البته نن ورځ وحدت د فقهي وحدت په مانا ګرځېدلی دی، په داسې حال کې چې داسې نه دی؛ ځکه چې په فقهې وحدت چې کله خلګ پر یوه مذهب راټول شي او نور تکفیر یا له منځه یوړل شي، په حقیقت کې د دین له لویې برخې څخه وتل دي(او وحدت او یووالی نه ګڼل کېږي)، او همدارنګه فقهې وحدت په تمدن باندې هېڅ اغیزه نلري، ځکه چې د فقه وحدت د اسلام په پیل کې هېڅ شتون نه دلود، خو سیاسي او جغرافيايي وحدت و، چې همدا د وحدت اصل دی او اسلامي افمت هم په دې وخت کې د تمدن او پرمختګ په اوج کې و؛ ځکه چې سیاسي او جغرافيايي وحدت د تمدن مور ده، چې د وحدت اصل هم ګڼل کېږې، د اسلام د واکمنۍ پر مهال دارالاسلام نومېده، نه وطن، لکه د سایکس پیکو د نن ورځې ویشونه په ځینو هېوادونو کې، چې هېڅکله د فقه یووالي پکې شتون نلري؛ خو دوی سیاسي یووالی او تمدن لري.
د وحدت «یووالی» لغوي او اصطلاحي معنا
وحدت لغوي معنا: یووالی، پیوست او … دی. وحدت او یووالی هغه شی دی چې د انسان له طبیعت او ذاته څخه را منځ ته شوی وي چې د ګډو او عمومی موخو د لاسته راوړلو لپاره کارول کیږی.
وَاعتَصِموا بِحَبلِ اللَّهِ جَميعًا وَلا تَفَرَّقوا وَاذكُروا نِعمَتَ اللَّهِ عَلَيكُم إِذ كُنتُم أَعداءً فَأَلَّفَ بَينَ قُلوبِكُم فَأَصبَحتُم بِنِعمَتِهِ إِخوانًا وَكُنتُم عَلىٰ شَفا حُفرَةٍ مِنَ النّارِ فَأَنقَذَكُم مِنها كَذٰلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُم آياتِهِ لَعَلَّكُم تَهتَدونَ»؛ ژباړه: او ټول د الله جل جلاله رسۍ (قرآن او سُنت) ټينګ ونيسئ او مه وېشل کیږئ! او په خپل ځانو باندې د الله تعالى جل جلاله نعمت ياد كړئ، چې تاسو څنګه د يو بل دُښمنان وای او هغه ستاسو د زړونو په مينځ كې امن پيدا كړ او د هغه په فضل سره تاسو وروڼه ورګرځېدئ! او تاسو د اور د کندې په څنډه کې وۍ، الله جل جلاله تاسو له هغې څخه وژغورلۍ، نو الله جل جلاله تاسو ته خپلې نښې ښکاره کوي، کېدای شي چې تاسو هدایت شئ.”
عن عبد الله بن عمر رضي الله عنه أن النبي صلى الله عليه وسلم قال: « المسلمُ أخو المسلمِ لا يظلِمُه ولا يُسلِمُه مَن كان في حاجةِ أخيه كان اللهُ في حاجتِه ومَن فرَّج عن مسلمٍ كُربةً فرَّج اللهُ بها عنه كربةً مِن كُرَبِ يومِ القيامةِ ومَن ستَر مسلمًا ستَره اللهُ يومَ القيامةِ»؛
له عبدالله ابن عمر رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: مسلمان د مسلمان ورور دی او مسلمان پر بل مسلمان ظُلم نه کوي. هر مسلمان چې د بل مسلمان د اړتیاوو د پوره کولو په فکر کې اوسي، الله تعالی جل جلاله به د هغه اړتیا پوره کړي او هر څوک چې د مسلمان څخه غم او خواشیني لرې کړي، الله تعالی جل جلاله به په آخرت کې له هغه څخه غمونو لري کوي او څوک چې د مؤمن په عیبونو پرده واچوي الله جل جلاله به یې د قیامت په ورځ د هغه عیبونه پټوي.
البته په دې حدیث کې په اخوت او ورورولۍ باندې ډېر تاکید شوی دی او حتیٰ د یو مسلمان د بل مسلمان په وړاندې مسؤلیت هم بیان شوی دی او په بل حدیث کې هم راغلي دي:”عن أبي موسى الأشعري رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : “المؤمن للمؤمن كالبنيان يَشُدُّ بعضُه بعضاً – وشبك بين أصابعه” متفق عليه»؛ له ابو موسی اشعري رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: مؤمن د بل مؤمن لپاره د ودانۍ په څېر دی، چې ځينې برخې يې ځیني نورې پياوړې کوي او د خلکو د پوهاوي لپاره یې خپلې ګوتې سره يوځاى کړي.”
همدا ډول الله جل جلاله هم فرمايي: «إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ»؛ “ټول مومنان وروڼه دي”.