علماء او په اسلامي بیدارۍ کې د هغوی مسؤلیت (درېمه برخه)
د علماوو دنده او مسئولیت
هغه څه چې د پوهانو لپاره مهم دی د خپل ټولنې د شرایطو درک کول دي، په ښه توګه درک وکولای شي، او هغه حاکمه فضا چې ټولنه اداره کوي د بصیرت په سترګو سره هغه فضا وګوري، د نن ورځې د حالاتو او مسايلو د تحليل وړتيا پياوړې کړي، د ملتونو فردي او ټولنيزې ځانګړتياوې، د پېښو او د امت د يووالي یا د جلاوالي لاملونه وپېژني او تل د هغو اختلافاتو د هوارۍ لپاره هڅه وکړي. ځکه په اوسني عصر کې تر بل هر وخت زیات د مسلمانو هېوادونو ترمنځ د اتحاد اړتیا محسوسېږي او د یوه واحد اسلامي ملت د خبرو بیا راژوندي کېدل د اسلامي بیدارۍ دوام کېدای شي.
د اسلامي وحدت مانا دا ده چې د اسلام د هرې ډلې او مذهب مسلمانان د اسلام پر بنسټ سره راټول شي او د ګډ دیني عناصرو پر بنسټ اسلامي وحدت رامنځته کړي. دې موخې ته د رسېدو لاره یوازي دیني، قومي، ژبني او نورو پولو هاخوا پراخ نظر دی. مسلمانان باید فکر وکړي او د عمل په بڼه کې د فردي ګټو پر ځای د اسلام او مسلمانانو عمومي ګټې غوره کړي. د دې مهمې موضوع د درک کولو لپاره باید د اسلامي واکمنانو تاریخ مطالعه شي. همدارنګه، پکار ده چې هر مسلمان ځان د انسان سازۍ برنامو ته وقف کړي کوم چې د روحاني ډاکټرانو لخوا وړاندي شوي. نتیجه
په یقین سره ویلای شو چې اسلامي ټولنه په دې دوره کې د رجالو(اتلانو) له بحران سره مخ ده، سره له دې چې د تاریخ په اوږدو کې دوه شیان د وخت د طوفانونو او ترخو پیښو په وړاندې د اسلام د پایښت او بقا سبب شوي دي:
1. دا چې خپله د پاتې کیدو وړتیا ولري: “الاسلام یعلو ولا یعلی علیه”.
2. دا چې د کار خلګ(رجال) هر وخت شتون لري. او دا ښوونځۍ او مدرسې د انسان جوړونې فابریکې دي او شاګردان یې د اسلام راتلونکي رجال دي.
له همدې امله مدرسو غړو ته لازمه ده چې هغه پټ استعدادونه چې په دوی کې ایښي معلوم او وده ورکړي. د هغې ورځې په هیله چې مدرسې او ښوونځۍ خپل ورک شوی هویت بېرته ترلاسه کړي او د صحابه کرام رضي الله عنهم، تابعینو، امام ابو حنیفه، امام مالک، امام شافعي، امام احمد بن حنبل رحمهم الله او نورو په څیر اتلان ډګر کې قدم کښېږدي او اسلامي ټولنې ته ژوند او تازه توب راوړي.