسب دی. ځکه چې په عامه ژبه کې، “تصوف” د پشمینه اغوستلو معنی لري، لکه “تقمس” چې معنی یې د کمیس اغوستل دي.
ځينو ويلي دي: «صوفي له صفت څخه مشتق دی. ځکه چې د صوفیانو ډله د خدای تعالی په وړاندې د خپلو ډیرو هڅو له امله، له انبیاوو وروسته، دوی ځانګړي او د خدای غوره شوي کسان دي، چې په لومړۍ صف کې ولاړ او له نورو ډلو څخه مخ کې دي.»
ځينو دا هم ويلي دي: د صوفيانو تعلق د اصحاب صُفه سره ده. که څه هم دا نوم د لفظي مشتق له مخې سم نه دی، خو د معنا او مفهوم له مخې سم دی. ځکه د تصوف د خلکو حالات په ډېرو مواردو کې د صُفه د صحابه کرامو په شان دي، لکه: له يو بل سره دوستي او محبت، د دنيا پرېښودل او د خداى د ياد لپاره راټولېدل، چې الله تعالى يې په اړه فرمايي: «وَلا تَطْرُدِ الَّذِيْنَ يَدْعُوْنَ رَبَّهُمْ بالْغَدوةِ وَالْعَشِيَّ يُرِيدُونَ وَجْهَه.» او همدارنګه یې فرمایلي دي: «وَاصْبِرْ نَفْسَكَ مَعَ الَّذِينَ يَدْعُونَ رَبَّهُمْ بِالْغَدَاةِ وَالْعَشِيِّ يُرِيدُونَ وَجْهَهُ.»
یوه ډله په دې باور ده چې د صوفي کلمه له صفا څخه اخیستل شوې ده. له دې څخه څرګندیږي چې دا کلمه د دې خلکو لپاره د یو لقب په څیر ده چې شخص ته صوفي او ډلي ته صوفيه بلل کیږي یا سړي ته متصوف او ډلي ته متصوفه وايي. مطلب دا چې الله تعالی دغه ډله غوره کړې ده او د دوی لپاره یې خپل نعمتونه صفا کړي دي او دوی ته یې ځانګړی عزت ورکړی دی.