لیکوال: ابوریان عزیزي

ژباړن: عبدالجلال ابوعمر

 

فمینیزم (دوولسمه برخه)

میراث، د جاهلیت د دورې عربو په منځ کي:
عربو په جاهلیت کې د میراث لپاره ځانګړی نظام نه درلود. بلکې د ختیځو قومونو طریقه یې تعقیبوله او د هغوی تقلید یې کاوه. د دوی له جملې څخه هغه څوک به میراث اخیستل چې د جګړې په ډګر کې یې برخه اخیستې وه او توره یې نیولې وه، نه ښځې او ماشومان؛ ځکه چې د دوی په وینا دا دواړه طبقې د جګړې او تالان خلک نه دي او د قبیلې او کورنۍ لپاره ګټه او لاسته راوړنې نه لري.
د جاهليت په زمانه کې عربو ښځې ته ميراث نه ورکول او د مال په توګه به يې په ميراث وړل، په داسې توګه چي د مړي وارث به راتلل او پر کونډه به یې ټوکر اچول او ويل به يې: لکه څنګه چې ما د خپل پلار ملکیت په میراث کې اخیستی، میرمنه به هم په میراث اخلم. که یې غوښتی وای نو له مهر پرته واده کولی شول، ورسره واده وکړي او که یې غوښتی وای، کولای شوی بل چاته ور واده کړي او د هغې مهر د ځان لپاره واخلي. د مور او پلار او نورو خپلوانو په مال کې د ميراث حق، له اسلام څخه مخکې په عربي او غير عربو ملتونو کې؛ د کمزوري طبقې خلک، یتیم ماشومان او ښځې تل د هر ډول ظلمونو قرباني وو. لومړی د دوی لپاره هیڅ حق په پام کې نه و او که بیا هم کوم حق د دوی لپاره وای، نو دا د چا په توان کې نه و چې له نارینه وو څخه یې واخلي او ویې ساتي.
په عامه توګه ملتونه د میراث په قانون کې دغه دوه ضعیفه طبقې له خپلو طبیعي او واجبو حقوقو محرومې وې. عربو خپل قانون په دې ډول جوړ کړی و چې: هغه څوک به د ميراث مستحق وي چې پر آس سپرېږي او له دښمنانو سره جګړه کوي او د غنیمت لاس ته راوړلای شي.
ښکاره ده چې دا دوه کمزورې ډلې (ماشومان او ښځې) د میراث د دې قانون تر پوښښ لاندې نه راتلې؛ د دوی د دې قانون له مخې یوازې ځوان/بالغ زوی د میراث حقدار کیدای شوای، او مسکینه نجلۍ په میراث کې نه ګڼل کېدو، که هغه بالغه وای یا نه وای، او که زوی هم بالغ نه وای، نو د میراث مستحق نه ګڼل کېدو.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مبارکه زمانه کې داسې پېښه وشوه چې اوس بن ثابت وفات شو او له هغه وروسته دوه لوڼې، یو نابالغ زوی او مېرمن یې پاتې شول. خو د عربو د زوړ قانون له مخې د هغه دوو د تره زامنو د هغه ټول جایداد ضبط کړ او د هغه له مېرمنې او ماشومانو څخه هیچا ته څه نه ورنکول شو؛ ځکه چې د دوی په نظر ښځه د میراث حقداره نه وه، که هغه بالغه وي یا نابالغه؛ له همدې امله د هغه ښځه او دوې لوڼې بې برخې شوې، او زوی یې هم د بلوغ د نشتوالي له امله له میراث څخه بې برخې شو او د هغه دوه د تره زامن د ټول مال وارثان شول. د حضرت اوس بن ثابت رضی الله عنه کونډه وغوښتل چې دا دوه د تره زامن د متوفی له لوڼو سره واده وکړي تر څو د دوی له غم او فکر څخه خلاص شي، خو هغوی دا هم ونه منله. د حضرت اوس بن ثابت رضی الله عنه کونډه دا خبره رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وکړه او د هغې او د هغې د اولادونو د محرومیت شکایت یې وکړ. ځکه چې تر هغه وخته پورې په قرآن کې د میراث آیت نه و نازل شوی. رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د هغې په ځواب ورکولو کي توقف وکړ تردې چې آیت نازل شو او الله جل جلاله د دوی ترمنځ عدالت وکړ.
