شجاعت او میړانه
بله ځانګړنه او صفت چې واقعي مسلمان له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه په میراث وړی او اړینه ده چې د هغه مبارک صلی الله علیه وسلم ټول پیروان په هغه متصف وي، شجاعت او میړانه ده؛ که څه هم نشو کولای د دغې ځانګړنې له ذاتي او فطري توب څخه سترګې پټې کړو، اما د عقائدو او باورونو او د ژوند چاپیریال چې له کورنۍ څخه نیولې بیا تر ښوونځي، مدرسې او کوڅه او بازاره پورې د شجاعت او میړانې په ودې او څرنګوالي کې اغیزه لري.
د قولي او ژبني زده کړو او لارښوونو سربیره، رسول الله صلی الله علیه وسلم هڅه کوله خپلو اصحابو ته د نیکې او غوره نمونې او بیلګې په وړاندې کولو سره، دا وپوهوي چې د انسان زړورتوب او د دعوت او جهاد په ډګرونو کې د هغه سرښندنې او مبارزې د الله تعالی تقدیر نه بدلوي، او نه ښایي چې پر الله او د آخرت په ورځې معتقد بنده د شر او باطلو ځواکونو له ویرې څخه له مبارزې لاس واخلي.
په هغه حدیث کې چې امام بخاري رحمه الله له انس رضی الله عنه څخه روایت کړی، داسې راغلي دي؛ ژباړه: ( تر ټولو خلکو غوره او زړور کس رسول الله صلی الله علیه وسلم و؛ یوه شپه د مدینې منورې خلکو له یوه غږ څخه د ویرې له امله دباندې ووتل، ویې لیدل چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم له هغوی څخه وړاندې وتلی و او په داسې حال کې چې ابو طلحه پر اس سپور او توره یې پر غاړه ځړیده د غږ له لوري راګرځي او خلکو ته وایي: «مه ویریږئ مه ویریږئ» بیا یې وویل: «دغه اس مې د سیند په شان وموند».
د پیغمبر صلی الله علیه وسلم له ښوونځي څخه داسې اتلان لکه سعد بن ابي وقاص، خالد بن ولید، عمر بن الخطاب، علي بن ابي طالب، مغیره بن شعبه، ربعي بن عامر او… فارغ شول چې په شجاعت، میړانه او زړورتیا کې یې ساری نه لیدل کیږي او حتی دښمن پرې اعتراف کوي؛ ابن جریر وایي: «کله چې سعد بن ابي وقاس قادسیې ته روان شو د نوموړي سره دولس زره کسیزه لښکر ملګری و په داسې حال کې چې د دښمن لښکر شپیته زره کسه و، کله چې رستم د جګړې ډګر ته دننه شو ویې ویل: ای عربو یو کس ولیږئ چې مغیره د یو څو کسو سره زموږ سره خبرې او مذاکره وکړي، سعد بل کس د رستم لوري ته ولیږه، کله چې هغوی د رستم دربار ته ورسیدل، مغیره پر تخت کښیناست، د رستم ورور د غوصې او قهر په سترګو د مغیره خواته وکتل، مغیره وویل مه عصباني کیږه، دغه ځای زما پر شرف او عزت څه نه ورزیاتوي او د ورور له مقام څخه دې څه نه کمیږي، رستم وویل ای مغیره تاسو بدمرغه خلک وۍ چې تر دې ځایه ورسیدۍ بیا رستم یو غشی پورته کړ او ویې ویل: فکر مه کوئ چې دا شیان وکولای شي تاسو یو چیرې ورسوي، مغیره په ځواب کې یې لومړی له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه یادونه وکړه او یې ویل: یو له هغو شیانو څخه چې الله تعالی د هغه مبارک په لاسونو زموږ روزي کړه، هغه حبه (دانه) ده چې ستاسو په خاوره کې شنه کیږي کله چې زموږ اهل او کورنۍ د هغه خوند وڅاکه ویې ویل چې موږ نشو کولای له هغه څخه ډډه وکړو، راغلي یو چې هغوی له دې دانې څخه برخمن کړو یا مړه شو؛ رستم وویل: نو تاسو به یا مرې او یا به وژل کیږۍ؛ مغیره ورته وفرمایل زموږ وژل شوي به جنت ته ولاړ شي او هغه کسان له تاسو څخه چې موږ یې وژنو دوزخ ته ځي او زموږ هغه کسان چې ژوندي پاتې شي ستاسو پر ژوندیو به بری ومومي…)؛ دادې د هغه چا مثال چې د اسلام ستر پیغمبر صلی الله علیه وسلم په لاس روزل شوی وي؛ مغیره د رستم په مجلس کې چې فارسي ژبي یې د شجاعت څلی بولي، داسې په زغرده او زړورتیا خبرې کوي او د رستم لښکر، وسلې او امکانات د هغه سترګه نه سوځوي او اغیزه پرې نه کوي؛ د مغیره د بې ساري شجاعت راز په ټینګ ایمان او کلکې عقیدې کې نغښتی و؛ هغه معتقد و چې که ووژل شي جنت ته به لاړ شي او که ژوندی پاتې شي سرلوړی او بریالی به وي؛ په دواړو حالتونو کې څه له لاسه نه ورکوي؛ د اسلام پیغمبر له دې حقیقت څخه داسې تعبیر کړی: «عجبا لامر المؤمن ان امره کله خیر و لیس ذالک لاحد الا للمؤمن ان اصابته سراء شکر فکان خیرا له و ان اصابته ضراء صبر فکان خیرا له»؛ (د مؤمن کار د تعجب وړ دي؛ ټولې چارې یې د هغه په خیر دي دا هرڅه د مؤمن پرته بلچا ته میسر ندي، که خوښۍ او ګټه ورته ورسیږي، د الله شکر اداء کوي او په دې کې یې خیر دې؛ او که هغه ته مصیبت یا زیان ورسیږي، زغم او صبر کوي بیا یې هم په ګټه دې).
لکه څنګه چې مخکې هم یادونه وشوه د انسان ځیني صفتونه فطري دي او مغیره له اسلام څخه وړاندې هم شجاع او زړور سړی و، اما هغه څه چې د دې باعث شو چې د رستم په وړاندې داسې په زغره او زړورتیا خبرې وکړي، د هغه ژور ایمان او ټینګ باور و؛ مغیره په ډیر ساده ژبه او پرته له تکلف څخه، د خپلې مبارزې موخه هغوی ته بیانوي، هم یې هغوی د غوره کړې لارې له بدو عواقبو او پایلو څخه وویرول او هم یې دې ته متوجه کړل چې د مسلمانانو د روحي ډاډ او بریا راز پر الله تعالی اعتماد او د آخرت په ورځې ایمان لرل دي.
ادامه لري…