مرجئه (څلور ویشتمه برخه)
د تاریخ په اوږدو کې ټولې هغه ډلې، فرقې او جماعتونه چې یو وخت یې عزت او وقار درلود، له ډېرو پورته او ښکته کېدو وروسته له منځه ولاړل او خپل مقام یې له لاسه ورکړ. په تېرو مقالو کې مو هڅه کړې، چې د دې ډلې (مرجئه) نظرونه، عقیدې او باورونه څرګند کړو. په دې برخه کې چې تقریباً پای یې دی، د اموي او عباسي خلافتونو په زمانه کې د دې فرقې په وضعیت او د دې فرقې د زوال په اړه بحث کوو.
د اموي خلافت دوره
اکثرو محققینو مرجئه له امويانو سره همغږي ګڼلي او ځینو یې د هغوی پر ضد او مقابل کې معرفي کړي دي. دغو څېړونکو ليکلي دي: د عام او شایع قول پر خلاف (چې مرجئه د امويانو په خدمت کې وه او د اموي فرقې څخه ګڼل کېده) تاريخ ښيي چې ډېرو له هغو څخه د امويانو پر ضد عمل کړی دی. او همدارنګه اهل حدیث چې د امويانو پر لاره روانه وه، د مرجئه و په ضد یې ډېر اثار لیکلي دي، که چیرې مرجئه په رښتیا هم د اموي فرقې څخه وای، نو یقینا اهل حدیث به د اموي حکومت د مدافعینو په توګه د دوی لږ سپکاوي ته هم اجازه نه ورکولی.
د مرجئه و په ډله کې خالصه مرجئه د وخت د خليفه ګانو او واکمنانو له پلويانو څخه وه، خو د قادريه او جبريه مرجئه و د ظالمو واکمنانو مخالفين وو او د هغوى پر ضد يې جګړه کوله، چې د دوی په منځ کې لاندې کسان ذکر کولای شو:
سعید بن جبیر: هغه د عبدالملک بن مروان په زمانه کې د قرآن قاري، محدث او فقیه و.
حجاج د عبدالمالک د واکمنۍ په دوره کې، په پیل کې د مرجئه و د ملاتړی و، او مهمي وظیفې یې سعید بن جبیر کوفي ته ورسپارل. خو د حجاج اخلاق د مؤمنانو له مزاج سره نه و، له همدې امله د هغه او مرجئه و تر منځ اختلاف رامنځته شو. له همدې امله کله چې عبدالرحمن بن اشعث، کوفیان یې خپل ملاتړ ته راوبلل، د کوفې خلکو د قرآن له قاریانو او نورو علماوو سره د هغه سره ځای شول. عبدالرحمن بن اشعث په ۸۰ هـ ق. هغه د اسلامي ختیځ په سیمه کې د نویو فتوحاتو د ترلاسه کولو لپاره د اموي ځواکونو د قوماندان په توګه حرکت وکړ. له ځينو پېښو وروسته د عبدالرحمن او حجاج تر منځ اړیکي خراپي شوې، او عبدالرحمن د حجاج پر ضد بغاوت وکړ. د عراق خلکو چې د حجاج او بني اميه د مخالفت دليل درلود، نو د الله کتاب، د رسول الله صلی الله علیه و سلم سنت، د ګمراهانو پاچاهانو د رد او د کفارو په وړاندې د جهاد لپاره يې د هغه بلنه ومنله.
د باغیانو په منځ کې د علماوو او فقهاوو یوه ډله او د مرجئه فرقې څخه هم پکي وو چې په ۸۳ هجري کې پای ته ورسید.
سعید بن جبیر له لومړنیو انقلابیانو او جنګیالیو څخه و چې په ۸۱ هجري کې له عبدالرحمن سره ودرېد او حجاج بن یوسف یې له واکه ګوښه کړ. سعید په ښکاره د امويانو د ظلم او ستم په اړه خبرې کولې او هغوی یې د اسلام له مینځه وړلو او غورځولو باندي تورن کول. ابن سعد وايي: جنګیالیو ته یې د «دیر جماجم) په ورځ ویل: «تاسو باید له بنی امیه سره وجنګېږئ، ځکه هغوی په حکومت کې استبداد کوي، د خدای پر بندګان باندي یې خروج کړی، لمونځ یې پایمال کړی، او مسلمانانو ته یې سپکاوی کړی دی.» له ماتې وروسته مکې معظمې ته ولاړ او هلته پاتې شو او د حجاج په غوښتنه او د وليد بن عبدالملک په امر ونيول شو او ووژل شو.