امریکا د ویتنام په جګړه کې له رسنیو او تبلیغاتي وسیلو کار واخیست، خو د ازادو رسنیو له خوا په ویتنام کې د امریکا د جنایتونو افشا کول د خلکو پر افکارو باندې یې ډېر اغېزه وکړ او په ۱۹۷۲ کال کې دردېدونکې تصویرونه په رسنیو کې خپاره شول، چې ۱۹۷۳ کې د امریکا د ماتې او وتلو لامل شول. خو سره له دې، لویې رسنۍ لا هم د امریکا په خدمت کې وې.
امریکا د ویتنام له جګړې څخه په درس اخیستو او د رسنیو د فعالیت په ترسره کولو سره، په ورستیو جګړو کې خپلې رسنیزې تګلارې تعدیل کړې او د جګړې سیمو ته یې د خبریالانو د ورتګ مخه ونیوله. په ۱۹۹۱ کال کې د خلیج فارس (عربي خلیج) د لومړۍ جګړې پر مهال غربي رسنیو ته د جګړې د منطقې د ننوتلو اجازه نه وه. د «کوزوو» په جګړه کې ناټو هره ورځ مطبوعاتي کانفرانس جوړاوه او رسنیو ته یې چمتو شوي عکسونه په ځانګړي چوکاټ کې وړاندي کول. د عراق او افغانستان په جګړه کې ښکېلو ځواکونو د نړۍ د عامه افکارو په وړاندې د چوپتیا او د اطلاعاتو ضد طریقه غوره کړه.
همدا نن په غزه کې هم همدا طریقه روانه ده. له همدې امله رسنیو تل د قدرتونو په خدمت کې دي او هغه ډیموکراسي چې غرب یې نن ادعا کوي یوازې د دیموکراسۍ تشه ادعا او پروپاګند دي چې غواړي خپلو موخو ته ورسېږي. لویدیځ هیوادونه د خپلو اعلاناتو محتوياتو ته غاړه نه ږدي. رسنۍ د حکومت او واکمنو له ارادې سره سم عمل کوي، دولتي بنسټونه پرې کلک څار لري. د فدرالي مخابراتو کمیسیون په متحده ایالاتو کې یوه خپلواکه دولتي اداره ده چې د راډیو، تلویزیون او سپوږمکۍ باندې څارنه کوي. په متحده ایالاتو کې، د ورځپاڼو او مجلو خپرول دولتي جواز ته اړتیا نلري، مګر د راډیو او تلویزیون د جوړولو لپاره د FCC جواز ته اړتیا ده. جوازونه د یو کال لپاره دي او باید هر کال د اعتبار له پای ته رسیدو دمخه نوي شي.
د جواز ترلاسه کولو شرط په کار کې تجربه او مهارت او د کافي پانګې درلودل دي (لږترلږه د یوې ادارې د چلولو لګښت سره مساوي). له بلې خوا همدغه اداره په رسنیو کې تولید شوي ټول پروګرامونه او محتوا څاري او ځینې معلومات سانسور کوي او په ځینو مواردو کې د حکومت مطلوب معلومات یا ناسم معلومات په پروګرامونو کې شاملوي. د «سټینفورډ» او «ګرافیکا» انټرنیټ څیړونکو موندلي چې د ټولنیزو رسنیو ډیری اکاونټونه شتون لري چې په دوامداره توګه داسې شیانو ته وده ورکوي چې د متحده ایالاتو او د هغې د متحدینو په ګټو باندې وي او د روسیې، چین او نورو هیوادونو مخالفت کوي.
په 2022 کې، د متحده ایالاتو کانګرس د بهرنیو لیدونکو لپاره د چین په وړاندې د مینځپانګې تولید لپاره 500 ملیون ډالر ځانګړي کړل. د دغو کړنو د توجیه کولو لپاره په وار وار د ملي امنیت یادونه به یې منځته راوړل. پوښتنه دقیقا دا ده چې د بیان د آزادۍ سانسور او د معلوماتو د ترسره کولو په اړه دوه ګوني معیارونه د متحده ایالاتو ملي امنیت ته څنګه مرسته کوي؟ په دې وروستیو کې، د متحده ایالاتو د استازو جرګې د ټیک ټاک بندیز لپاره یو قانون تصویب کړ. دا ټول موارد ښيي چې لوېديځ غواړي ډيموکراسي او رسنۍ د دوی په خدمت کې وي، تر څو دوی خپلو موخو ته د رسېدو لپاره د يوه ګام په توګه وکاروي.
د غربي رسنیو په توره نړي کې مسلمان ځوانان باید تر بلې هرې ډلې ډیر احتیاط وکړي. د دې پر ځای چې د غربي او متعصبو رسنیو له محتوا څخه خپل معلومات ترلاسه کړي، او پر دوی د روغتیا مهر ولګوي لازمه ده چې په اسلامی منابعو او معتبرو مسلمانو اشخاصو یا اسلامی رسنیو یا واقعي او بې طرفه او حق غوښتونکو رسنیو باور وکړی.