لیکوال: عبیدالله نیمروزی
د سیدنا عمر فاروق رضی الله عنه ژوندلیک (اتمه برخه)
د حضرت عمر فاروق رضی الله عنه شهادت
د حضرت عمر رضي الله عنه شهادت یو له هغو بدبختیو څخه دی چې نه جبرانیږي، له کومې ورځې چې یې اسلام قبول کړ، د الهي دین عزت او وقار ورځ تر بلې زیاتېده او د خپل خلافت په وخت کې یې داسې کارونه وکړل چې هيچا د ده په څیر نه دی لیدلی. له کومې ورځې چې دې نړۍ ته الوداع وویل، مسلمانانو اقبال پرېښود.
د هغه د شهادت واقعه په لنډ ډول په لاندې ډول ده:
کله چې هغه له خپل وروستي حج څخه راستون شو، خپله څادر یې په «محصب» دره کې وغوړاوه هغه پرې څملاست، کله چې یې سپوږمۍ ته وکتل، نو د هغې ښایست او تدوير ورته څرګند شو، ویې ویل: وګورئ، دا په لومړي سر کې کمزوریه وو او ورو ورو لويه شوه او بشپړ شوه، دا د نړۍ د ټولو شیانو حالت دی.
بیا یې دعا وکړه: ای خدایه! زما رعیت ډیر شوي او زه ضعیف شوی یم. خدایه! مخکې له دې چې زه د خلافت په چارو کې ناکام شم، ما له دې دنیا لرې کړه. مدينې ته له ننوتلو وروسته يې خوب وليد چې يو سره مرغۍ د مبارک خيټه کې درې ځلې په موشوکه ووهله، هغه دا خوب خلکو ته بیان کړ او ویې ویل: زما د مرګ وخت را نږدې دی.
له دې وروسته، یوه ورځ د معمول په څېر د سهار د لمانځه لپاره وختي جومات ته ولاړ، په لاس کې یې یو لښته و او په خپل لښته یې ویده شوي خلک له خوبه راویښول. کله چې جومات ته ننوت نو د صفونو د جوړولو امر یې وکړ او لمونځ یې پیل کړ او په لمانځه یې اوږده سورتونه تلاوت کول. په هغه ورځ هغه هماغسې وکړل، کله چې یې لمونځ پیل کړ او یوازې تکبیر یې وویل؛ یو مجوسی کافر چې نوم یې «ابولؤلؤ» د مغیره بن شعبه غلام وو هغه چې په لاس کې یې زهرجن خنجر درلود او په محراب کې پټ شوی و، په هماغه خنجر یې د هغه مبارک خيټه درې ځله ووهله. هغه رضی الله عنه بې هوښه شو او پر مځکه ولوېد، حضرت عبدالرحمن بن عوف رضي الله عنه مخ کې شو او د هغه پر ځای یې امام وکړ. او په لنډه توګه يې لمونځ ادا کړ، «ابولؤلؤ» غوښتل چې له جومات څخه ووځي او وتښتي. خو د لمانځه صفونه د یو ديوال په څیر و چې تیریدل يې اسانه نه وه. له همدې امله يې د صحابه کرامو په ټپي کولو پيل وکړ ديارلس تنه صحابه کرام ټپيان شول، له دې جملې څخه اوو تنو ونه شو کولای چې ژوندي پاته شي، په دې وخت کې لمونځ پای ته ورسېد او «ابو لولو» ونيول شو،او کله چې هغه ونيول شو په همدې خنجر يې ځان وژنه وکړه.
دا ډېره جدي پېښه وه؛ خو هېچا هم لمونځ پرې نه ښود او لمونځ يې په ډاډه زړه ختم شو، له لمانځه وروسته، خلکو حضرت عمر رضي الله عنه واخیست او کورته یې یووړ. له لږې مودې وروسته چې کله په هوش راغی، د سهار لمونځ یې وکړ، لومړی یې له ټولو وپوښتل: زما قاتل څوک دی؟
حضرت عباس وویل: «ابولؤلؤ» د مجوسی کافر دی.
