لیکوال:  زید


د الله توره «خالد بن ولید رض» ژوند ته لنډه کتنه (نهه دیرشمه برخه)

 خالد رضی الله عنه د« امغشیه» او «حیره» په خاوره کې
 علامه شلبي رحمه الله لیکي:  “امغیشیه”  په هغه وخت کې د یو ښار نوم و، چې د (الیس) سیمه یې له توابعو څخه وه. د هغه سیمې خلکو د الیس په جګړه کې د کفارو تر څنګ د اسلامي لښکر پر ضد جګړه وکړه، چې په پایله کې یې د «امغیشیه» په نوم بله جګړه پیل شوه.
 امام ابو ربیع کلاعي رحمه الله لیکي: د الیس په جګړه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۷۰ زره کسانو ته رسېدلی و، چې ټول یې د امغیشیه له سیمې وو.
 د اسود ابن قطبه په نوم یو مشهور شاعر د دې جګړې په اړه لیکي: موږ اویا زره کافران ووژل، د دوی پاتې جګړه یوازې د دوی د اطاعت او محکومیت پایله وه، پرته د ایلیس سیمې له خلکو څخه، ټول جنګیالي او هر هغه څوک چې دا جګړه یې وکړه  د مړو په منځ کې وو.
 حضرت خالد رضي الله عنه کله چې د الیس جګړه پای ته ورسوله، خپلو ټولو لښکرو ته یې امر وکړ چې د اُمغیشیه پر خلکو برید وکړي او د هغوی بغاوتونه له منځه یوسي او هر څه چې دوی لري له منځه یوسي.
 کله چې امغشيان په دې خبره خبر شول نو سمدستي وتښتېدل او د عراق سواد په نامه سيمو ته يې پناه يووړه.
 مسلمانانو او د اسلام مجاهدينو له دې فرصته ګټه پورته کړه او هغه سيمه يې فتحه کړه او هلته يې د اسلام بيرغ وځړاوه او ډېر مالونه يې تر لاسه کړل.لکه څنګه چې په ځينو کتابونو کې راغلي دي چې حضرت خالد رضي الله عنه هلته دومره غنيمتونه ترلاسه کړل چې ډېر کم به يې ليدلي وي، د هر يوه اس سپاره مجاهد  برخه ۱۵۰۰ درهمو ته رسېده. حضرت خالد رضی الله عنه غنیمتونه وویشل او خمس (پنځمه برخه) دارالخلافة مدینې منورې ته و استوله.
کله چې د مسلمانانو خلیفه حضرت ابوبکر صدیق رضي الله عنه د دې فتحې او د غنیمت د ترلاسه کولو خبر واورېد، له خوشالۍ یې چیغې کړې او ویې ویل: ای د قریشو جماعته! ستاسو زمري (خالد بن ولید) د فارس په زمري برید وکړ او هغه ته یې ماتې ورکړه.
 علامه شلبي لیکي: نوموړي په همدې وخت کې یوه ډېره ښکلې جمله وویله: ښځې نشي کولی د خالد په څیر زوی و زیږوي.

 

 خالد رضی الله عنه د« حیره» په ځمکه کې
 «حیره» د فرات سیند ته څېرمه پروت دی او د هغې پولې ساتونکی د «آزاد به» په نوم یو سړی و، چې یو خود غرض او مغرور سړی و او د خپل ځای په اړه  ډېر حساس و.
 کله چې آزادبه د حضرت سیدنا خالد رضی الله عنه د فتوحاتو له تود سیلاب څخه خبر شو، پوه شو چې خالد به خامخا ماته راځي او په دومره اسانۍ به ما نه پریږدي، نو له مجاهدینو سره یې د سترې جګړې لپاره ځان چمتو کړ او په دې اړه یې له خپل زوی سره مشوره وکړه او د دې مبارزې لپاره یې چمتو کړ او هغه یې  له یوې ډلې سره له نورو وړاندې ولیږه او خپله یې د هغه تر شا ولاړ.
 د کفارو او مشرکانو ټول لښکر د حیره ښار څخه بهر د فرات سیند ته څیرمه خیمې ووهلې، آزادبه خپل زوی ته امر وکړ چې د فرات د اوبو مسیر بدل کړي ترڅو خالد او د هغه لښکر په خټو کې راګیر شي او موږ ته ونه رسیږي.
 د آزادبه زوی د پلار په امر د اوبو لاره بدله کړه او اصلي لاره یې له خټو او خړو ډکه شوه.
خالد رضي الله عنه چې له دې کاره خبر نه و، د فرات د سيند پر لور يې د اسلامي لښکر کشتۍ ودرولې؛ خو په ناپوهۍ متوجه شو چې اوبه بندې شوي او ټولې بېړۍ په خټو کې بندې شوې، خالد رضی الله عنه سمدستي له خپلو څو لښکرو سره د آزادبه د زوی په لور روان شو او له هغوی سره  مخامخ شو او ټول یې له منځه یووړل او د فرات سیند د اوبو لاره پرانیستل شوه او د اوبو جریان بیا په خپله لاره پیل شو او کښتۍ وتوانیدل چې خپلې لارې ته دوام ورکړي؛ له همدې امله دوی ټولو د «حیره» سره نژدې د« نجف» په نوم په یوه سیمه کې خیمې ولګولې او د ازدبه او د هغه له لښکرو سره یې د جهاد لپاره تابیاوې نیولې.
 علامه کلاعي لیکي: کله چې  “ازدابه”  د خپل زوی د ماتې او د خالد رضي الله عنه له خیمې لګولو خبر شو او  له بلې خوا هغه ته د  اردشیر (د ایران د پاچا) د مړینې خبر ورکړل شو، ټولې هیلې او موخې یې په نا امیدۍ بدلې شوې او له تیښتې پرته یې بله لاره ونه موندله؛ له همدې امله، دا د دې لامل شو چې جګړه پریږدي او وتښتي.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version