اسلامي عقاید، د ماشومانو ډېوه (شپږمه برخه)
پوښتنه: آیا د نړۍ ټول مسلمانان سره ورونه او دوستان دي؟
ځواب: هو ټول د نړۍ مسلمانان سره ورونه دي د انسانانو په مینځ کې حد او مرز ایمان او کفر دی لکه د نوح علیه السلام زوی کافر وو خدای تعالیٰ ورته وویل زوی دي ستا له اهل څخه نه دی، اما حضرت سلمان فارسي رضیاللهعنه ته حضرت محمد ﷺ وویل: دا زما له اهل څخه دی.
پوښتنه: د قرآن له نظره د ژوند هدف څه دی؟
ځواب: د بشر د خلقیت هدف د قرآن له نظره ابتلاء او الٰهی ازموینه ده.
پوښتنه ابتلاء څه مفهوم لري؟
ځواب: ابتلاء په معنا د افشا کیدل په یوه پروسه کې دی، چې د ده اصلي څیره ځان او نورو مخلوقاتو ته ښکاره کیږي او ژوند یې پای مومي.
پوښتنه: څنګه او په کوم شیانو کې امتحان کیږو؟
ځواب: امتحان د الله ﷻ له لوري اخیستل کیږی د ازموینې ډول او کیفیت هم له الله ﷻ سره دی. په هغه څه چې امر شوي یو او له هغه څه نه چې منع شوي یو، یعني په هغه اعمالو کې چې شارع موږ مخاطب کړي یو ازمویل کیږو. هر هغه عمل چې په خپل اختیار کوو، هغه کار کې که امر یا نهي شوي یو د هغي د ترسره کولو توان هم لرو، تر څو زموږ حقیقت موږ او نورو مخلوقاتو ته ښکاره شي.
پوښتنه: زموږ د خلقت هدف ابتلاء ده نو موږ مسلمانان څه هدف پسې یو؟
ځواب: زموږ مسلمانانو هدف د الله ﷻ رضایت لاس ته راوړل دي.
پوښتنه: الله تعالی ﷻ په څه حال زموږ څخه راضي کیږي؟
ځواب: الله تعالیٰ ﷻ تر هغي نه راضي کیږي تر څو موږ د الله تعالیٰ احکام او اوامر سل په سله عملې نکړو، د الله په احکامو تر هغه عمل نشو کولای تر څو اسلامي دولت ونه لرو، اسلامي دولت تر هغه نشو درلودای تر څو یوه ډله مسلمانان متعهد نه وي چې اسلامي دولت قایم او نافذ کړي، او د اسلامي ارزښتونو نه دفاع وکړي.
پوښتنه: آیا هر کار د الله تعالیٰ په اراده، قضاء او قدر کیږي؟
ځواب: هو د بنده هر عمل د الله تعالی په اراده، قضا او قدر، او د انسان په خپل اختیار سره سر ته رسیږي په همدي خاطر الله تعالیٰ خپل فرمانبردار او مطیع بنده ته بیشماره نعمتونه او دایمي جنت ور په برخه کوي او نافرمان بنده ته یې که وغواړي د ګناه په اندازه عذاب ورکوي که ونه غواړي عفو کوي یې. البته که مسلمان وي، که کافر وي حتماً به جهنم ورته ابدي وي.
پوښتنه: زموږ نه په آخرت کې د کومو اعمالو پوښتنه کیږي؟
ځواب: د الله تعالیٰ له اوامرو او نواهې چې په هر حالت کې اطاعت وکړو، خپل شرعې مسؤلیت هیر نکړو باید شرعی عکس العمل یې مقابل کې ولرو.
پوښتنه: آیا مرګ د ټولو کارونو پای نه دی؟
ځواب: نه، مرګ د مسلمان لپاره د دنیا د ټولو مشکلاتو پای، او د ابدي ژوند او نعمتونو پیل دی. اما د کافر او منافق لپاره د عذاب پیل دی، د آخرت لومړنی پیل برزخ دی.
پوښتنه: کله چې په هر کار کې د الله ﷻ اراده او قضا و قدر وي زموږ ګناه څه ده؟
ځواب: د الله تعالیٰ ﷻ اراده او قضا و قدر موږ د یو کار په کولو او یا منع کولو نه مجبوره کوي، دا موږ یو چې کوم کار که وغواړو کوو یې او که یې و نه غواړو نه یې کوو د همدې لپاره موږ سبا د محاسبې او پوښتنې سره مخ کیږو هر هغه څه چې مو کړې، اوریدلې او ویلې دي پوښتل کیږو.
پوښتنه: له کوم ډول حالت او حوادثو په آخرت کې پوښتل کیږو؟
ځواب: هغه حالت او حوادث چې زموږ په اختیار کې دي هر هغه څه چې زموږ له اختیار څخه بهر دي نه پوښتل کیږو لکه مرګ، مریضي بی لاس او پښو کیدل، تور یا سپین، فقر یا مالداري او… .
پوښتنه: ولې حواث یا مصائب پر موږ راځي؟
ځواب: د درو لاملو لپاره، لومړی: باید تزکیه شو، دوهم: خپلو اعمالو کې اصلاح راوړو، دریم: د عبرت اخیستلو لپاره.
