لیکوال: عبیدالله نیمروزی
علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله (شپږمه برخه)
په ماشومتوب کې د سیرت النبي (ص) سیمینار په لاره اچول
د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم سره د سید ندوي د بې سارې او شدیدې مینې له وجې د ماشومتوب په هغه دوران کې چې نوموړي د کتابتون او نورو پلورنځیو توپیر نه شوای کولای، د سیرت کتابونو سره یې ځانګړې مینه او علاقه درلوده؛ خدای تعالی چې کله خپل بنده ته د خیر اراده وکړي، د هغه خیر، لارې چارې ورښیي او په هغه چارې کې یې بریالی کوي؛ څرنګه چې د امام ندوي په وجود کې یې ځیني ځانګړي او پټ استعدادونه په ودیعت ایښي و چې د وخت په تیریدو سره ښکاره کیدل.
د زده کړو دوران
له شک پرته د انسان پرمختګ او د فضل او کمال لوړو پوړو ته رسیدل، د داسې استاذانو په شتون او ورڅخه په ګټې اخیستنې کې دې چې فن او پوهه یې د ځان او روح سره نه بیلیدونکې اړیکه ولري او د دې په لټه کې وي چې هغه څنګه د خپلو شاګردانو تنکي ذهن ته ولیږدوي، همدارنګه له داسې معنویت او زړه سوي څخه برخمن وي چې شاګرد ځانته جذب کړي او له شوق او علاقې څخه یې ډک کړي. پر علامه ندوي د الله تعالی پیرزوینه وه چې نوموړي ته یې د دا ډول استاذانو له محضر څخه د ګټې اخیستنې توفیق ورکړ او د خپلو زده کړو په لومړي پړاو کې د داسې ماهرو او برلاسو استاذانو په لاس وروزل شو.
د حدیثو زده کړه
حضرت مولانا ندوي د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مبارکو احادیثو سره ډیره زیاته مینه او علاقه درلوده او داچې نبوي حدیثونه تر قرآنکریم وروسته د اسلام سپیڅلي دین د دوهمې اساسي سرچینې په توګه، د ځانګړي اهمیت او منزلت څخه برخمن دي؛ له دې امله خپل همت او هوډ یې د هغو په زده کړې کې په کار واچول چې مطلوبې پایلې یې تر لاسه کړې.
ستر محدث او شیخ، «حیدر حسن خان تونکی» چې په خپله دوره کې د حدیثو او د رجالو تاریخ یو ستر او جید عالم و او د ندوة العلماء د دارالعلوم استاذ و او مولانا محدث العصر شیخ عبدالرشید نعماني (رح) د نوموړي په اړه وایي: «نوموړی په علم رجال، حدیث او تاریخ کې برلاسی و او معجم المصنفین یې تصنیف کړ چې څه د پاسه (۶۰) ټوکه دې او په دې برخه کې یې کم ساری تبحر درلود.» علامه ندوي د داسې استاذ په وړاندې د شاګردۍ زنګون پر ځمکه لګولی او په (۱۹۲۹) زیږدیز کال کې یې د حدیث درسونه پیل کړل او صحیح بخاري، صحیح مسلم او سنن ترمذي یې د ده څخه په بشپړه توګه زده کړل او د بیضاوي تفسیر ځیني برخې یې هم د نوموړي له محضر څخه زده کړل. همدارنګه په نورو علومو کې یې هم له ده څخه ګټه پورته کړه تر دې چې له پوره دوه کلو زده کړو وروسته، سند او د حدیثو اجازه ترلاسه کړه.
دیوبند ستر پوهنتون ته سفر
که څه هم علامه ندوي د حدیثو علم د زده کړې په برخه کې ډیرې هڅې وکړې او په خارق العاده وړتیا او استعداد سره وتوانید چې په دې برخه کې برلاسی شي؛ سره له دې، د نوموړي تنده د دې شریف فن په تړاو، ماته نشوه او د دیوبند ستر پوهنتون خوا ته چې د احادیثو او نورو دیني علومو تر ټولو لوی او ځلیدونکی مرکز و، د سفر هوډ وکړ؛ د دیوبند دارالعلوم چې د تأسیس له پیله تر هغې مودې، لویې کارنامې یې له ځان څخه په میراث پریښې وې، د دیني علومو د فیض سرچینه ګڼل کیده او هغه جامعیت او پراخ نقش چې د هغې مدرسې استاذانو په هره برخه کې درلودل، د بېلابېلو اسلامي هیوادونو د علم او معرفت د تږو پام یې ځانته اړولی وو؛ په هغه دوران کې حضرت مولانا حسین احمد مدني (د معنی او د زړه د اهلو د کاروان سر لاری) د حدیثو لوړو درسونو مسئول و چې د شهرت لوړې کچې ته رسیدلی و.
علامه ندوي هم د دغې له فیضه ډکې چینې څخه د ګټې اخیستنې او د حدیثو په برخه کې د داسې وړ او ځواکمن شخصیت څخه د استفادې په موخه، دیوبند ته رهي شو او صحیح البخاري او سنن ترمذي یې د دوی له محضر څخه زده کړل. د مولانا حسین احمد مدني مجلس ډير د وقار او سکون څخه ډک مجلس و او په تمکن او خارق العاده ځواک سره بحث ته دننه کیده او د دغو دوه کتابونو سربیره، کولای شو د علامه ندوي د ځانګړو امتیازاتو څخه یو هم دا وګڼو چې نوموړی له دوه سترو او نوموتو پوهنتونونو (ندوة العلماء دارالعلوم او دیوبند دارالعلوم) څخه فارغ شوی او د دواړو له فیضه ډکو سرچینو څخه یې ګټه پورته کړه او دا کار سبب شو چې مولانا د دغو دوه دیني مرکزونو د خصوصیاتو او ځانګړتیاوو په اړه په بشپړ ډول ځان خبر کړي.
ادامه لري…