د مخ پټولو حکم ته تحلیلي کتنه (لومړۍ برخه)
مقدمه
اسلامي حجاب د اسلام د سپېڅلي دين له اساسي او مهمو احکامو څخه دی او د قرآن او اسلامي فقه څخه یو ځانګړی راخیستل شوی تفسير دی. حجاب د ښځو لپاره یو خوندي او قوي حصار دی، چې د دوی عفت، عزت، پاکي او طهارت ساتي. له همدې امله د ښځې حجاب د عبادت بڼه لري او د نفس او روح د لوړوالي او د هغوی د کرامت او کردار د ساتلو لپاره دی. په حجاب کې د سر او بدن پټول، د مخ پټول او پر مخ باندي د برقعې(بوغرې) اغوستل شامل دي، چې علما یې د حجاب په دويمه درجه باندي ياد کړي دي.
د مخ پټول او د مخ نه پټول د نننۍ ټولنې له مهمو او ګرمو مسلو څخه دي چې د مسلمانانو په نوم ځینې خلک په مختلفو دلایلو د مخ پټولو او د برغې مخالفت کوي او مسلمانو ښځو ته د حجاب پریښودلو بلنه ورکوي. دا اعتراضونه ډیری وختونه د دلایلو سره وړاندي کیږي. دا مسله تر ډېره د ځوانانو او لوستو خلکو تر منځ مطرح کېږي، چې په دې برخه کې د اسلامي احکامو د نه پوهېدنې له امله شکونه ورته پپښیږي. هغه خلک چې له دین او شریعت څخه ناخبره دي، د شیطان د نفوذ او د نفس د خواهش له امله له دې بدعت سره یو ځای کېږي او هغه ته ترویج ورکوي.
په دې اړه زموږ ډېری خبرې د هغو مسلمانو مېرمنو لپاره دي، چې بشپړ شرعي حجاب او مخ پټول له اسلامه نه ګڼي. همدا د هغو کسانو موخه ده چې مسلمانو ښځو ته د دین په نوم د مخ سینګار کولو بلنه ورکوي او په داسې زمانه کې چې فتنې او فساد خپل اوج ته رسېدلی دي، ښځي بې حجابۍ ته هڅوي.
زه له خپلو مسلمانو وروڼو او خویندو څخه یوه پوښتنه لرم چې دا مسله یې عادي ګڼلې ده؛ ايا دوی نه پوهيږي چې د علماوو او د ټولو سپېڅلو امامانو اجماع دا ده چې مسلمانې ښځې دې د پراخې فتنې له امله خپل مخونه پټ کړي چې ټولنه يې ځپلې ده؟ لکه څنګه چې مسلمانو ښځو د پیړیو راهیسې خپل مخونه پټ کړي؟! هو، د دې ادعا لپاره له خپلو پخوانیو او اوسنیو پوهانو څخه شواهد لرو چې دا یې ذکر کړي دي:
-
د اندلس ابوحیان په اتمه پیړۍ کې ژوند کاوه، هغه د “البحر المحیط” په تفسیر کې وايي: “همدارنګه د اندلس د خلکو دود داسې و چې د یوې سترګې پرته به د ښځې ټول بدن پټ و. [د نارینه وو په وړاندې].”
-
علامه حافظ ابن حجر چې په اوومه هجري پېړۍ کې ژوند کاوه وايي: «زموږ په تېر او اوسني وخت کې د ښځو د ژوند طريقه تل دا وه چې د نامحرمو نارينه وو څخه به يې مخ پټول.
په اسلامي ټولنه کې «د مخ د پټولو» اهمیت او په دې برخه کې د شکونو د زیاتوالي په پام کې نیولو سره، ما پریکړه وکړه چې د قرآن کریم آیتونو، د ګران پیغمبر صلی الله علیه وسلم احادیثو، امامانو او د امت د علماوو د اقوالو په استناد سره دا موضوع تر څېړني لاندي نیسو:
په لومړۍ برخه کې د حجاب اړوند عمومي مسایل لکه: د حجاب تعریف، د حجاب درجې، په بېلابېلو هېوادونو کې د برقعې ډولونه او د مخ پټولو تاریخي وړاندیزونه په تحلیلي ډول څېړل شوي دي.
په دویمه برخه کې د اهل سنتو معتبرو منابعو ته په اشارې سره مخ پټول له قرآنی آیتونو او د مفسرینو له الفاظو څخه په تفصیل سره ثابت شوی دی.
په دریمه برخه کې د مخ پټولو دلایل د رسول الله صلی الله علیه وسلم له احادیثو څخه د معتبرو او اهل علمو په تصریحاتو سره بیان شوی دی.
په څلورمه برخه کې د “د مخ پټولو او د حجاب” په اړه د امامانو، علماء کرامو، فقهاوو او د معاصرو علماوو نظرونه ذکر شوي دي.
په دې برخه کې د ترسره شویو څېړنو له مخې دې نتیجې ته رسیږو چې دغه څېړنه د موضوع اړوند ټول اړخونه په هراړخیزه توګه څېړي. هیله لرو چې خدای تعالی زموږ دغه څېړنه قبوله کړي او د اسلامي ټولنې د حالت په ښه کولو کې ترې ګټه پورته شي.