پوښتنه: آیا د الله ﷻ ارادې او قضا و قدر موږ د اعمالو ترسره کولو لپاره نه یو مجبور کړي؟
ځواب: د الله ﷻ قضا او قدر په دې معنا ده چې الله تعالیٰ ﷻ پوهیدو چې خلګ په آینده کې څه کارونه ترسره کوې او هغه یې ولیکل، د قرآن په ۲۲آیت سورة الحدید کې فرمایي «هیڅ مصیبت (نه غوښتونکی) په ځمکه او نه ستاسو په وجود کې نه واقع کیږي مګر هغه ټول د ځمکې له پیدایښت نه مخکې په لوح محفوظ کې ثبت دي؛ او دا امر د الله لپاره اسان دی!» متعدد آیاتونه لکه د اعراف سورة ۳۴ آیت، د آل عمران ۱۴۵ آیت، د سورة التوبه ۵۱ آیت و… اراده په دې معنا ده چې د الله په ځمکه هیڅ یو عمل پرته د الله ﷻ له ارادې، د الله ﷻ له کنترول څخه بهر نه وي نه واقع کیږي د ارادې موضوع د قرآن په سورة تکویر ۲۲آیت کې هم بیان شوي ده.
پوښتنه: موږ د ژوند په مختلفو مراحلو کې څه شي پسې یو او بالاخره زموږ لاس ته راوړنه به له دې ژوند څخه څه وي؟
ځواب: هر شخص ته د ژوند فرصت ورکول کیږي؛ انسانان د زږېدو څخه تر مرګ پوري د ژوند په بېلابيلو وختونو کې د ژوند مختلف مراحل تېروي.
پوښتنه: په دي مراحلو له څه پوهیږو؟
ځواب:
اعْلَمُوا أَنَّمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا لَعِبٌ وَلَهْوٌ وَزِينَةٌ وَتَفَاخُرٌ بَيْنَكُمْ وَتَكَاثُرٌ فِي الْأَمْوَالِ وَالْأَوْلَادِ ۖ كَمَثَلِ غَيْثٍ أَعْجَبَ الْكُفَّارَ نَبَاتُهُ ثُمَّ يَهِيجُ فَتَرَاهُ مُصْفَرًّا ثُمَّ يَكُونُ حُطَامًا ۖ وَفِي الْآخِرَةِ عَذَابٌ شَدِيدٌ وَمَغْفِرَةٌ مِّنَ اللَّهِ وَرِضْوَانٌ ۚ وَمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا إِلَّا مَتَاعُ الْغُرُورِ [الحدید:٢٠]
پوه شئ چې د دنیا ژوند
۱. لَعِبٌ…لوبه ده
د ژوند لمړۍ مرحله لوبې دي!
دي مرحلې ته «ماشومتوب» وایې (تقریباً له ۱ تر ۶ کلنۍ پوري) دا مرحله هغه مشغولیت دی چې ټول ماشومان یې بې هدفه تیروي، دا مرحله د ژوند اصلي جزء نه حسابیږې او اکثر یې له یاده وځې.
۲. وَلَهْوٌ…سرگرمي ده
د ژوند دوهمه مرحله سرګرمي ده!
دا (د ځوانۍ نه مخکې) مرحلې ته وایې، (تقریباً له ۷ تر ۱۳ کلنۍ پورې) ددې مرحلې مشغولیت چې ماشومان یې هدفمندانه ترسره کوې، هغه د سرګرمۍ مرحله ده چې ماشومان یې د ساعت تیرۍ او وقت تیروني لپاره کوي لکه د ښونځې ابتدایه او متوسطه دوره.
۳. وَزِینَةٌ… آرایش او زینت دی
د ژوند دریمه مرحله زینت او آرایش دی!
دې مرحلې ته (بلوغ) وایې (تقریباً له ۱۴تر۲۵ کلنئ پورې) دا مرحله د ژوند لپاره سرمایه ګذاري ده. تحصیل، وظیفه، واده، کار او کسب، دا ټول د ژوند زینت او ښکلی شکل دی.
۴. وَ تَفَاخُرٌبَیْنَکُمْ … او فخر په خپلو کې
د ژوند څلورمه مرحله افتخار دی!
دې مرحلې ته (د نوجوانۍ وروسته) وایې (تقریباً د ۲۶ تر ۴۰کلنئ) پوري. دا هغه وخت دی چې په یو او بل د تحصیل، اولادونو، مال، ثروت او د کارې لاسته راوړنو په اساس فخر فروشي کیږي.
۵. وَتَکَاثُرٌ فِي الْأَمْوَالِ وَالْأَوْلَادِ… او رقابت د مال او اولادو په ډیريدو کې دی!
د ژوند پنځم پړاو ډیروالی او زیات والی دی! دې مرحلې ته «د نسل تولد او کهولت» وایې (تقریباً د ۳۰ او ۴۰ کلنۍ د عمر تر پاي پوري) دا هغه مرحله ده چې انسان په کې د مال، زامنو او لمسیو ډیروالې او جمعَ کولو په فکر کې وي، د دنیا حرص د عمر تر پای پاتي کیږي.