داسې لږې پېښې وې چې ښځه به د سړي په څېر میراث وړل. لکه څنګه چې د مصر او روم پخوانیو خلکو دا ډول قانون درلود او په دې ډول یې عمل کاوه. کمونیستي ډلې یا هماغه شیوعیت/اشتراکیت په هيڅ صورت ميراث نه منل او په دې عقیده وو چې د ميراث قانون د کمونيزم له بنسټ سره په ټکر کې دى. ځکه چې دوی په دې باور دي چې خلک مساوي پیدا شوي او د هیچا لپاره شخصي ملکیت نه مني او د دوی دلیل دا دی چې د نړۍ شتمني باید محدودو خلکو ته ونه سپارل شي. په دې کې شک نشته چې کمونیستان د دې عقیدې په درلودلو سره انساني فطرت سره په جګړه کې دي او د انسان غوښتنې او تمایلات تر پوښتنې لاندې راولي. څرنګه چې دوی له دې عقیدې سره د ټولو اسلامي شریعتونو مخالفت کوي او د کمونیزم اساس الحاد دی نو څنګه کولای شي چې د داسې اصولو په درلودلو سره اصلاح شي او د نورو د اصلاح سبب وګرزي، او داسې ټولنه چې د پلار او زوی اړیکې په کې د عامه اړیکو په څېر وي، لږ تر لږه چې د هغې په اړه ویلای شو، دادی چې دا ډول ټولنه له خپل طبیعي حالت څخه وتلې ده او په دې نه دي توانیدلي چې د خلکو او دولت د حقونو تر مینځ مطلوب توازن رامینځته کړي په داسې طریقه چې د افرادو طبیعي حقونه خوندي کړی وي.
او د دوی دا ادعا چې موږ د میراث په برخه کې ستونزه لرو دا یوازې د دې لپاره ده چې شتمنۍ د ځانګړو خلکو په لاس کې رانشي، دا د بشري قوانینو او د ټولنې اړتیاو څخه ښکاره ناپوهي ده؛ ځکه چې د دوی د تعریف له مخې، نړۍ یوازې په پانګې او شتمنیو پورې محدوده ده او د دوی ټول پام پیسې دي او بس
څه ډېر اورېدلي مو دي چې يو څوک په اروپايي دولتونو کې مړ شوى او بې شمېره پيسې يې پرې اېښي دي! خو د چا لپاره؟ د یو پیشو یا سپي لپاره چې دغه سرمایه دار لوی کړي او پالنه یې کړي، یا به ټوله سرمایه خادم ته ورکول کیږي، یا د مړ شوي پاتې شتمنۍ یوې مؤسسې ته ورکول کیږي، په دې توګه ټول بچیان له دې مال څخه بې برخې کول.
ځینو یهودي قبیلو ښځه وېنزه ګڼله او پلار ته یې اجازه ورکوله چې هغه خرڅ کړي او که همدې پلار زوی ولري نو دا نجلۍ به له میراثه محرومه وي، پرته له دې چې پلار یې په خپل ژوند کې څه ورکړي وي. له سِفر ایوب څخه په څلویښتم اصحاح کې راغلی دی: “په ټوله نړۍ کې د ایوب د ښځو په څیر ښکلې ښځې نشته، پلار یې د وروڼو د میراث په ترڅ کي دوی ته هم یو څه ورکول.” او كله چې لور د ورور له امله له ميراثه محرومه شوه نو د واده په وخت كې د مهر او نفقې ذمه د ورور په غاړه وو. او كه پلار د ميراث په توګه ځمكه پريښودله نو د دې ځمكې يوه برخه به د مړې لور ته وركړل شوه. او که میراث منقول مال به و، (هغه شتمني چې له یو ځای څخه بل ځای ته لیږدول کیدای شي)، له هغه څخه پاتې شو، په دې حالت کې د نفقې او مهر کوم څرک نه و، که څه هم د پلار څخه بې شمیره پیسې پاتې وې. او که د ورور د نه شتون له کبله انجلۍ ته ميراث ورکړل شوی وای، په دې صورت کې انجلۍ ته اجازه نه وه چې د بلې کورنۍ له هلک سره واده وکړي. بلکې د هغې لپاره لازمه وه چې د همدې کورنۍ له کوم هلک سره واده وکړي تر څو په دې کورنۍ کې راټولې شوې شتمنۍ بلې کورنۍ ته انتقال نه شي.
له پورته مطالبو څخه وپوهیدو: هغه څه چې فیمینیسټان اسلام ته منسوبوي هغه له تورونو پرته بل څه نه دي. دوی د اسلام په وړاندې دا ډول دسیسې یوازې د ځوانانو د ذهنونو د ګډوډولو لپاره کوي او د دې لیبلونو په لګولو سره غواړي ځوانان او ساده لوحه مسلمانان له سمې لارې څخه د ګمراهۍ کندې ته واچوي.

۱ څرگندون

  1. السلام عليکم و رحمة الله و برکاته، الله تعالا مو خدمات قبول او د ژوند په چارو کي موفق ولره!
    کله چي د سیمي او هېواد ستر مفکر عبدالهادي “مجاهد ” صېب د دې تمدن راوستونکي نشراتو په باره کي خپل نېک نظر ورکوي نو همدومره کافي ده.

    په پوهنتون کــي مي څو ورځ بعد سمینار دی او موضوع یې فیمینیزم ده، ستاسي لیکني سره د ټولو برخو به څنګه ترلاسه کړم؟

Leave A Reply

Exit mobile version