Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»اسلامي عقاید؛ د ماشومانو ډېوه (اتلسمه برخه)
اسلام دوشنبه _15 _اپریل _2024AH 15-4-2024AD

اسلامي عقاید؛ د ماشومانو ډېوه (اتلسمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp

لیکوال: ابو جریر

 

اسلامي عقاید؛ د ماشومانو ډېوه (اتلسمه برخه)

پوښتنه: کومو ټولیو ته جنت تیار شوی دی؟

ځواب: پیغمرانو، صدیقانو، شهیدانو، او نیکوکارانو ته:

وَمَن يُطِعِ اللَّهَ وَالرَّسُولَ فَأُولَٰئِكَ مَعَ الَّذِينَ أَنْعَمَ اللَّهُ عَلَيْهِم مِّنَ النَّبِيِّينَ وَالصِّدِّيقِينَ وَالشُّهَدَاءِ وَالصَّالِحِينَ ۚ وَحَسُنَ أُولَٰئِكَ رَفِيقًا  (النساء / 69) ژباړه: او هغه کسان چې د الله تعالیٰ جل‌جلاله او رسول ﷺ اطاعت یې کوي البته د هغه کسانو سره چې خدای تعالیٰ جل‌جلاله په هغوی لطف کامل عنایت کړی یعني د پیغمرانو، صدیقانو، شهیدانو او نیکوکارانو سره به حشر شي او دوی څومره غوره ملګري دي!.

جنتي ټولۍ:

د هغې له جملې دي:

۱- د اَبرارو ټولۍ:

الله تعالیٰ فرمایلي دي:  إِنَّ الْأَبْرَارَ لَفِي نَعِيمٍ (المطففين/۲۲)

ژباړه: بې‌شکه چې نیکوکاران په جنت کې د نعمتونو برخمن دي. بل ځای فرمایي: إِنَّ الْأَبْرَارَ يَشْرَبُونَ مِنْ كَأْسٍ كَانَ مِزَاجُهَا كَافُورًا (5)عَيْنًا يَشْرَبُ بِهَا عِبَادُ اللَّهِ يُفَجِّرُونَهَا تَفْجِيرًا (6)يُوفُونَ بِالنَّذْرِ وَيَخَافُونَ يَوْمًا كَانَ شَرُّهُ مُسْتَطِيرًا (7) وَيُطْعِمُونَ الطَّعَامَ عَلَى حُبِّهِ مِسْكِينًا وَيَتِيمًا وَأَسِيرًا (8) إِنَّمَا نُطْعِمُكُمْ لِوَجْهِ اللَّهِ لَا نُرِيدُ مِنْكُمْ جَزَاءً وَلَا شُكُورًا (9) إِنَّا نَخَافُ مِنْ رَبِّنَا يَوْمًا عَبُوسًا قَمْطَرِيرًا (10) فَوَقَاهُمُ اللَّهُ شَرَّ ذَلِكَ الْيَوْمِ وَلَقَّاهُمْ نَضْرَةً وَسُرُورًا (11) وَجَزَاهُمْ بِمَا صَبَرُوا جَنَّةً وَحَرِيرًا) “دهر: (5تر12).

ژباړه: نیکان به په جنت کې هغه شراب څښي چې طعم به یې د کافور وي. د هغې د خوندوري سرچینې نه یې د الله تعالیٰ خاص بند‌ګان څښي، چې په خپله خوښه یې چې هر ځای وغواړي بهیږي، چې هغه نیک بندګان په خپل عهد وفا کوي، او د الله تعالیٰ له قهر او شر نه چې د حشر ورځ کې ټول اهل محشر ګیر کوي ویریږي. او هم فقیر، اسیر او یتیم ته د هغه (الله) لپاره ډوډۍ طعام ورکوي او وایي (فقط د الله د رضا لپاره تاسو ته طعام درکوم او ستاسو نه هیڅ بدل او مننه نه غواړم) موږ د خپل څښتن له قهره هغه ورځ چې د رنځ او سختۍ له امله د خلګو رخسار ګډوډ او غمجن وي ډاریږو، خدای تعالیٰ هم د هغې ورځي له شر او فتني څخه هغوی محفوظ کړل او هغوی ته یې د مخ تازه‌والی او خوشحال زړونه عطا کړل. او د هغه کامل صبر عوض کې به یې د جنت باغ او د جنت وریښمې جامي ورکړي.

۲- د سابقینو او مقربینو ټولۍ:

الله تعالیٰ فرمایي: “وَالسَّابِقُونَ السَّابِقُونَ (10) أُولَئِكَ الْمُقَرَّبُونَ (11) فِي جَنَّاتِ النَّعِيمِ” (الواقعه: 10-12.) ژباړه: “سبقت کونکي خپله وړاندي دي، هغوی په حقیقت د درګاه مقربان دي، او د نعمتونو ډک جنت کې د نعمتونو خاوندان دي.”

