تر څو چې د حرکت او جوړښت دغه دوه بنسټونه پوره نه شي، اسلامي امت به هيڅکله پرمختګ او وده ونه کړي. هغه رباني ځوانان چې په جومات باندي تعلق او اړیکه لري او په جومات کې تربيه شوي، حق لري چې د اسلام د پرمختګ بیرغ پورته کړي.
د ټولنې یوه ستره سرمایه او فعاله وړتیا چې د ټولنې په سوکالۍ او پرمختګ کې مهم رول لوبوي او په حقیقت کې د ټولنې نیکمرغي او موثریت په همدې پورې اړه لري او د ټولنې فساد او انحراف سره د فساد او تباهي لور ته بيايې هم دغه د ځوانانو استعداد او سرمايه ده.
خو دا فرصت او ځواني همېشنۍ نه ده او له هغه وروسته الله تعالی بیا د انسان لپاره ضعف او زوړوالی راولي او دا د مخلوقاتو لپاره د خدای خلقت او قانون دی، ځکه الله ډېر پوه او ځواکمن دی.
ځواني یو داسې فرصت دی چې انسان تر هغه وخته په ارزښت يې نه پوهېږي تر څو یې له لاسه ورنکړي ، که موږ د هرې ژبې او کلتور په تلپاتې ادبي اثارو کې وګورو نو وبه وینو چې لیکوالان او شاعران په پرله پسې ډول د ځوانۍ له لاسه ورکولو د پښیمانۍ او افسوس احساس کوي او ځواني يې د شعرونو او ادبي متنونو بڼه څرګندول.
دا فرصت په حقیقت کې یو ارزښتناک نعمت دی چې حتی خدای جل جلاله په دې نعمت (ځوانۍ) سره د جنت خلکو ته ښکلا ورکړې ده.
دا ټول ارزښتناک فرصتونه دي چې باید ترې ګټه واخیستل شي: د ځوانۍ فرصت، روغتیا، شتمني، تفریح او تر ټولو مهم د ژوند فرصت دی.
له بده مرغه نن سبا د اسلامي ټولنو ځوانان له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، چې له امله يې ناهیلي شوي او خدای مه کړه دوی د خدای او د خدای له کور څخه چې جومات دی ليري شوي.
د دې مهم کار لپاره پکار دا ده چې ځوانان له دین او الهي پوهې سره د امکان تر حده آشنا او وصل شي.
دې موخې ته د رسېدو تر ټولو ښه ځای جومات دی. هغه ځای چې هیڅ منطقي یا غیر منطقي انحصار نه لري او د هر رنګ، توکم او ذوق ټولې طبقې کولی شي په آزاده توګه له دې مقدس ځای سره اړیکه ونیسي. په دې ځای کې ځوانان کولی شي خپلې فطري اړتیاوې پوره کړي.
د خدای حکمت غوښتنه کوي چې خلک کمال، خوښۍ او سکون ته په خپلو کورونو کې ورسیږي نه په نورو ځایونو کې، نو د نورو ځایونو او پروګرامونو د نوښت او بدلیدو ځای باید د خدای کور (او جوماتونه) وي. لکه څنګه چې د حج مراسم د خدای له کور څخه پیل کیږي او هلته طواف کوي او هلته پای ته رسیږي.
خو له بده مرغه چې زموږ په زمانه کې داسې نه ده ځوانان د جومات د خلکو لږه برخه جوړوي او ډیری یې له جومات سره هیڅ تړاو نلري. له جومات څخه لرې پاتې کېدل ځوانان له هر ډول ضرر سره مخ کړي دي.
هر فرد او ټولنه په خپل ژوند کې د معنويت اړتیا احساسوي. جومات له یوې خوا د معنويت د پیاوړتیا ځای دی او له بلې خوا د اسلام د احکامو او مفاهیمو د مخامخ انتقال لپاره بنسټ دی.
د مسجد د مقام اهمیت له دې څخه څرګندیږي چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم مدینې ته له ننوتلو سره سم د مسلمانانو د راغونډولو، مهمو پرېکړو، عبادت کولو، د اسلامي احکامو د انتقال او داسې نورو لپاره د جومات جوړول پیل کړل.
په پای کې باید ووایو چې ځوانان حساس او نازک روحيه لري او د متضاد احساساتو او چلندونو په اوج کې وي، نو که تاسو په جومات کې د ځوانانو څخه داسې چلند ووينۍ چې د منلو وړ نه وي، د تاوتریخوالی څخه کلکه ډډه وکړئ.، او هڅه وکړئ چې د هغه چلند له پامه غورځول شي، او يا په خورا نرمۍ او یوازېتوب سره یې یادونه وکړئ. مه هېروئ چې د نن ورځې ځوانان د دې امت د سبا نارینه او ښځې دي او ټول د خدای په نزد ګران او عزتمند دي.