لنډيز
د انسان پیدایښت د نارینه او ښځینه د لیوالتیا او جذب سره پېل شو.
خدای جل جلاله په خپل سپیڅلي کتاب کې واده د آرامتیا سرچینه بللې او د مېړه او مېرمنې ترمنځ مینه او محبت د الهي نښې په توګه یاده کړې ده.
واده تل د انسان د جسمي، احساساتي، ذهني او معنوي اړتیاوو د پوره کولو عامل و او کورنۍ تر ټولو اساسي ټولنیز بنسټ په توګه د انساني کلتور او تمدن د ودې یا د زوال بنسټ دی.
بریالۍ کورنۍ هغه کورنۍ ده چې غړي یې یو له بل سره مینه لري، هر یو یې د یو بل روغتیا او خوښۍ ته پام کوي او د یو بل د ودې او غوره والي لپاره هڅې کوي. بریالۍ کورنۍ د یوې بریالۍ ټولنې غړي دي؛ نو د دې لپاره چې ټولنه له دا ډول کورنیو څخه ګټه پورته کړي، د کورنۍ غړي باید وروزل شي چې د کورنۍ اړوند مختلفو مسائلو ته ژوره کتنه وکړي او د یوې باثباته او غوره کورنۍ د جوړولو او پالنې لپاره ټینګ ګامونه پورته کړي.
بنسټیزي کلمې: واده، نکاح، مېړه او ښځه، مهر.
پېژندنه
انسانان د خپل ژوند په اوږدو کې له انتخابونو سره مخ دی او د هرې مسئلې د انتخاب لپاره باید معیارونه ولري؛ لکه: د کار غوره کول، تحصیلي رشته، کور، او داسې نور.
یو شخص د خپلو ګټو او موجوده شرایطو او اسانتیاوو پر بنسټ معیارونه پیدا کوي او بیا یې ټاکي.
د ژوند یوه مهمه موضوع او مسئله واده دی، چې زیاتې پاملرنې ته اړتیا لري؛ ځکه چې دا د هغه ټول دنیوي او اخروي ژوند پورې اړه لري او راتلونکی نسل هم ترې متأثره کېږي.
د موضوع د اهمیت او د هغې د پایلو په پام کې نیولو سره، اړینه ده چې د واده لپاره سم او منطقي معیارونه وڅېړل شي. دا معیارونه باید په نارینه او ښځینه دواړو کې پلي شي. داسې نه ده چې یوازې ښځې دې دا ځانګړنې ولري او نارینه دې ترې ګوښه وي.
په آیتونو او احادیثو کې د واده کولو تأکید:
خدای پاک جل جلاله فرمایي: «وَأَنْكِحُوا الْأَيَامَى مِنْكُمْ»؛ «د خپلو مجردانو ښځو او نرو ته واده وکړئ.».
په بل ځای کې فرمایي: «فَلَا تَعْضُلُوهُنَّ أَن يَنكِحْنَ أَزْوَاجَهُنَّ إِذَا تَرَاضَوْا بَيْنَهُمْ بِالْمَعْرُوفِ»؛ «دوی د(پخوانیو) مېړونو سره د واده کولو څخه مه منع کوئ کله چې دوی په خپل منځ کې موافق وي.».
واده د صالحانو له خواستونو څخه دی کله چې وايي: «وَالَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا هَبْ لَنَا مِنْ أَزْوَاجِنَا وَذُرِّيَّاتِنَا قُرَّةَ أَعْيُنٍ»؛« او هغه څوک چې وايي، ای ربه، موږ ته زموږ د مېرمنو او ماشومانو څخه د سترګو رڼا (د خوشحالۍ لامل) وګرځوې.
او الله تعالی جل جلاله پیغمبرانو ته د مېرمنو د ټاکلو منت کوي او فرمایي: «وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلًا مِن قَبْلِكَ وَجَعَلْنَا لَهُمْ أَزْوجًا وَذُرِّيَّة»؛ «موږ له تا څخه مخکي پیغمبران رالیږلي وو او هغوی ته مو مېرمني او اولادونه ورکړل.»
رسول الله صلى الله عليه وسلم مسلمانانو ته د واده کولو توصيه او تشويق كړى دى او فرمايي: “« النکاح سُنتی» و فی روایة «مَنْ أَحَبَّ فِطْرَتِي فَلَيَسْتَنَّ بِسُنَّتِي، وَمِنْ سُنَّتِي النِّكَاحُ»؛ « واده زما سنت دی. څوک چې زما له فطرت سره مینه لري، زما په سنتو عمل کوي.» دا حدیث د نکاح د ښه والي او د واده کولو لپاره ترغیب ورکوي.
په بل ځای کې فرمایي: «تَنَاكَحُوا، تَكْثُرُوا، فَإِنِّي أُبَاهِي بِكُمُ الْأُمَمَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ»؛ «واده وکړئ، او خپل نفوس زیات کړئ؛ ځکه زه به د قيامت په ورځ د نورو اُمتونو په منځ کې ستاسو په کثرت فخر کوم.
رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه کسان چې د فقر او د بې وسۍ او د فقر له وېرې له واده کولو څخه انکار کوي، غندلي دي او دا کار یې د غندنې وړ بللی او همدارنګه فرمايي:
«يَا مَعْشَرَ الشَّبَابِ، مَنِ اسْتَطَاعَ البَاءَةَ فَلْيَتَزَوَّجْ، فَإِنَّهُ أَغَضُّ لِلْبَصَرِ وَأَحْصَنُ لِلْفَرْجِ، وَمَنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَعَلَيْهِ بِالصَّوْمِ فَإِنَّهُ لَهُ وِجَاءٌ»؛ «اې د ځوانانو ډلې، په تاسو کې هر څوک چې(د جنسي ځواک او د ژوند د لګښتونو) توان لري باید واده وکړي؛ ځکه چې واده سترګې په ښه توګه کنټرولوي او عزت ساتي مګر هغه څوک چې د واده لګښت نشي پوره کولی، روژه دې ونیسي، ځکه روژه شهوت او جنسي جذب کموي.