۳- د ښي لاس(سعادتمندانو) ټولۍ:

الله تعالیٰ فرمایي: ” وَأَصْحَابُ الْيَمِينِ مَا أَصْحَابُ الْيَمِينِ (27) فِي سِدْرٍ مَخْضُودٍ (28) وَطَلْحٍ مَنْضُودٍ (29) وَظِلٍّ مَمْدُودٍ (30) وَمَاءٍ مَسْكُوبٍ (31) وَفَاكِهَةٍ كَثِيرَةٍ (32) لَا مَقْطُوعَةٍ وَلَا مَمْنُوعَةٍ (33) وَفُرُشٍ مَرْفُوعَةٍ (34) إِنَّا أَنْشَأْنَاهُنَّ إِنْشَاءً (35) فَجَعَلْنَاهُنَّ أَبْكَارًا (36) عُرُبًا أَتْرَابًا (37) لِأَصْحَابِ  الْيَمِينِ” (واقعه27-38).

ژباړه: اما اصحاب یمین (سعادت‌مندان)  څه ښه روزګار لري، د بې اغزیو صدر وَنو (درختو) د سیورو لاندي، او د ونو لوړ سیوري او له میوو ډکو ونو لاندي، او د ښایسته نهرونو څنګ ته، او د ډیرې میوې چې هیڅ به قطع نشي، او هیڅ څوک به جنتیان له هغې منع نکړي، او ګران بیه فرشونه (د ښائسته ښځو سره) چې هغه موږ د ښائست په کمال پیدا کړي دي، او همیښه مو هغه ښځې باکرې ګرځولي دي، او خاوند (میړه) خوښي، ځواني او همزولي دي، دا ټول جنتي نعمتونه  خاص د اصحاب یمین (ښي لاسو) لپاره دي.

۴- د احسان کونکو ټولۍ:

الله تعالیٰ فرمایي: ( لِّلَّذِينَ أَحْسَنُوا الْحُسْنَىٰ وَزِيَادَةٌ ۖ وَلَا يَرْهَقُ وُجُوهَهُمْ قَتَرٌ وَلَا ذِلَّةٌ ۚ أُولَٰئِكَ أَصْحَابُ الْجَنَّةِ ۖ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ) (يونس 26)

ژباړه: “نېکان خلګ د خپل عمل او د خدای تعالیٰ په ډیر لطف نائل شي او هيڅ وخت به یې پر پاک رخسار د شرم او ذلت دوړه رانشي، هغوي جنتیان دي او تر ابد په هغه (جنت) کې برخمن دي.”

۵- د صابرانو ټولۍ:

الله تعالیٰ فرمایي:

(جَنَّاتُ عَدْنٍ يَدْخُلُونَهَا وَمَن صَلَحَ مِنْ آبَائِهِمْ وَأَزْوَاجِهِمْ وَذُرِّيَّاتِهِمْ ۖ وَالْمَلَائِكَةُ يَدْخُلُونَ عَلَيْهِم مِّن كُلِّ بَابٍ* سَلَامٌ عَلَيْكُم بِمَا صَبَرْتُمْ ۚ فَنِعْمَ عُقْبَى الدَّارِ ) (الرعد (23-24)

ژباړه: (هغه منزل د جنتونو عدن دی چې په هغه جنت کې خپله او همداراز پلاران ښځې او اولادونه یې چې نیکان وي داخل کیږي، په داسي حال کې چې ملائکي په هغوی د تهیت لپاره  له هري دروازې داخلیږي (او وایي) سلام پر تاسو چې (د الله په اطاعت او عبادت او د دنیا په زنځ او زحمت) مو صبر وکړ تر څو مو عاقبت کې ښه مقام وموند.)

  • او د هغې جملې هغه څوک چې د پرورګار د کبریا مقام څخه ووېرېږي، الله تعالیٰ فرمایلي دي:

(وَلِمَنْ خَافَ مَقَامَ رَبِّهِ جَنَّتَانِ ) (الرحمن 46)

ژباړه: او د هغه چا لپاره چې د خداي له کبریا مقام او قهر څخه وَوېرېږي د جنت دوه باغونه به ورکړل شي.

۶- د پرهیزګارانو ټولۍ:

الله تعالیٰ فرمایلي دي: “إِنَّ الْمُتَّقِينَ فِي جَنَّاتٍ وَعُيُونٍ”(الحجر (45)

ژباړه: (د پرهیزګارانو لپاره (په جنت کې) به باغونه او چینې وي.  او هغه تعالیٰ فرمايي:

“إِنَّ الْمُتَّقِينَ فِي مَقَامٍ أَمِينٍ* فِي جَنَّاتٍ وَعُيُونٍ” الدخان (51-52)

(یقیناً چې متقیان (پرهیزګاران) په امن ځای کې چي باغونه او چینې لري، اوسېدنه به وکړي.) او ویلي یې دي: “تِلْكَ الْجَنَّةُ الَّتِي نُورِثُ مِنْ عِبَادِنَا مَن كَانَ تَقِيًّا” (مريم /63)

ژباړه: (دا دی هغه جنت چې هغه به خپلو پرهیزګارو بند‌ګانو ته په نصیب کړم) او بل ځای وایي:

“مَّثَلُ الْجَنَّةِ الَّتِي وُعِدَ الْمُتَّقُونَ ۖ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ ۖ أُكُلُهَا دَائِمٌ وَظِلُّهَا ۚ تِلْكَ عُقْبَى الَّذِينَ اتَّقَوا ۖ وَّعُقْبَى الْكَافِرِينَ النَّارُ” الرعد (35).