د دې خبرې په اورېدو یې په لوړ غږ تکبیر ووایه، تر دې چې غږ یې له کوره بهر شو او ویې ویل: د خدای شکر چې زما شهادت د کافر په لاس شو.
یوه ورځ «ابولؤلؤ» حضرت عمر رضی الله عنه ته ورغی او له مغیره یې شکایت وکړ چې پر ما یې ډېر مالیه لګولې ده، تاسو ورته د کمولو امر وکړې، هغه د مالیې په اړه وپوښتل: ستاسو دنده څه ده؟
هغه وویل: زه د ژرندې ډبرې جوړوم.
نو هغه رضی الله عنه ورته وویل: دا مالیه ستا د کار په پرتله لوړه نه ده؛ ځکه چې دا کار له تا پرته بل څوک نه کوي.
بیا هغه رضی الله عنه وویل: زما لپاره هم یوه جوړه د ژرندې ډبره جوړه کړه.
ويې ويل: ډېر ښه، زه به ستا لپاره داسې د ژرندې ډبره جوړوم چې په ټوله نړۍ کې به مشهور شي.
هغه رضی الله عنه وویل: ګوره دا غلام ماته د مرګ ګواښ کوي.
يو چا وویل: اې امیرالمومنینه! مهرباني وکړئ اوس د هغه د استیضاح کولو امر وکړئ.
هغه رضی الله عنه وویل: ایا د جرم تر ارتکاب مخکې باید سزا ورکړل شي؟!
له هغه وخت راهیسې «ابولؤلؤ» د خنجر جوړولو او زهر کولو فکر کاوه.
د فاروق اعظم رضی الله عنه د شهادت پېښه ټوله مدینه يې پريشانه کړه، ټول مهاجرین او انصار د هغه شاوخوا ناست وو او ویل يې: کاش زموږ ژوند تاته درکړل شوی وای او ته د اسلام په خدمت کې پاتې شوې وای.
د هغه د درملنې لپاره ډېرې هڅې وشوې. خو هیڅ اغیزمن پلان نه وو، کله چې د هغه له ژونده ناهیلي شول، ټولو یو عجیبه افسوس وکړ او د هغه حضور ته ورغلل او ویې ویل: اې د مؤمنانو سرداره! خدای دې تاسو ته اجر درکړي، تاسو د الله په کتاب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو پیروي وکړه.
له دې وروسته هغه محترم حضرت صهیب رضی الله عنه د لمانځه امام يې وټاکه او ويې ويل: زما له مړينې وروسته په دريو ورځو کې خليفه وټاکئ. بیا خپل زوی حضرت عبدالله رضی الله عنه ته يې امر وکړ چې حضرت ام المؤمنين عائشه رضی الله عنها ته لاړ شه او زما له طرفه سلام ووايه او ورته ووايه: زما د زړه ارمان دا دی چې له خپلو دوو ملګرو سره ښخ شم، او که په تا باندې کومه تکليف او ضرر وي، زما لپاره جنت البقيع غوره دی.
حضرت عبدالله بن عمر رضی الله عنه لاړ او ام المومنین ته یې پیغام ورساوه. هغې په ځواب کې وويل: دا ځای مې د ځان لپاره ټاکلی و، خو زه به هغه تر خپل ځان ترجیح ورکړم.
کله چې حضرت عبدالله دا زیری راوړ، هغه ډېر خوشحاله شو او ویې ویل: دا زما تر ټولو لوی ارمان وو. د خدای شکر چې دا هم بشپړ شو.
بیا د (نزع) مرګ حالت پیل شوه او په همدې وخت کې یو ځوان راڅرګند شو چې پایڅې يې له بجلکوڅخه کښته وي او ورته وویل شوه: وروره! پایڅې دی له بجلکوڅخه پورته کړه، د دې لپاره چې جامې دي پاکې پاتې شي او د خدای اطاعت هم وشي.
