Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»فتنې»مرجئه (نهمه برخه)
فتنې سه شنبه _30 _اپریل _2024AH 30-4-2024AD

مرجئه (نهمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp

لیکواله: ام عائشه


مرجئه (نهمه برخه)

آيا امام ابوحنيفه رحمه الله مرجئه وه؟
 ګڼو اهل حدیثو لکه عبدالقادر ګیلاني رحمه الله په «غنیة الطالبین» او د معتزله فرقه، امام ابوحنیفه رحمه الله «مرجئه» بللي دی. خو دا خبره په هېڅ صورت سمه نه ده او علماوو د دې ډول خبرو د ردولو لپاره قوي دلايل وړاندې کړي او د هغه باور او عقيده يې بيان کړې ده.
ځینو هغه يې «مرجئه» ګڼلی، په داسې حال کې چې دا خبره د لاندې دلایلو پر بنسټ ناسمه ده او د دې تور لامل د عقيدې اختلاف دی.
د «المواقف» کتاب مفسر وايي: «غسان چې پخپله د مرجئه ډلې څخه وه، امام ابوحنيفه ته يې د ارجاء نسبت کاوه او هغه يې مرجئه ګڼلی، د خپل مذهب د ودې او پراختیا لپاره يې دا تهمت په امام پورې تړلی دی.»
آمدي وايي: معتزله په پیل کې له هغو کسان سره چې په قدر کې یې له دوی سره اختلاف درلود، «مرجئه» بلل، يا دا چې امام ابوحنيفه رحمه الله د ايمان په زياتوالي او کموالي باور نه درلود، نو هغه يې په ارجاء ​​ تورن کاوه. ځکه هغه عمل له ایمان څخه جلا کاوه. شیخ ظفر احمد ویلي دي: «د محدثينو له خوا د ارجاء د کلمې کارول د هغو کسانو لپاره خورا معمول دي چې د ايمان په زیاتوالي یا کموالي باور نه لري او عمل د ایمان برخه نه ګڼي. دا نوم ورکول پيغور نه ګڼل کېږي ځکه چې دا د متشرعینو څخه پټ نه دی. ځکه چې په دې اړه اختلاف، لکه څنګه چې د پخوانیو او اوسنیو څیړونکو تحقیق کړی دی، لفظي او سطحي دی.
حافظ ذهبي په خپل کتاب «المیزان» کې ویلي: «ارجاء ، د عالمانو او سترو مفکرینو د یوې ډلې مذهب دی؛ نو ځکه د دې وینا پر ویناوال برید کول مناسب نه دي.
امام کشمیري په خپل کتاب «فیض‌الباري علی صحیح‌البخاري» کې ویلي دي: د سلف علماوو په نظر ایمان له دریو شیانو څخه عبارت دی: عقیده، قول او عمل.
بحث د عمل په اړه دی چې آیا دا د ایمان برخه ده او که نه؟ په دې اړه څلور مذهبونه دي: خوارج او معتزله ويلي دي: اعمال د ايمان برخه ده او څوک چې يې پرېږدي د دغو دوو مذهبونو له نظره له ايمان څخه وتلی دی. خو دا دواړه ډلې یو له بل سره اختلاف لري، خوارجو بې عمله مسلمان له ایمانه ایستلی او کافر یې ګڼلی، په داسې حال کې چې معتزله یې کافر نه بولي او وایي: د کُفر او اسلام ترمنځ واټن شته او دا سړی د کُفر او اسلام ترمنځ دی.
درېیم مذهب «مرجئه»؛ دوی ویلي دي: د نجات لپاره عمل ته اړتیا نشته او د انسان د خلاصون لاره یوازې د زړه اقرار او باور دی.
څلورم مذهب اهل سنت والجماعت دی، دوی مينځنلاري توب غوره کړی دی؛ ځکه يې ويلي دي: اعمال لازمي او ضروري دي او پرېښودونکی يې فاسق دی، نه کافر. دا ډله د خوارج او معتزله په شان، د اعمالو په اړه سختي نه ده کړې. له همدې امله اهل سُنت په دوو فرقو ویشلې دي: محدثین او فقهاء. محدثین په دې عقیده دي چې ایمان له اعمالو سره یو ځای دی او اعمال د ایمان برخه ده. زموږ ستر لارښود امام اعظم رحمة الله علیه او اکثره فقهاء په دې عقیده دي چې اعمال د ایمان برخه نه ده، سره له دې چې دوی ټوله اتفاق لري، چې له اقرار او تصديق پرته کافر دی او پرته له عمل څخه فاسق دی.
امام ابوحنيفه او نورو فقها، که څه هم عمل د ايمان برخه نه ګڼي، خو دوی ورته ځانګړې پاملرنه کړې او پر ترسره کولو یې ټینګار کړی او اعمال د ايمان د ودې او پرمختګ لامل ګڼي او د «مرجئه» په شان اعمال له منځه نه وړي.
