لیکوال: محمد عاصم اسماعیل زهي
اعتدال (دریمه برخه)
د اعتدال قضیې:
اعتدال په اصل کې د یو شخص ټول فردي او ټولنیز ژوند پوښي او تل، هر ځای د هغه فکر، عمل او خبرې شامله وي.
په عقیده کې اعتدال:
په عقیده کې اعتدال، توحید او حق ته د تسلیم کولو له لارې چمتو کېږي؛ د ابراهیم علیه السلام په څېر چې د توحید لوړې درجې درلودې او څو ځله د “حنیف” په وصف سره یاد شوی دی او همدارنګه هغه لاره چې پیغمبرانو د توحید پر بنسټ جوړه کړې وه د “صراط مستقیم” په توګه تعبیر شوی دی. نو توحید د خدای څخه د انکار او د شرک لرېوالی دی او څوک چې په کفر او شرک ککړ وي هغه د اعتدال لاره او حد پرېږدي: فَمَنْ كَفَرَ بَعْدَ ذلِكَ مِنْكُمْ فَقَدْ ضَلَّ سَواءَ السَّبِيلِ»؛ «وَمَنْ يَتَبَدَّلِ الْكُفْرَ بِالْإِيمانِ فَقَدْ ضَلَّ سَواءَ السَّبِيلِ». همدارنګه د سورت ملک په ٢٢ آيت کې يې د مؤمن اعتدال هغه کس ته ورته کړی چې په سېده لاره کې ولاړ وي او د کافر انحراف یې د غافل انسان له تګ سره پرتله کړى دى: «أَفَمَنْ يَمْشِي مُكِبًّا عَلى وَجْهِهِ أَهْدى أَمَّنْ يَمْشِي سَوِيًّا عَلى صِراطٍ مُسْتَقِيمٍ».
همدارنګه قرآن کريم له الله سره شرک او په الهي آيتونو کفر د اعتدال له حد څخه اسراف او د اعتدال له لارۍ څخه وتل ګڼي او په دنيا کې د سختيو او په آخرت د دردېدونکي او تلپاتې عذاب لامل ګڼي: «وَكَذلِكَ نَجْزِي مَنْ أَسْرَفَ وَلَمْ يُؤْمِنْ بِآياتِ رَبِّهِ وَلَعَذابُ الْآخِرَةِ أَشَدُّ وَأَبْقى» همدارنګه د سورة الغافر په ۳۴ آيت کې د نبوت منکران مُسرفین او په شک باندې اخته خلک بللي دي: «كَذلِكَ يُضِلُّ الله مَنْ هُوَ مُسْرِفٌ مُرْتابٌ».
د قران کریم یو شمېر آیتونه له اهل کتابو او عیسویانو څخه غواړي چې په خپلو عقایدو کې اعتدال وکړي او د توحید او د شرک څخه انکار او توحید ته غاړه کېږدي، ځکه چې توحید د الهي دینونو له تعلیماتو څخه دی.
عیسیٰ علیه السلام او تثلیث چې د خدای جل جلاله په وړاندې کُفر دی او په دین کې د مبالغه کولو مثال دی پرېږدي: “«يا أَهْلَ الْكِتابِ لا تَغْلُوا فِي دِينِكُمْ وَلا تَقُولُوا عَلَى الله إِلاَّ الْحَقَّ إِنَّمَا الْمَسِيحُ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ رَسُولُ الله وَكَلِمَتُهُ أَلْقاها إِلى مَرْيَمَ وَرُوحٌ مِنْهُ فَآمِنُوا بِالله وَرُسُلِهِ وَلا تَقُولُوا ثَلاثَةٌ انْتَهُوا خَيْراً لَكُمْ إِنَّمَا الله إِلهٌ واحِدٌ سُبْحانَهُ أَنْ يَكُونَ لَهُ وَلَدٌ لَهُ ما فِي السَّماواتِ وَما فِي الْأَرْضِ وَكَفى بِالله وَكِيلاً».
په حدود، قصاص او انتقام کې اعتدال:
د مجرم سزا او د هغه څخه انتقام باید عادلانه او د هغه د جرم سره متناسب وي. د عمدي قتل په صورت کې قرآن کریم د مقتول سرپرست ته د غچ اخیستلو حق ورکړی دی او د سرپرست لپاره یې د سزا په اجرا کې له اعتدال څخه د تجاوز او انحراف ته اجازه نه ده ورکړې. «وَ مَنْ قُتِلَ مَظْلُوماً فَقَدْ جَعَلْنا لِوَلِيِّهِ سُلْطاناً فَلا يُسْرِفْ فِي الْقَتْلِ إِنَّهُ كانَ مَنْصُوراً» ځکه چې په هغه کې اعتدال اړین دی او روا نه ده چې له قاتل پرته بل څوک ووژل شي او يا له يو څخه د زياتو کسانو د قتل غچ واخیستل شي، مګر دا چې هغه په قتل کې ګډون ولري. همدارنګه په دې برخه کې پکار ده چې د قاتل وژل د مقتول تر وژلو دردناک نه وي او له وژلو وروسته د قاتل جسد ټوټه ټوټه نه شي، د قاضي له حکم څخه مخکې قصاص اجرا نه شي او که فدیه واخیستل شي قاتل نه وژل کېږي.
د دې آيتونو: «وَالَّذِينَ إِذَا أَصَابَهُمُ الْبَغْيُ هُمْ يَنْتَصِرُونَ، وَجَزَاءُ سَيِّئَةٍ سَيِّئَةٌ مِثْلُهَا فَمَنْ عَفَا وَأَصْلَحَ فَأَجْرُهُ عَلَى الله إِنَّهُ لَا يُحِبُّ الظَّالِمِينَ» په اساس له ظالم څخه انتقام اخیستل جایز دي، مګر دا اړینه ده چې انتقام د ظُلم د اندازې سره برابر وي او له افراط څخه ډډه وشي. او د انتقام له اجازې سره سره خدای تعالی جل جلاله د بښنې امر هم کړی دی.
قرآن کریم هم په حرامو میاشتو کې د مشرکانو د سرغړونو په صورت کې د بدل اخیستلو جواز ورکړی دی او د تقوا او د اعتدال له لارې څخه انحراف ته یې خبرداری ورکړی دی: «فَمَنِ اعْتَدَى عَلَيْكُمْ فَاعْتَدُوا عَلَيْهِ بِمِثْلِ مَا اعْتَدَى عَلَيْكُمْ وَاتَّقُوا الله». همدا ډول د يوې ډلې په وړاندې غوصه او نفرت بايد د هغوى د سرغړونې او ظُلم لامل نه شي، كه څه هم مشرك وي: «وَلا يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ أَنْ صَدُّوكُمْ عَنِ الْمَسْجِدِ الْحَرامِ أَنْ تَعْتَدُوا».
نور بیا…