احکام: په درې ډوله دي: ۱- اوامر (فرض، واجب، سنت او مستحب) ۲- نواهي (حرام او مکروه) ۳- مباح.
۱- فرض:- په لغت کې قطع او اندازې ته وایې. او په اصطلاح کې هغه عمل ته ویل کیږي چې په قطعې توګه ثابت شوی وي او هیڅ شبهه په کې نه وي. د فرض حکم:- په کولو یې ثواب، په نه کولو یې پرته له شرعي عذر نه ګناه او عذاب دی د فرضُ انکار او توهین کفر دی.
۲- واجب:- واجب په لغت کې لازم او ضروري ته ویل کیږي. او په اصطلاح کې هغه عمل ته ویل کیږي چې په قعطي دلیل نه یې ثابت شوي یعني ثبوت یې ظني وي. د واجب حکم:- د واجب په کولو ثواب، په نه کولو یې ګناه او عذاب، او منکر یې نه کافر کیږي.
۳- سنت:- په لغت کې روِش او طریقې ته ویل کیږي. او په اصطلاح کې هغه کار او عمل ته ویل کیږي چې رسول الله ﷺ تل هغه ترسره کړی وي کله نا کله یې ترک کړی هم وي. د سنتو حکم:- په کولو یې ثواب او په نه کولو یې عتاب او ملامت کول دي نه عذاب، انکار کول یې بدعت دی په شرط د دې چې متواتر ثابت شوی نه وي که متواتر ثابت شوی وو منکر کیدونکی شخص یې کافر کیږي.
۴- مستحب:- ته په لغت کې له یو شي سره مینه او محبت کولو ته وایي. او په اصطلاح کې هغه عمل ته وایې چې رسول اکرم ﷺ کله عملي کړي او کله یې هم ترک کړي وي، یا هغه عمل چې سلف صالحینو او اصحاب کرامو خوښ کړی وي. د مستحب حکم:- د خدای د رضاء لپاره په ترسره کولو یې ثواب او په نه ترسره کولو یې عتاب او عذاب نشته.
۵- مباح:- په لغت کې حلال کړل شوي جایز او روا ته وایي. او په اصطلاح کې هغه عمل ته وایې چې بنده یې په ترسره کولو او نه ترسره کولو کې اختیار لري. د مباح حکم: په کولو او نه کولو یې نه عذاب شته او نه ګناه.
۶- حرام:- په لغت کې منع کولو ناروا او ناجایز ته وایي. او په اصطلاح کې هغه عمل ته ویل کیږي چي منع کول یې په قطعي او یقیني دلیل سره ثابت شوي وي. د حرامو حکم:- د خدای لپاره یې نهکول ثواب او په کولو یې د عذاب مستحق کیږي، او که څوک حرامو ته حلال ووایي کافر کیږي.
۷- مکروه:- په لغت کې ناپسند او ناخوښه ته وایې. او په اصطلاح کې هغه عمل ته ویل کیږي چې د هغې منع په معارض او شبهه دلیل سره ثابته شوی وي. د مکرو حکم:- په نه کولو یې ثواب او په کولو یې د عذاب ډار شته دی.