امام ابوحنيفه رحمه الله د بصرې عالم عثمان بتي ته په يوه ليک کې د اعمالو په اړه خپل عقيده څرګند کړه؛ هغه امام ابوحنیفه ته په یوه لیک کې اشاره کړې، چې زه خبر شوی یم چې تاسو «مرجئه»  یاست! امام ابو حنیفه رحمه الله په ځواب کې يې ولیکل: پوه شه چې زه اهل قبله، مؤمن او مسلمان ګڼم او د دین د فرايضو د یو شي له پرېښولو امله به یې د ایمان له دائرې څخه، ونه باسم. څوک چې په ایمان او د فرايضو په ترسره کولو سره د الله تعالی جل جلاله اطاعت وکړي زموږ په نزد هغه  د جنتیانو څخه دی او څوک چې ایمان او عمل پرېږدي هغه کافر او د دوزخيانو څخه دی او څوک چې ایمان ولري؛ خو ځینې فرايض پرېږدي هغه د جنتیانو څخه دی، مسلمان او ګناهګار دی، او که خدای جل جلاله وغواړي سزا ورکوي، او که وغواړي بخښنه ورته کوي، هغه ګناه چې د بخښنې وړ وي. خو موږ به تاسو ته د مرجئه د نوم په اړه ووایو چې تاسو یې یادونه کړې؛ د هغو خلکو ګناه څه ده چې عادلانه خبرې کوي، خو بدعتيان يې د مرجئه په نوم يادوي، په داسې حال کې چې دوی عادل او اهل سُنت دي؟
په دې برخه کې مو هڅه وکړه چې د دې مسئلې په اړه د علماوو نظر څرګند کړو چې آیا امام ابوحنیفه رحمه الله یو مرجئه دی او که نه؟ لکه څنګه چې د علماوو له قوله او د عثمان بتي د ليک څخه ثابته شوه چې هغه نه مرجئه دی او نه هم د دوی په شان ايمان لري. خو کله ناکله د پوهانو او اهل علم په منځ کې داسې ستونزې راپیدا کېږي چې ښې پایلې نه لري، ځينې په دې اساس ستر عالمان؛ د امام ابوحنيفه رحمه الله په شان، د ارجاء تور پرې لګوي، چې دا مناسبه نه ده.
نور بیا…
Previous Articleپه تمدن کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم کړنې (شپږمه برخه)
Next Article معتزله (شلمه برخه)

اړوند منځپانګې

د قدریه فرقه

د قدریه فرقه (نهمه او وروستۍ برخه)

سه شنبه _17 _جون _2025AH 17-6-2025AD
نور یی ولوله
د قدریه فتنې

قدریه فرقه (اتمه برخه)

دوشنبه _16 _جون _2025AH 16-6-2025AD
نور یی ولوله
د قدریه فتنې

د قدریه فرقه «اوومه برخه»

یکشنبه _25 _مې _2025AH 25-5-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

دینونه

سیکېزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (څلورمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD0 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي سیکېزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه څلورمه برخه 1. د ګورو نانک تبلیغاتي…

نور یی ولوله
کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (شپږمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD0 Views

لیکوال: م. فراهي توجګي د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه شپږمه برخه د…

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (دوه ویشتمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD0 Views

لیکوال: ابورائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول  دووېشتمه برخه ابونصر…

نور یی ولوله
اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته کتنه (نهه‌ويشتمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD2 Views

لیکوال: شکران احمدي د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه نهه‌ويشتمه برخه د شریعت د…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

سیکېزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (څلورمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (شپږمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.