موږ تاسو د روانې لړۍ په تیره برخه کې د مطلق اجتهاد د دروازې د بندیدا په اړه د حدیثو د علم په باب کې د پخوانیو لویو ـ لویو محدثینو د کار او زیار اړوند یو مثال وړاندې کړ او د دې کار د خاص دور یادونه مو وکړه، چې دا خبره که موږ په مثال کې وړاندې کړه، خو د مطلق اجتهاد په باب کې یو استدلال هم جوړیدای شي.
هوکې! دلته به دا خبره هم وکړو، چې داسې هم کیدلی شي، چې د يوه نوي محدث رایه د کوم یوه حديث د درجې په تعینولو کې له پخوانيو محدثینو سره توپير ولري؛ خو داسې بیا نشي کیدلی، چې د دغه نوي محدث اصول او ضوابط او د راویانو حالات، چې پر اساس يې دا محدث له پخوانیو لویو ـ لویو محدثینو څخه بېله رایه کاروي؛ نو هغه به پخوانيو محدثينو راغونډ کړي نه وي؛ بلکې حتما به هغوی راغونډ کړي او دغه نوی محدث به د هغوی څخه استفاده کوي.
که موږ لږ هم دقیق نظر وکړو؛ نو په ډیره اسانه به دا خبره راته معلومه شي، چې په ننني عصر کې چې د حدیثو د تخریج او د حدیثو د ذخیره کولو په برخه کې څومره پراخ او ارزښتناک کار ترسره کیږي، ټول د پخوانیو لویو ـ لویو محدثینو لخوا د وضع شویو اصولو او قواعدو پر بنسټ ترسره کیږي.
تاسو دقیق وګورئ! د حديث د صحت او ضعف او د هغه د راويانو د جرح او تعدیل په باب کې، چې کومې قاعدې او ضابطې د امام بخاري، امام مسلم، امام ترمذي، امام نسائي، امام ابن ماجه، امام طحاوي او د نورو لویو ـ لویو محدثينو لخوا وضع شوي دي او د هغوی د راویانو حالات، چې د امام ذهبي او حافظ ابن حجر په شان علماوو راټول کړي دي، نو انسان ته هیڅ دا شک نه پیدا کیږي، چې باید بیا کتنه ورباندې وشي؛ البته که په نني وخت کې د دې درجې کوم محدث را پيدا کیږي، نو هغه به دا حق هم لري، چې ځانته خپل اصول او قواعد وضع کړي، د حدیثو د راویانو حالات له سره بیرته بیا راټول کړي او بيا د خپلو اصولو او قواعدو په روڼا کې د حدیث د صحت او ضعف په اړه قضاوت وکړي؛ خو نه تنها دا کار به هیڅوک ونه کړي؛ بلکې کولی یې نشي او که بیا هم کوم څوک یې وکړي؛ نو داسې نوي ماډل محدث ته به د هغه د “ذهني روغتیا” لپاره د خلکو له دعاوو او خواخوږۍ پرته بل څه په ګټه کې نشي پاتي.