کله چې د هغه رضی الله عنه جسد د لمانځه لپاره راوړل شو، حضرت علي رضی الله عنه وویل: ما همدا فکر کاوه چې تاسو دواړه د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یو ځای ښخ شي ؛ ځکه له هغه صلی اللع عليه وسلم څخه ما اوریدلي چې هغه په هر کار کې تاسو دواړه یوځای ذکر کاوه.
علي رضی الله عنه ویل به یې: له خدایه مې وغوښتل چې زما اعمال نامه د عمر ابن الخطاب د اعمال نامه په څير کړي.
هغه د چهار شنبې په ورځ د ذوالحجې د میاشتې په ۲۷ نیټه ژوبل شو او پنځه ورځې وروسته د یکشنبې په ورځ د محرم په لومړۍ نیټه د ۶۳ کلونو په عمر په شهادت ورسید. رَضِیَ اللهُ عَنْهُ وَأَرْضَاهُ.
حضرت صهیب رضی الله عنه د جنازې لمونځ د پیغمبرصلی الله عليه وسلم په زیارت کې ادا کړ د ابوبکر صدیق رضی الله عنه تر څنګ ښخ شو په دې سپېڅلي زيارت کې یوازې درې قبرونه دي، لومړی: د رسول الله صلی الله علیه وسلم؛ دوهم: ابوبکر صدیق رضی الله عنه چې سر یې د مقدس اوږې سره برابر دی؛ دریم: د حضرت عمر فاروق رضی الله عنه قبر کوم چې په کښته کې موقعیت لري.
دا سمه ده چې خدای تعالی ځانګړي بندګان درلودل او لري او له حضرت حق څخه پرته بل څوک نه پېژنده او له دغو بنده ګانو څخه هر یو ځانګړی او خاص ځای لري او بې له شکه له دغو کسانو څخه یو هم جلیل القدر صحابي حضرت عمر بن الخطاب رضی الله عنه وو.
د هغه نیک او پاک شخصیت له خير او برکتونو ډک وو.
مګر د هغه څه لنډیز چې مشهور وو، په لاندې ډول دی :
له یوه بې تعلیمه او صحرايي انسان څخه و یوه بشپړ او پرهیزګاره انسان بدلول، تر څو د راتلونکو نسلونو لپاره د نمونې او د اسلام له پیغمبرصلی الله واله وسلم څخه وروسته دویم کس شي. د مؤمنانو د خلیفه او مشر په توګه ټاکل او په عدل سره د الهي احکامو پلي کول، د اسلامي سياست تګلارو جوړول او پراخول، د ښارونو نقشه جوړول او د لارو جوړول، د خالق او مخلوق سره د ښه تعامل او ارتباط روښانه مثال، د دوو زبرځواکونو امپراتورۍ (ایران او روم) فتح کړ، او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له ژبې څخه هغه ته د جنت زيری ورکول، د رسول الله صلی الله علیه وسلم لخوا تایید او تعریف کول: که له ما وروسته نبي راته، نو خامخا به عمر بن الخطاب وای.
د ۱۴۴۰ کلونو په تېرېدو سره چې د نړۍ د مومنانو په زړونو کې محبوب شو او د هغه د ژوند په اړه په زرګونو کتابونه تالیف کړل، حق تل د دوی له ژبو راوتل چې په ډیرو مواردو کې د دوی د نظرونو د تایید لپاره الهي وحی نازله ده. او د بدر د بندیانو په اړه د قرآن کریم ټینګار، د منافقانو ته د جنازې لمونځ نه ورکول، د ازواج مطهرات لپاره حجاب، د ابراهیم په مقام کې مصلی جوړول، د شرابو حرمت ،….
خدای دې ترې راضي شي!
حوالې:
-
د پیغمبر (ص) جانشینانصلی الله علیه وسلم
-
د فاروقي عصر فتوحات.
-
خلفای راشدین رضیاللهعنهم