لیکوال: زید
حضرت فیروز دیلمي رضي الله عنه (لومړۍ برخه)
د حضرت فیروز دیلمي رضي الله عنه نوم او نسب
پیژندنه
«صحابه پېژنده» هغه علم دی چې هیڅ مسلمان ځیني بې نیاز نه دی. هر هغه څوک چې په نبي کریم، خاتم الانبیاء او د رب العالمین پر رسول صلی الله علیه وسلم د ایمان او عقیدې دعوه کوي، په یقین سره د ایمان د لوړولو، د دیني حمیت روزلو او معنوي ابعادو د پرمختګ لپاره دغه مبارک علم ته اړتیا لري، ځکه ټول صحابه کرام رضی الله عنهم د رسالت ځلانده ستوري ګرځېدلي او د رسالت له چیني څخه یې اوبه څښلي دي او ځانونه یې په هغه باندي خړوبه کړي دي.
له ډېرو اسلامي کتابونو او منابعو څخه دا معلومیږي، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه کرام د هدایت د ستورو په څېر دي.
که موږ د محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم د صحابه کرامو او د سترو مفکرینو او تاریخ پوهانو تاریخ ته یو نظر واچوو، نو معلومه به شي چې هر یو جلا جلا ژوند درلود. ځينو يې د زهد ژوند غوره كړ، لكه سيدنا ابوذر غفاري رضي الله عنه او ځینو يې جهادي ژوند غوره كړ، لكه حضرت سيدنا خالد بن ولید رضي الله عنه، او ځینو یې د تجارت چاري مخ ته بېولې لکه حضرت سیدنا عبدالرحمن بن عوف رضي الله عنه، او ځینو یې هم عالمانه ژوند درلود لکه: حضرت سیدنا عبدالله بن مسعود رضي الله عنه، او نورو هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم په خدمت کې وو لکه حضرت سیدنا انس بن مالک رضی الله عنه او نور.
لنډه دا چې د انسان د ژوند په هر اړخ کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه کرام پوره اسوې او قدوې دي او موږ کولای شو د ژوند په هره برخه کې پر هغوی باور او د هغو څخه پیروي وکړو. ځکه چې ټولو د رسول الله صلی الله علیه وسلم پیروي کوله او د یوې شېبې لپاره یې هم نافرماني نه کوله او د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر قدمونو باندي یې قدمونه اخیستل او د هیڅ ملامت کوونکو ملامت ته یې پام نه کاوه.
د مقالو په دې برخو کې غواړو د تاریخ یوه بل ستر اتل او قهرمان کور ته لاړ شو. هغه شخصیت چې موږ ورسره ډیر نه پېژنو او د تاریخ په کتابونو کې یې لږ یادونه شوې ده. په دې لیکنه کې به د حضرت سیدنا فیروز دیلمي رضي الله عنه د ژوند په اړه خبرې وکړو.
د دې موضوع غوره کولو لاملونه
د ځینو لوستونکو په ذهنونو کې به دا پوښتنه راپورته شي، چې ما ولې دا موضوع غوره کړه، په داسې حال کې چې ډېر لوړ پوړي کسان شته چې ژوند یې باید ولیکل شي؟
د دې پوښتنې په ځواب کې باید وویل شي چې ما دا موضوع د لاندې دلایلو له مخې غوره کړې ده:
-
په غونډو او تصنیفاتو د دوی څخه کم ذکر شوی دی.
-
د رسول الله صلی الله علیه وسلم په صحابه کرامو کې هغه هم د فارس (پاړس) و. په داسې حال کې چې ډیری خلک فکر کوي چې یوازې سیدنا سلمان فارسي رضی الله عنه فارسي نژاد و.
-
ځینې خلک هغه د سیدنا عمر فاروق رضی الله عنه له قاتل سره چې نوم یې “فیروز ابو لولو” و، ګډوډوي. او همدارنګه په دې نوم اعتراض او کرکه لري؛ حتی ځینو مسلمانان، خلک له دې نوم څخه منع کوي او چا ته چې دا نوم ورکړل شوی وي نوم یې بدل کوي.
یوه ورځ مې د فقهې درس ورکاوه، د یوه طالب په زیار او مجاهدت باندي متوجه شوم چې د افغانستان له فاریاب ولایت څخه مدرسې ته د نبوي علومو د زده کړې لپاره راغلی و. ما هم ترې د هغه نوم وپوښت، هغه وویل چې نوم یې فیروز دی. د دې نوم په اورېدو ځينو ټولګيوالو وخندل او داسې يې وګڼله چې دا نوم د حضرت عمر رضی الله عنه د قاتل نوم دی. نو دی باید خپل نوم بدل کړي.
په هغه وخت کې مې فکر وکړ، که د دې جلیل القدر صحابي په اړه څه څېړنه وشي ډېره به ښه وي. څو ورځې وړاندې مې د “صور من حیاة الصحابة” په زړه پوری کتاب لوسته، او د دغه ستر صحابي د ژوند ځینې اړخونه مې ولوستل. خو له اسلام څخه وروسته د هغه د ژوند یوازې ځینې اړخونه ذکر شوي او له اسلام څخه مخکې د هغه د ژوند او د هغه د نسب په اړه څه ندي ویل شوي.
د دې کتاب له لوستلو وروسته مې د سیدنا فیروز دیلمي رحمه الله په ژوند کې د منابعو په راټولولو او څېړنه پیل وکړ او د هغه ژوند مې د لیکنې موضوع وګرځوله.
هیله لرم چې الله تعالی به موږ د دې سترو رښتینو پیروانو په ډله کې حساب کړي او د دوی سره یو ځای حشر کړي.
لنډیز
د هغه نوم فیروز او د پلار نوم یې دیلمي دی. د هغه په نسب کې د سیرت لیکونکو او مورخینو ترمنځ اختلاف شته چې حاصل یې په لاندې ډول دی؛ هغه په اصل کې د فارس دی، او پلرونه یې د ایران د کسرا د حکومت تابع وو. کسرا دوی یمن ته ولیږل ترڅو خپله سیمه پراخه کړي، د هغه پلرونو هڅه وکړه او د یمن څخه د حبشې خاوره جلا کړل. د دې صحابي پلار د حبشې د پاچا نجاشي له خور سره واده وکړ او د دوی د واده پایله حضرت فیروز دیلمي رحمه الله و. په دې لحاظ ډېر مورخين هغه د حِميَر له قبيلې او د بني ضَبه له قوم څخه ګڼي.