ژباړه: هغه جنت چې متقیانو ته وعده شوی، ولې یې د ونو لاندي جاري دي، او مأکولات یې دايمي او سیوری یې هم برقرار دی، دا جنت د متقیانو سرانجام دی، او د کافرانو سرانجام دوزخ دی.

۷-  هغه ټولۍ چې ایمان راوړي او نیک اعمال کوي:

الله تعالیٰ فرمایي: ” إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ كَانَتْ لَهُمْ جَنَّاتُ الْفِرْدَوْسِ نُزُلًا*خَالِدِينَ فِيهَا لَا يَبْغُونَ عَنْهَا حِوَلًا” الكهف: (107-108)

ژباړه: یقیناً هغه کسانو چې ایمان راوړی او نیک اعمال یې کړي دي د هغوی ځای جنت الفردوس دی چې په هغه کې به دائم وي او د هغه ځاي د بدلیدو هېله به هيڅ‌کله  ونکړي. همداراز فرمایي: “الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ طُوبَىٰ لَهُمْ وَحُسْنُ مَآبٍ” الرعد (29) ژباړه: هغه کسانو چې ایمان راوړی او نیک اعمال یې کړي دي د هغوی لپاره دي خوښي وي او هغوی ته لوړ او ښه مقام دی.

بل ځای فرمایي:

“إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ يَهْدِيهِمْ رَبُّهُم بِإِيمَانِهِمْ ۖ تَجْرِي مِن تَحْتِهِمُ الْأَنْهَارُ فِي جَنَّاتِ النَّعِيمِ” يونس (9)

ژباړه: هغه کسانو چې ایمان راوړی او نیک اعمال یې کړي دي الله تعالیٰ هغوی ته د ایمان راوړلو په سبب یې د سعادت او جنت لاره هواروي تر څو ابدي جنت ته چې نهرونه یې د ونو (درختو) لاندي جاري دي برخمن شي.

بل ځای فرمایي: “الَّذِينَ آمَنُوا بِآيَاتِنَا وَكَانُوا مُسْلِمِينَ*  ادْخُلُوا الْجَنَّةَ أَنتُمْ وَأَزْوَاجُكُمْ تُحْبَرُونَ” الزخرف (69-70) ژباړه: هغه کسانو چې زما په آیاتونو ایمان راوری او زما فرمانونو ته تسلیم شوي دي (هغه ټولو ته به وویل شي) چې د خپلو ښځو سره مو خوښ او خوشحاله جنت ته ننوځئ” بل ځاي وایي: “إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَأَخْبَتُوا إِلَىٰ رَبِّهِمْ أُولَٰئِكَ أَصْحَابُ الْجَنَّةِ ۖ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ” هود (23)

ژباړه: هغه کسانو چې ایمان راوړ او صالح اعمال یې وکړل او خپل خدای ته خاضع او خاشع شول هغوی د ابدي جنت خاوندان دي او په هغې کې به ابداً د نعمتونو برخمن وي.

۸- د توبه کونکو ټولۍ:

الله تعالیٰ فرمایلي دي:

“إِلَّا مَن تَابَ وَآمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا فَأُولَٰئِكَ يَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ وَلَا يُظْلَمُونَ شَيْئًا” مريم (60)

ژباړه: هر هغه څوک چې توبه وکړي په خداي ایمان راوړي او صالح عمل وکړي په دې صورت کې ګناهونه بخښل کیږی، او پرته له عذاب به جنت ته داخل شي.

Previous Articleد سیدنا عمر فاروق رضی الله عنه ژوندلیک (څلورمه برخه)
Next Article علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله (شپږمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه (دېرشمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD
نور یی ولوله
اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته کتنه (نهه‌ويشتمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD
نور یی ولوله
اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته يوه کتنه (اته ویشمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (پنځه ویشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD0 Views

لیکوال: ابو رائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول پنځه ویشتمه…

نور یی ولوله
فتنې

کرامیه ډله «فرقه» (درېیمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD0 Views

لیکوال: ابوعائشه کرامیه ډله «فرقه» درېیمه برخه مقدمه: مخکې تر دې چې د کرامیه فرقې…

نور یی ولوله
کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (اتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD3 Views

لیکوال: م. فراهي توجگي د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه اتمه برخه  …

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (څلوروېشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD4 Views

لیکوال: ابورائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول څلوروېشتمه برخه په…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (پنځه ویشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD

کرامیه ډله «فرقه» (درېیمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.